د کانکور د پایلو خواږه و ترخه

د سږ کال د کانکور پایلې خوږې او ترخې وې. دا واقعیت چې زموږ د هېواد لسګونو زره هلکان او نجونې لاهم پوهنتونونو ته د لارې موندلو لپاره هڅې کوي، ازموینې ته چمتووالی نیسي او له ګڼو محدودیتونو سره سره ښې نمرې اخلي، یوه هېله مندي ده. د طالبانو ډله له تعلیمي نصاب، علمي فرهنګ، د علم زده کولو ته د خلکو له لېوالتیا او ملايي مهارتونو پرته زده کړو سره په جګړه بوخته ده او له هغې ورځې راهیسې چې واک ته رسېدلې، په عمل کې یې د معاصرو تعلیماتو پر وړاندې د محدودیتونو په رامنځته کولو کې هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولې. مولوي عبدالباقي حقاني تېر کال د خپل وزارت په لومړیو میاشتو کې (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۴مه) په یوه رسمي غونډه کې اعلان وکړ له هغو کسانو چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې زده کړې کړي، هېڅ تمه نه کېږي. هغه ژمنه وکړه چې د طالبانو امارت به د طالبانو له ارزښتونو سره سم د معارف بنسټ بدل کړي.
تر دې څو اونۍ وړاندې ښاغلي حقاني ویلي و چې په افغانستان کې د لیسانس او دوکتورا سندونه ارزښت نه لري او دولتي مامورین باید دیني علوم زده کړي. اوس، د دې ډلې د واکمنۍ سره سره، خلک هڅه کوي او له کوچنیو فرصتونو څخه ګټه پورته کوي. د خلکو دغه مقاومت او استقامت د هڅونې سرچینه ده او د پوهنتون د ښوونې او روزنې د سیستم په بشپړ ډول بندولو کې د طالبانو ناتواني زموږ د ټولنې د ځواکمنتیا خبره کوي. د پوهنې پر حق د خلکو ټينګار طالبان دې ته اړ باسي چې د کانکور ازموينې واخلي او ښوونځي او پوهنتونونه د تل لپاره ونه تړي او مدرسي تري جوړي نکړي.
له دې سره سره چې طالبانو د افغانستان تعلیمي او اکاډمیکې ټولنې ته سخت زیان اړولی دی. د سيالۍ په پايلو کې يو له څرګندو ناخوالو د ګډون کوونکو د شمېر کموالی دی. په ۱۳۹۹ کې، د ګدون کوونکو شمیر شاوخوا ۲۰۰ زره کسان وو. په ۱۴۰۰ کال کې چې د کانکور ازمینه د طالبانو د راتګ تر سیوري لاندې، خو د اسلامي جمهوریت په وخت کې واخیستل شوه د ګډون کوونکو شمېر نږدې ۱۸۰ زره و. سږکال، د طالب د متروکې تر سیوري لاندې او د ښوونځیو ضد پالیسۍ په رڼا کې، څه کم ۱۲۵ زره کسانو د کانکور په ازموینه کې برخه اخیستې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په پرتله سږ کال شاوخوا ۵۵ زره څخه کمو کسانو په کانکور کې ګډون کړی او د تېرو دوو کلونو په پرتله ۷۵ زره کسانو په ازموینه کې کم ګډون کړی دی. هغه خلک چې په کانکور کې ګډون ندی کړی د بېلابېلو پرګنو سره تړاو لري. ځینې یې د زده کړو د دوام هیله نه لري او پوهنتونونو ته د تګ پر ځای یې په ایراني فابریکو، د پاکستان په بازارونو کې کار او یا هم غربي هېوادونو ته په غیر قانوني توګه تګ غوره کړی دی. ځینې خلک دومره پیسې نه لري چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په کراچۍ چلولو، په کانونو کې کار کولو، دوکاندارۍ او آن سوال کولو ته مخه کړې. په هرصورت، د محروم شوو کسانو ډیری برخه نجونې دي. طالبانو د نجونو پر زده کړو ډېر محدودیتونه لګولي دي. د نجونو مخونه پتول، په جنسیتي ډول جلا کول، د نجونو لپاره د ریشتي انتخاب د ساحې محدودول او د ښځو د ټولنیز رول په وړاندې پراخ تبلیغات کول، دا ټول د کانکور په ازموینه کې د نجونو په کم ګډون اغیزه لري.
د ۱۴۰۰ او ۱۳۹۹ کلونو په دواړو ازموینو کې نجونې د کانکور د بریالیو په نوملړ کې مخکښې وې. په ۱۴۰۰ کال کې د موسی خان لور آغلې سلګۍ او یو کال وړاندې د محمد نسیم لور آغلې شمسيې لومړی مقام خپل کړ. شمسیه، هغه نجلۍ چې پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې کارګر و، په هغه کال کې د نوموړې د اول نمره کېدو خبر په ځنډ سره د هغې کان کیندوکې پلار ته ورسېد، چې د کال یو ستوری او د افغانستان د ودې سمبول وګرځېده. د هغې خبرو او مرکو په رسنیو کې د میاشتو لپاره ځوانان هڅول. د اغلې سلګۍ بریا چې د جمهوري ریاست پر مهال یې په ازموینه کې برخه واخیسته او د ازموینې پایله یې د طالبانو په واکمنۍ کې اعلان شوه، په ټول افغانستان کې یې تود هرکلی وشو او د ښځو، ازادۍ او تعلیم پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر وړاندې د خلکو د استقامت سمبول وګڼل شوه، چې د اوږدې مودې لپاره د خلکو لخوا یادېده. له بده مرغه سږ کال د طالبانو تر سیوري لاندې د کانکور د پایلو په جدول کې د لسو غوره کسانو په منځ کې یوه نجلۍ نشته. د طالبانو ډلې په یوه کال او څو میاشتو کې ټولنه بېرته دغه حالت ته رسولې ده. له دې ماتې سره موږ په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د دوام د لګښت اټکل کولای شو. د دې وضعیت پیغام دادی چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې جدي اړتیا ده.
