د کندهار اوسېدونکي د غلاوو او جنایي پېښو زیاتوالي ته اندېښمن دي

د کندهار اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي او هره ورځ د غلاوو او نورو جنايي مواردو شاهدان وي؛ خو طالب چارواکي یې د پټولو هڅه کوي.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په ګډون نور لوړپوړي طالب چارواکي پکې مېشت دی او هغوي هڅه کوي چې کندهار د هېواد په سطحه د امنیت او د دوي د اوامرو د پلي کولو د یوې بېلګې توګه جوړ کړي، خو داسی برېښي چې دغه ولایت کې هم د دوي واکمني ډېره پیاوړې نه ده.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی عبدالولي، چې څو ورځې مخکې د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کي د غلو له لوري د یوه صراف د وژلو شاهد دي وايي، په دغه ولایت کې غلاوې او جنایي پېښې تر بلې هرې مودې زیاتې شوې دي.

هغه وايي، چې طالبانو کورپه‌کور تلاشي وکړه او د دې ښار له مخکینیو چارواکو او پوځیانو څخه یې وسلې ټولې کړې، خو اوس موږ دې ته شکمن یو، چې بیا هم غله د کومه ځایه راځي او څنګه کولای شي د ښار په منځ کې وسلې ګرځوي؟

عبدالولي د خپلو سترګو لیدلی حال داسې شریکوي: «د ماښام د لمانځه وخت و، د کندهار ښار شهیدانو چوک ته نږدې د یوه مارکېت مخې ته ناست صراف خپلې پیسې ټولې کړې او غوښتل یې نور کور ته ولاړ شي چي پر همدې مهال دوه غله چې پر موټرسایکل سپاره وو، ورته ودرېدل او پر صراف یې ډزې وکړې او پیسې یې ترې یوړې.»

د نوموړي په وینا، طالبان ادعا کوي چې امنیت یې راوستی، خو دا وضعیت ته امنیت نه ویل کېږي، ځکه خلک په ډاډه زړه د کاروبار لپاره له کوره نه شي راوتلای.

جاوېد احمد د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی دی، چې هره ورځ له ښاره لیرې یوې ولسوالي ته د کار لپاره ځي. نوموړي وايي: «تر هغې چې کور ته راځو له زړه مو یو خدای خبر وي، ځکه وایو چې غله مو په لاره کې ونه دروي او موټرسایکل راڅخه وانه‌خلي.»

نوموړي وویل: «خلک اوس د غلو له وېرې په موټر کې نه سپرېږي او ځينې یې بیا د زیاتو پیسو له ګرځولو ډډه کوي.»

جاوېد احمد وایي، د دغه ښار په ترټولو امنو سیمو لکه عینو مېنه او د کندهار د امنیه قوماندانۍ شاوخوا هم د غلاوو شاهدان دي، چې د دې پېښې له امله زیاتو کسانو خپل قیمتي توکي او ان ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه ولایت کې طالب چارواکي هره ورځ د دوو یا درېیو غلو د نیولو خبر ورکوي، خو له دې د دوی له ادعا سره سره لا هم د غلاوو ګراف مخ په لوړېدو دی.

کندهار کې ټولنپوه او د یوه خصوصي ښوونځي مدیر نقیب الله (مستعار نوم) وايي، په ټولنه کې د کار د نشتوالي او د شته واکمنو کمه پوهه د دغو پېښو د زیاتېدو لاملونه دي.

نقیب‌الله وايي، چې د جنايي پېښو د کمولو لپاره د غلو نیول او بندي کول کومه پایله نه لري، بلکې د وزګارو کسانو لپاره د کارې زمینې برابرول کولاي شي غلاوې او جنايي پېښې کمې کړي .

هغه زیاتوي: «اوسمهال هېوادوال له هره اړخه ناوړه وضعیت لري او د خپل ژوند د دوام او له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې لپاره اړ کېږي، چې پر غلاوو او نورو ناوړه کړنو لاس پورې کړي. حاکم نظام (طالبان) باید د کار زمینه برابره کړي او محدودیتونه لیرې کړي، ترڅو د هېواد وضعیت تر دې زیات خراب نه شي.»

دا په داسی حال کې ده، چې د کندهار د امنیه قومندانۍ طالب چارواکو په دې ورستیو کی ویلي، چې له ښار او ولسوالیو څخه یې په یوه نیمه میاشت کې یې تر ۲۰۰ زیات غله نیولي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې طالبان غله نه، بلکې د تېر نظام سرتېري او کارکوونکي د غلا په تور نیسي.

ورته لیکنې

Back to top button