۸صبح، کابل: د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي ۱۳ استادانو په یوه لیک کې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت په اړه خپله پرېکړه بدله کړي.
په دغه لیک کې، چې چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو د ښځو د زدهکړو د منع کېدو له فرمان وروسته د دغه پوهنتون استادانو ته د رسېدلو روحي او اخلاقي زیانونو په اړه ویلي دي.
د کابل پوهنتون د استادانو په وینا په نږدې دوو کلونو کې له زدهکړو د نجونو بېبرخې کېدل په ټوله نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو د خواشینۍ لامل شوی دی.
د ویلو ده، چې له دې مخکې د کابل او د شمېر نورو ولایتونو د پوهنتون لسګونه استادانو د طالبانو د نوې پرېکړې په غبرګون کې استعفا ورکړه.