په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د طالبانو کړنې ټوله کیسه دا نه ده؛ د خلکو مقاومت هم دوام لري. په ننګرهار کې يو پلار په وياړ د خپلې لور عکس په رسنیو کې خپور کړی چې د کانکور په سيالۍ کې بريالى شوى او ليکلي يې دي چې “زه پر خپلې لور وياړم چې په ننګرهار کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي ته سږ کال د کانکور په ازمینه کې بريالۍ شوې ده.” نوموړي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې چې ویلي یې و طالبان د پښتنو د کلتور استازیتوب کوي، وویل: «ازانګه د شینوارو او د پښتنو ویاړلې لور ده، چې غواړي د پوهې او زینت په وقار سره د هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه برخه کې مرسته وکړي.” د آغلی ازانګې پلار د طالبانو د غوښتني پر خلاف د خپلې لور عکس په رسنیو کې خپور کړ چې د افغانانو د دود مطابق یوازی څادر په سر چې مخ یې لوڅ او د هغې د ښکلو ویښتانو یوه برخه هم تر سترګو کېږي. د طالبانو د نورمونو خلاف يې د خپلې لور نوم هم ياد کړی او په دې توګه يې زموږ په هېواد کې د تپل شوي تعليم ضد او ښځې ضد څپې په وړاندې مقاومت وکړ. د کانکور د ترخو په منځ کې زموږ د هېوادوال دا پیغام ډیر خوږ دی.
پر کانکور د کاج رڼا
سږ کال د کاج کال و. د کاج هلکانو او نجونو په الهام بخښونکي او په زړه پورې انداز کې په خپلو وینو، ټپونو او مقاومت سره د معاصر افغانستان دروند بار په غاړه واخیست. د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ترهګر برید وشو چې ټول افغانستان یې ولړزاوه او د هغو لسګونه هلکانو او نجونو اوازونه په نړۍ کې واورېدل شول چې د کانکور ازمیني لپاره په تیاریو بوخت وو. نه یوازې دا چې واورېدل شول، بلکې د میلیونونه خلکو د قهر او اعتراض سبب شول. تر ۵۰ زیات زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. د نرګس، ام البنین، مرضیې، حاجر او د کاج د غمیزې د یو شمیر نورو قربانیانو نومونه په بېلابېلو ژبو په ډېرو راپورونو او شننو کې څو ځله یاد شوي او د هغوی د کیسې په کتلو سره زموږ د ټولنې د رڼا او تیارو ځینې برخې په ګوته شوې دي. د آغلي مرضیې د یادښتونو کتابچې څو پاڼې د افغانستان د ځوان نسل لپاره د ویاړ سرچینه شوه. له همدغو څو محدودو کرښو د ویښتیا او پوهاوي څرک پیدا شو. د هغې په لاس لیکل شوی اثار په بهرنیو ژبو وژباړل شول او د نړۍ ډېرو سیاستوالو، لیکوالانو، نارینه او ښځینه وو ولوستل، په افراطیت او طالبیزم یې توهین او لعنت ووایه.
د کاج په ترهګریز برید کې د مړو او ټپیانو په منځ کې، ډیری یې د کامیابانو د لیست په سر کې د لوړو نومرو ګټونکي بلل شوي. یو شمېر ټپیانو په کانکور ازموینه کې له زخمې بدن او ټپي ذهن سره ګډون وکړ. اغلې فاطمه امیري چې د کاج په ناورین کې یې یوه سترګه او یو غوږ له لاسه ورکړي، د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوجۍ څانګې ته د ۳۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوې. ویل کیږي چې د کانکور ازموینې د بریالیو نوماندانو په لست کې په لومړیو لسو کسانو کې څلور هغه هلکان دي چې د کاج په تعلیمي مرکز کې یې زده کړې کولې.
د روڼ اندې او ځلاندې مرضیې په شان نورو نجونو د وژنې ترخې خاطرې نه هېرېدونکې دي، خو د فاطمی په شان د نورو نجونو بریا هم ډېره خوندوره او خوږه ده. لکه څنګه چې ترهګر او د علم ضد د کاج د نجونو او هلکانو د بریا د څراغ مخه نشي نیولای او د سږنیو سیالیو د پایلو په ټول نوملړ کې د دوی سور څراغ موندل کېدای شي، زموږ ولس به هم د ملي جګړې په ډګر کې ګټونکی وي. هېواد او راتلونکی به د هغو کسانو وي، چې کار، ازادي، تعلیم او عدالت خپل حق ګڼي.