۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا په بلخ او بغلان کې د ښځینهوو د هټیو او سینګارتونونو د تړلو په هکله د ۸صبح ورځپاڼې د خبرونو له خپرېدو وروسته د دې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له دې پرېکړې لاس په سر شو.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې بلخ کې د ښځینه پلورونکو اړوند هټۍ او بغلان کې سینګارتونونه نه تړل کېږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ویاند په وینا، بلخ کې د ښځو د هټیو اوسنی ځای به بدلون وکړي؛ خو تر هغې مودې به دا هټۍ په اوسني ځای کې فعالیت ولري.
له دې مخکې په بغلان کې معتبرو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو په دغه ولایت کې سینګارتونونه تړلي دي.