د سولې هغه شعر چې لومړی مقام یې خپل کړ

محمد عزيز پردېس

څو ورځې وړاندې د بغلان ولايت په کچه «د سولې لپاره ـ شعر برای صلح» تر نامه لاندې مشاعره جوړه شوه. په دې مشاعره کې هغه شعرونه سیالیو ته وړاندې شوي ؤ چې د جګړې بد انځور، د سولې او پخلاینې پیغام په کې پروت ؤ. د شعر په دې سیالۍ کې ۲۵ شاعرانو ګډون کړی ؤ، چې پینځه شاعران پکې غوره شول. د دغې سيالۍ په پايله کې عبدالوهاب مومند د پینځو غوره شاعرانو له ډلې لومړی مقام خپل کړ. عبدالوهاب مومند له لومړي مقام اخیستو وروسته له ۸صبح سره په مرکه کې وویل: «ویاړم چې په خپل شعر کې مې د سولې او پخلاینې انځور په ښه توګه منعکس کړی و او وروسته له دې به د سولې اړوند لا ښه شعرونه ولیکم.» پوهنمل ګل الرحمن رحماني، استاد سید کاظم فاضل او پوهندوی فوزیه ولیزاده د دغو سياليو د قضاوت مسوولیت درلود. دوی وویل: شعرونه، منځپانګې، پيغام او د ليکلو څرنګوالي ته په کتو په پوره امانتدارۍ او دقت سره وکتل شول او د روڼتيا په فضا کې پايلې اعلان شوې.
دغه مشاعره د «کانون فرهنګي آستانه» لخوا ترسره شوه.
د سولې اړوند هغه نظم چې لومړی مقام یې خپل کړ:

نظم
سوله ژوند ده!
یانې فهم د ژوندون دی
د بقا لپاره یون دی
پاتې کېږي سره زړونه

سوله ژوند ده!
نفرتونه د اوبو په یوه لپه
مړه کېږي د اورونو سکروټې
د یو اوږد مزل نه وروسته
دواړه زړونه له یو بل نه قربانېږي

سوله ژوند ده!
د آینې په مخ کې ناستې غبارونه
پرې راخور وي د ګېډیو امبارونه
صفا کېږي د سېلۍ په وحشت غږ کې
د هیندارې له مخ پورته شي ګردونه

سوله ژوند ده!
لکه زه او ته چې دواړه
موټې خلاصې کړو یو بل ته
د وصال خواړه په ګوتو کې راتاو کړو
وچې شونډو ته درانه درانه درمل شو

سوله ژوند ده!
د بېلتون کرښه به نه وي په ژوندون کې
زما او ستا په منځ کې نه به وي تارونه
په یو ګل باندې چا جوړ کړل بهارونه؟
راځه یو شو!
نیم به زه شم، نیم به ته شې
بیا به واخلو له یو بل نه الهامونه

سوله ژوند ده!
بې مفهومه کړکېچونه
د اېرو غوندې به پورته شي بادونه
شخړې نوم به محبت باندې بدلېږي
نور به څه وي؟
د ژوندون ترجماني ده
او د زړونو پادشاهي ده

ورته لیکنې

Back to top button