په کندز کې د سون توکو بیې دوه برابره شوې دي

د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو او سړو سیمو کې د هوا په سړېدو او د واورې د ورښت له پېلېدو سره هممهاله، په کندز ولایت کې د سون توکو بیې دوه برابره شوې دي. د سون توکو د بیو لوړوالی د دې لامل شوی چې ډېری لږ عاید لرونکې کورنۍ سون توکو ته له لاسرسي پرته د ژمې سړې شپې تېرې کړي.

نورالله د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، که څه هم د نوموړی کار د لرګیو ماتول دي، خو پر دې نه دی توانیدلی چې راروان ژمې ته لرګي وپېري. هغه پریکړه کړې چې راروان ژمی د سون توکو له کارولو پرته تېر کړي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « زه د ژمي لپاره څه چمتو کړم؟ د سکرو ګراني ده، د لرګیو ګراني ده، کارو بار نشته، يو من سکاره په ١٢٠افغانیو دي. ستونزې ډېرې دي. له سهاره تر ماښامه ۸۰ منه لرګي ماتوم، د هر من په سر دوې افغانۍ ۱۴۰ یا۱۶۰ افغانۍ کېږي، په دغو پېسو څه وکړم، یو من سکاره وپېرم، چای وپېرم، ورېجې وېپرم او که یې پر نورو اړتیاوو ولګوم.»

د کندز يو بل اوسېدونکى کريم هم بازار ته د سون توکو د پېرلو لپاره راغلی دی. هغه هم د سون توکو او خوراکي توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي. کريم وايي، چې ډېرې کورنۍ د سون توکو د پېرلو وس نه لري. هغه زیاتوي:« مجوري ده، ژمی او یخنۍ ده. د تېر کال په پرتله هم لرګي اوهم د ډبرو سکاره ګران دي. سږکال مو سکاره په ۱۲۰ افغانیو وپېرل، تېرکال مو په ۴۰ افغانیو پېرلي وو. د خلکو ستونزې ډېرې دي، کاروبار نشته او اقتصاد کمزوری دی. که د غرمي ډوډۍ پيدا کړو، د شپې د ډوډۍ په پيدا کولو پورې حیران یو.»

پر بې وزلو کورنیو سربېره، د سون توکو پلورونکي هم د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي. د دوی په وینا د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله خلک د لرګیو او د ډبرو د سکرو پېرلو ته زړه نه ښه کوي. د کندز ښار د لرګیو یو پلورونکی ګل محمد وايي: «د جمهوريت دوره چې وه، کارو بار و، خلکو پيسې لرلې، پېر او پلور ډېر و، دلته دولتي قراردادیان او شرکتونه وو، له موږ یې لرګي پېرل. اوس چې طالبان راغلي، نه پېر او پلور شته او نه کاروبار، خلک هم د پېرلو توان نه لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې په کندز کې یو من سکاره د ۴۰ او ۴۵ افغانیو ترمنځ وو، يو من وچ لرګي په ٦٠ افغانۍ او يو من لامده لرګي په ٤٠ او ٥٠ افغانۍ پلورل کېدل. خو اوس د ډبرو سکرو بيه دوه نيم برابره او د لرګيو بيه نږدې دوه برابره لوړه شوې ده. سوداګر د سون توکو د بیې د لوړېدو لامل په هېواد کې ناسم حالت ګڼي.

طالبانو د ډبرو سکرو د لوړې بیې د مخنیوي لپاره د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پلور مرکزونه جوړکړي دي. دغه مرکزونه د ازاد بازار په پرتله د ډبرو سکاره په ټيټه بیه پلوري څو د اقتصادي پړسوب کچه راټیټه شي. خو دلته په کندز ولایت کې د دا ډول مرکزونو د جوړېدو څرک نه لګېږي. سوداګر پخپله د لرګیو او سکرو بیه ټاکي او بازارونو ته یې وړاندې کوي.

بې وزلي، وزګارتيا او د ژمي سړې هوا نه يوازې د کندزاوسېدونکي بلکې د شمال ختيځو ولايتونو ډېری اوسېدونکي اغېزمن کړي دي. د راپورونو له مخې، بې وزلۍ په تخار ولایت کې ځینې کورنۍ دې ته مجبورې کړي چې خپل ماشومان وپلوري. تېره اوونۍ په تخار ولایت کې یوې مېرمنې خپل اووه کلن ماشوم په ۳۵۰۰ افغانیو پلور ته وړاندې کړی و، خو د سيمې اوسېدونکو يې د ماشوم د پلورلو مخه نیولې وه. دغه مېرمن د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې وه.

له بلې خوا، په تېر یوه کال کې بې وزلۍ او بې روزګارۍ د کندز ولایت ډيری ځوانان دې ته اړکړي دي چې د ګاونډیو هېوادونو په نیت له هېواده ولاړ شي. که څه هم په دې تړاو کره شمېرې نشته، خو اوسمهال د هرو درېیو کورنیو د یوځوان هلک له هېواده بهر دی.

تخاراو بغلان ولایتونه او د کندز ولایت امام صاحب، دشت ارچي او چهاردره ولسوالۍ د کندز د لرګیو د برابرولو سرچینې ګڼل کیږي. په کندز کې د سون توکو سوداګر د دغه ولایت د اوسېدونکو د اړتیا وړ سکاره د تخار او بغلان له کانونو برابروي. طالبان تر اوسه نه دي توانیدلي چې د هیواد په بازارونو کې د سون توکو بیې کنټرول کړي او یا هم افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

Back to top button