د مقاومت جبهې په پروان کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

۸صبح، پروان: د مقاومت جبه ادعا کوي چې په پروان کې د طالبانو پر یوې پوستې د دغې جبهې د ځواکونو په برید کې دوه تنه طالب جنګیالي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د مقاومت په جبهه کې یوې باوري سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه برید نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې (د غوایي په ۱۱مه) د بګرام ولسوالی د دوه سړکه په سیمه کې شوی.

سرچینه زیاتوي، چې د مقاومت جبهې ځواکونو لومړی د طالبانو دغه پوسته په راکټي برید سره په نښه کړی او وروسته يي له طالبانو سره نښته کړی.

خو د سیمې اوسېدونکو یوازې د جګړې او لاسي بمونو غږونه اورېدلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د هوا په ګرمېدو سره داسې ښکاري چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو ضد وسله والو ډلو د دغې ډلې د جنګیالیو پر وړاندې خپل چریکي بریدونه بیا پیل کړي دي.

د یکشنبې په ورځ (د غوایي په ۱۰مه) هم د آزادۍ جبهې ادعا کړې وه چې د کابل د ۱۱مې حوزې اړوند د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې د دغې جبهې د ځواکونو په برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

Back to top button