د مقاومت جبهې د عملیاتو نوی فصل؛ احمدي په کابل کې د طالبانو پر تعلیمي مرکز د برید ادعا وکړه

۸صبح، کابل: د ملی مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدی د طالبانو پر وړاندې د دې جبهې د عملیاتو د نوی فصل د پیل خبر ورکړ.

د ملي مقاومت جبهې ویاند په خپله ټویټر پاڼه د چهار شنبې په ورځ (وري ۹) د کابل په پلچرخي سیمه کې د طالبانو پر تعلیمي مرکز د دغې جبهې د ځواکونو د برید ویډیو خپره کړې ده.

احمدي لیکلي: «دا برید زموږ د ځواکونو د چریکي عملیاتو پیل دی چې په نوي فصل کې د طالبانو د وحشت په وړاندې له خلکو څخه دفاع وکړو. وخت: تیره شپه، ځای: د کابل د پلچرخي ښوونیز مرکز، د طالبانو د ځانګړې قطعې پوسته.

صبغت الله احمدي ادعا وکړه، چې په دې برید کې وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. خو نوموړي د طالبانو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړی.

د ملي مقاومت جبهې ویاند ویلي، چې له دې وروسته به هم دا ډول بریدونه دوام ولري.

د یادولو وړ ده، چې د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ملي مقاومت جبهې پر طالبانو برید کوي.

ورته لیکنې

Back to top button