۸صبح، کابل: د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له ناستې یوه ورځ وروسته، په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې دایمی استازي طالبان په افغانستان کې د تېرو او نویو ننګونو په مدیریت کې بې وسه بللي دي.
واسیلي نبنزیا، پنجشنبې د لړم په ۲۶مه نېټه د ملګروملتونو سازمان د ناستې پرمهال یوه بیانیه کې، طالبان همداراز پر خپلو ژمنو په نه درېدو تورن کړي او ویلي یې دي چې دا ډله د تخصص نه لرلو له امله، له ستونزو او نویو ننګونو سره د مقابلې لپاره چمتووالی نه لري.
هغه همداراز د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د دریځونو پر سمون په ټینګار سره خبرداری ورکړی، که په افغانستان کې وضعیت لاخراب شي، د ترهګرۍ، افراط پالنې او همداراز د کډوالو د نوي بهیر له رامنځته کېدو سره به مخ شي.
نبنزیا د افانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې په اشارې سره ویلي چې له دې مخکې هم د افغانستان په کله ډېر فارمټونه موجود وو، خو نړیواله ټولنه باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره خپلې هڅې همغږې کړي او د افغانستان له اوسنیو چارواکو (طالبانو) سره عملي خبرې ولري.
نوموړي همداراز ویلي: «موږ هغه همغږي چې افغانستان ورته اړتیا لري نه لرو.»
نوموړي جوته کړې چې باید د ترهګرۍ، نشه يي توکو، د ټولګډونه دولت او بشري حقونو د رعایتولو اړوند مسایلو ته پاملرنه وشي.
له بلې خوا، هغه چې وایي، افغانستان یو ځل بیا له ستونزو سره یوازې پرېښودل شوی، ټینګار کوي، بیارغونه او پرمختګ باید په لومړیتوب کې وي؛ هغه څه چې د نوموړي په وینا، لوېدیځوال ترجېح ورکوي وښيي چې دا ستونزې په دوی پورې اړه نه لري او باید په خپله د افغانانو له لوري حل شي.
دا څرکندونې په داسې حال کې مطرح شوې چې روسیې او همګټو هېوادونو د افغانستان په اړه مشورتي ناسته ترسره کړه او په هغې کې یې ویلي چې طالبان د ټولګډونه دولت د نه جوړولو له امله دغې ناستې ته نه دي وربلل شوي.