په هېواد کې د بېوزلۍ او فقر په پراخېدو او د هېوادوالو د عاید په کمېدو سره، طالبانو په وروستیو څو میاشتو کې د خپلو عوایدو د کچې د لوړولو لپاره، د مالیاتو راټولو کچه د پاموړ لوړه کړې ده. دغه چاره د دې لامل شوې ده چې په هېواد په ځانګړې توګه، غزني کې بیلابیل کسبګر د طالبانو پر دغه فشار اعتراض وکړي.
خو په غزني کې ځایي چارواکي د کسبګرو د غږ اورېدو ته حاضر نه دي. بل خوا یوه سرچینه تایيدوي، چې د طالبانو د مالیې وزارت په روان کال کې د غزني د مستوفیت لپاره ۹۰۰ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل کړی دی.
په غزني کې سوداګر او کسبګرو وایي چې طالبانو د هېواد مالیاتي قوانینو پرخلاف مالیه ورکوونکو ته یوازې یوه اونۍ وخت ورکړی دی چې خپله مالیه ورکړي، کنه هټۍ به یې مهرولاک شي.
دا په داسې حال کې ده،چې د هېواد د مالیاتي قوانینو پربنسټ، کسبګر او هټيوال مکلف دي چې خپله ماليه د مالي کال په پای کې ورکړي. د مالیاتي قوانینو له مخې، که چېري کسبګر د خپلو مالیاتو پر ورکړه بریالي نه شي، جرمیه کیږي او کولای شي چې د خپلو عوایدو مالیات په راتلونکو کلونو کې وسپاري.
په غزني کې سوداګر او کسبګر ټينګار کوي، چې په دغه ولایت کې مالیات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوي دي او که طالبانو په دې تړاو بیا کتنه ونه کړي، هغوی به د خپلو سوداګریزو فعالیتونو ځنډولو ته اړ شي، ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو پر کسبګرو او هټيوالو مالیات د پاموړ زیات کړي دي.
د تېرې اونۍ په لړ کې په غزني ښار کې د کسبګرو استازو د غونډې په جوړولو سره، په یوه لیک کې خپلې غوښتنې ولیکلي او دغه لیک یې د غزني د ولایت د مقام د شکایتونو د اورېدو ادرې ته وسپار. په دغه لیک کې د کسبګرو استازو د مالیاتو د زیاتېدو په هکله د غزني له ځايي چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې. خو طالبان حاضر نه شول چې د کسبګرو له استازو سره وګوري. دغه استازي وایي، چې د طالبانو ځايي چارواکي لاهم د مالیاتو پر راټولولو ټینګار کوي او د دوی غوښتنې ته پام نه کوي.
د غزني په مستوفیت کې یوې باوري سرچینې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې ده، چې د مالیې وزارت په روان کال کې د دغه مستوفیت لپاره د ۹۰۰ میلیونه افغانیو هدف ټاکلی دی او طالبانو د دغه هدف د پوره کولو لپاره پر مالیه ورکوونکو فشارونه زیات کړي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، د طالبانو د مالیاتو د ټاکلو پلاوی، پر عوایدو د مالیاتو د اندازې په ټاکلو کې قانوني کړنلارې په پام کې نه نیسي او د کسبګرو مالیه په خپله خوښه ټاکي. د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې د مالیې کچه په بیلابیلو بڼو ټاکل شوې ده، د یوه هټيوال د پلور له کچې، د پانګې تر اندزې او ورځني عاید پوري. په غزني کې باوري سرچینې تاییدوي، چې تر ډيره طالبان د یوه کس ورځنیو لګښتو او د توکو د پېرلو بیې ته په پام سره، د هغه د ورځني پلور له مخې مالیه ټاکي.
په غزني ښار کې هټيوال محی الدین ۸صبح ورځپاڼې وایي: «د مالیې د راټولو دا بڼه ډيره ناعادلانه ده. پلاوی راځي، کتابچه او د پلور لیسټ یې چې ولید نو له مخې یې ټول کال محاسبه کوي او د مالیې اندازه ټاکي. په داسې حال کې چې که یو عمده پلورونکی هټیوال په ورځ کې ۳۰ زره افغانۍ سودا وکړي، په دې معنی نه ده، چې ټوله یې ګټه ده. دکان مصرف لري، د ډالر بیه ښکته او پورته کیږي او د کال په پای کې موږ له ګټې تېر، که سر په سر هم شو، خوښ یو. دا قانون بیخي نوی راغلی چې د یو چا د عایدو اندازه مه پوښته او مالیه واخله.»
اخوا په غزني کې د یو شمېر اصنافو استازي ټینګار کوي چې مالیه باید یوازې د دوی د عوایدو پر اندازې ولګول شي، کنه نیمې پانګې به یې طالبان د مالیې په نوم راټولې کړي او سوداګر به اړ شي چې خپل فعالیتونه وځنډوي، د کسبګرو یو استازی چې نه غواړي په دې رپوټ کې یې نوم واخیستل شي، وایي:« سږکال ډیر سخت کال دی. له یوې خوا سیلابونو او بارانونو د خلکو حاصلات له منځه یوړل او له بلې خوا د خلکو د عاید کچه راټیه شوې، پیسې نشته چې خلک څه وپېري، د مالیې لوړول پر عادي خلکو یو بل ګوزار دی. که مالیه لوړه شي، هټیوال مجبور دي، بیه لوړه کړي او پر خلکو فشار زیات شي.»
د اصنافو وکیلان ټینګار کوي چې په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام سره، د طالبانو تر کنټرول لاندې مالیاتي ادارې باید سږکال د خلکو پر عوایدو مالیات معاف کړي، دوی زیاتوي.:« سږکال زموږ د کرونګرو او بڼوالو طبقې ان یوه افغانۍ هم عاید نه درلود. سږکال دولت باید د خلکو لاسنیوی کړی وای. خو داسې ونه شول او خبره سرچپه شوه. مالیه لوړېږي چې بیې هم لوړې شي او بې وزلي خلک لا پسې بېوزله شي.»
بل خوا د غزني ښار یو شمېر هټیوال او کسبګر شکایت کوي،چې طالبانو د مالیې د ورکړې د مکلفیت نیټه هم محدوده کړې ده. د دوی په وینا، د شته قوانینو له مخې، مالیه ورکوونکي مکلف دي چې د مالي کال ترپایه د خپلو عوایدو مالیات ورکړي، کنه مالياتي جریمه له پرې ولګول شي. دوی زیاتوي چې طالبانو هټيوالو ته یوازې یوه اونۍ وخت ټاکلی دی چې مالیات ورکړي اوکه د مالياتو په ورکړه کې ځنډ وکړي نو هټۍ به يې مهرولاک کړي.
طالبانو يوازې په غزني کې نه بلکې په نورو ولايتونو کې هم پر ماليه ورکوونکو فشار راولي چې پر عوايدو لګول شوې ماليه ژر تر ژره ورکړي.د طالبانو کسانو څه موده وړاندې په زابل کې د صرافۍ مارکیټ تر هغه وروسته د څه مودې لپاره بند کړ چې طالبانو ته يې د لوړو مالياتو له ورکولو ډډه وکړه. په نورو ولايتونو کې هم پر عوايدو د مالياتو د زياتېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.