قيامت
لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل

په ښار کې څو کاله د کرکې او کينې داسې سيلۍ او بړبوکۍ چلېدې، چې د ښاريانو پر سترگو پردې وغوړېدې او نظرونه يې تت شول. د چا سترگو که لږ څه کار کاوه، صرف هغوی ول، چې له ښاره وتلي ول او يا يې په ښار کې د خپلو سترگو حفاظت کړی و. کلونه وروسته ښار ته د سترگو مجهز روغتونونه راغلل، چې هم يې پردې پرې کولې او هم يې نظر تر پخوا څو چنده تېزاوه. خلک خوښ ول، چې اوس به یو بل وگوري او د فطرت له رنگينيو به خوندونه واخلي. سهار لمر لا څرک نه وهلی، چې ډلې، ډلې سړي، ښځې، نجونې او ځلميان د روغتونونو مخې ته ولاړ ول. په کتارونو کې ولاړو نجونو او ځلميو يوه بل ته خپل ارمانونه ويل.
– که مې نظر جوړ شو، غواړم د سترگو ډاکټره شم او د ټولو هغو خلکو د نظر علاج وکړم، چې د رنگونو ړاندۀ دي، جهان صرف په يوه رنگ ويني او له رنگارنگۍ خوند نه شي اخيستلای.
– زه که جوړ شوم، غواړم د سړکونو انجينري ووايم او ټولې هغه لارې ورغوم، چې کنډ و کپر دي او ړانده خو څه چې آن روغ په کې لوېږي….
د روغتونونو په دړو کې ناڅاپه دُرې او ټوپکونه په لاس ببر وسله وال را ښکاره شول او په قهرجن غږ يې وويل:
«قاضي القضات حکم کړی، چې نجونې او ښځې دې روغتونونو ته نه داخلېږي، دوی حق نه لري، چې روغې سترگې او نظر ولري. په ژېړ مقدس کتاب کې يې ليکلي، چې که د زنانه وو نظر ولگېد، نو سترگې يې کېږي او په ښار کې فحشا خپرېږي. موږ نۀ شو کولای چې د يوې ډلې د نظر لپاره خپل مقدس او تاريخي ښار په فحشا ولړو. دا د کفارو دسيسه ده. موږ هڅه کوو، چې ښځو ته داسې عينکې جوړې کړو، چې نر په کې ښکاره نۀ شي او د فحاشۍ امکان ختم شي. تر څو چې دا عينکې جوړېږي، روغتونونو ته تر ثاني حکمه د هرې ښځې تگ ممنوع او حرام دی.»
د چيغو يو داسې ځوږ پورته شو، چې فکر به دې کاوۀ قيامت راغی، خو وسله والو خلک په دُرو وهل او د نظم د راوستلو هڅه يې کوله.