د رواني ناروغیو ډاکټران د هېوادولو په منځ کې د رواني ستونزو پر زیاتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې که د دغو ستونزو د لاملونو د له منځه وړو په برخه کې لازم کار ونه شي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به د پاموړ زیات شي او ناوړه پایلې به ولري. رواني ناروغي، د پراخو فکري ناراحتیو زیاتېدو ته ویل کیږي، چې د ناروغ کس د تفکر، احساس او چلند پر وړتیا اغېز کوي او پرې اخته کس خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه نه شي ترسره کولای.
د ځانوژنې فکر، نامناسب چلند، له نورو ګوښه کېدل، غوسه، خواشیني او زړه تنګوالی، ویروونکي افکار، له بریده زیاته وېره یا اندېښنه، د سختې ګناه احساس، له ورځنیو ستونزو سره په مبارزه کې ناتواني او تاوتریخوالی د رواني ستونزو ښکاره نښې نښانې دي.
د جمهوریت نظام سقوط او واک ته د طالبانو بیا رسیدل په هېواد کې د ژور بدلون لامل شوي دي. لویه برخه هېوادوالو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، اقتصادي ځوړ رامنځته شوی او بې وزلي زیاته شوې ده. دغه چارې د هېوادولو په منځ کې د رواني ناروغیو د زیاتېدو لامل شوي دي.
د څو کاله وړاندې شمېرو له مخې چې د روغتیا د نړیوال سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزات له لوري خپرې شوې دي، د هېواد تر نیمایي زیات وګړي له رواني ستونزو کړېږي. خو د ډاکټرانو په وینا، دغه شمېر د پراخې بې وزلۍ د زیاتېدو او فردي او ټولنیزو محدودیتونو له امله زیات شوی دی.
د رواني ناروغیو متخصص ډاکترعزت الله نصرت وایي: «د طالبانو په راتګ سره له شک پرته رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي، ځکه واک ته د دوی په رسېدو سره یوازې جګړه کمه شوې ده او چاودنې او ځانمرګي بریدونه کیږي، آزادي له منځه تللې او د دولت او ان د خصوصي سکټور ډيریو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دې هرڅه افغانان له سختو رواني ستونزو مخ کړي دي.» نصرت زیاتوي:«په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د همدغو ستونزو له امله ګڼو کسانو په ځانوژنې لاس پورې کړی دی. ښايي دغه کسان تر دې وړاندې هم له رواني ستونزو ځورېدل او د اوسنیو ستونزو په زیاتېدو سره یې، رواني ستونزې ډېرې شوې او په پایله کې یې په ځانوژنې لاس پورې کړی دی.»
په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د یو شمېر هېوادوالو د ځانوژنې په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي. د رپوټونو له مخې، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوې شپاړس کلنې پیغلوټې نجلۍ د سږکال د تلې میاشتې پراتلسمه ځان زندۍ کړاو خپل ژوند یې پای ته ورساوه. د دې ځانوژنې لامل د زاړه عمر له یوه سړي سره د هغې اجباري واده وبلل شو. ترهغې یوه ورځ وروسته، د ننګرهارولایت په درې نور ولسوالۍ کې یوه ۱۹کلن ځوان هلک ځانوژنه وکړه. دغه ځوان هلک چې عمران نومېده، ترخپلې مړینې مخکې پر خپل لاس لیکلي وو«پلاره ما وبښه» هغه د خپلې ځانوژنې په هکله څه نه وو ویلي.
دغه راز د سږکال د لړم پر دویمه، یوې بلې پيغلې نجلۍ د غور ولایت د مرکز فېروز کوه ښار په جرتیلک کلي کې په ډزو سره ځان وژلی دی. د دغې نجلۍ د پلار د خبرو پر بنسټ، هغې له پېښې څو ورځې وړاندې په کورنۍ کې جنجال کړی و او همدا یې د ځانوژنې لامل و. ویل کیږي، چې دغه نجلۍ ریحان نومېده. ریحان یوازینۍ ځوانه نجلۍ نه وه،چې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوه. د ریحان تر ځانوژنې وروسته، د سږکال د لړم پر دوولسمه، یوې ځوانې ښځې د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په اړوند قلعه محمدقدم،سیمه کې ځان زندۍ کړ او د خپل ژوند کیسه یې ختمه کړه. که څه هم د دې ځانوژنې لامل څرګند شوی نه دی، خو د دې ښځې له خپلوانو نه ځينو سرچینو د هغې د ځانوژنې لامل کورنی تاوتریخوالی او عصبي ستونزې بللې دي. د دې ښځې نوم حنیفه ښودل شوی دی.
په ترټولو تازه پېښه کې د لړم میاشتې پر۲۱مه، یوې شپږ کلنې نجلۍ په ډزو سره ځان وژلی دی. که څه هم طالبان وایي، چې دغه نجلۍ مژګان نومېده او د خپل پلار په وسلې د ساتېرۍ پرمهال وژل شوی ده.
بل خوا، له کندرهار ولایته رارسیدلي رپوټونه وایي، چې په دغه ولایت کې رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.ویل کیږي، چې په تېره یوه میاشت کې د رواني ناروغیو سل ناروغان د درملنې لپاره د دغه ولایت روغتونونو ته ورغلي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو تر راتګ وروسته په دغه ولایت کې رواني ناروغۍ زیاتې شوې دې.
ډاکټر نصرت وایي:« د ټولو ځانوژنو اصلي جرړه په رواني ستونزو کې ده. یوه خپله دنده له لاسه ورکړې، بل له بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دی، بل امنیت نه لري او بل له کورني تاوتریخوالي ځورېږي. دې هرڅه خلک پرسختو رواني ګډوډيو اخته کړې دي. دغه ډاکټر وایي، چې د طالبانو راتګ او د بې وزلۍ پراخېدل د روراني ناروغیو له زیاتېدو او په پایله کې یې د ځانوژنو د پېښو له ډېرېدو سره مستقیمه اړیکه لري.
ډاکټر نصرت زیاتوي:« د ډیری اجباري ودونو اصلي لامل بې وزلي ده، دا چې پلار د خپل زوی غوښتنې نه شي پوره کولای، لامل یې بې وزلي ده. ترڅو چې د بې وزلۍ ستونزه حل نه شي، دا ستونزې به وي.»
په هېواد کې رواني ناروغۍ په داسې حال کې د زیاتېدو په حال کې دي چې تر اوسه طالبانو په دې برخه کې وقایوي تګلاره نه ده وړاندې کړې. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د هغوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. د خلکو بې برخلیکي او بې وزلي ورځ تربلې د پراخیتا په حال کې ده، خو واکمنه اداره لاهم بې تدبیره ده.