پر خوارځواکۍ د زرګونو اخته ماشومانو د مړینې احتمال؛ په افغانستان کې یونیسف د بودجې له کمښت سره مخ دی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ دی.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۱۱مه، په یوه ټوېټ کې ویلي دي، چې د بودجې تشه په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د چمتو شویوخوراکي توکو د وېش پروګرام اغېزمنوي.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې (مالانی ګالوین) ویلي:«موږ په دې برخه کې د بودجې له کمښت سره مخ یو او د چمتو کړای شویو خوړو(RUTF) د پېرلو توان نه لرو، څو هغو ۸۷۵ زره ماشومانو ته چې په ۲۰۲۳ کال کې پر خوارځواکۍ اخته دي، رسېدنه وکړو.»
یونیسف دغه راز ویلي، چې د افغان ماشومانو د دې اړتیا د پوره کولو لپاره ۲۱ میلیون ډالره بېړنۍ بودجې ته اړتیا لري.
د دغو خوراکي توکو د برابرولو لپاره د بودجې له پيدا کېدو پرته، ښایي دا خدمتونه ودرېږي، چې په پایله کې به یې په هیواد کې په زرګونو خوارځواکي ماشومان د مړینې له خطر سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې یو له اغېزناکو سازمانونو دی.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو او د بې وزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو وروسته، ډېری خلک د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري او په پایله کې یې زرګونه ماشومان د پوره خوړو د نه ترلاسه کولو له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.