د نيمروز په سړه هوا کې پر نشو د روږدو کسانو د مړینې خطر؛ رضاکارو ځوانانو سلګونو روږدو کسانو ته سرپناه برابره کړه

۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې د هوا په ډېرې سړېدو سره د دغه ولایت یو شمېر رضاکارو ځوانانو له زرنج ښاره ګڼ پر نشه یی توکو روږدی کسان راټول کړي دي.

په نيمروز کې رضاکار ځوانان چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاين يې پيل کړى، ٨صبح ورځپاڼې ته وايي، چې چهارشنبه د مرغومې پر ٢١ يې له زرنج ښاره ٤٠٠ روږدي کسان راټول کړل، ترڅو له يخنۍ وژغورل شي.

دغو ځوانانو پر نشه يي توکو روږدو کسانو ته د خوراکي توکو او عمومي سرپناه زمينه برابره کړې او په پام کې ده، چې د سړښت تر پایته رسېدو پورې دغه کمپاين ته دوام ورکړي.

د روږدو کسانو د راټولولو د کمپاین موخه دا ده، چې په سخته سړه هوا کې د هغوی د مړینې مخنیوی وشي.

نن ماسپښین په نيمروز کې د تودوخې درجه ۱۲°- سانټي گراډه بلل شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

د نیمروز ولایت ځوانانو دغه ګام په داسې حال کې پورته کړی، چې سږ کال په هرات کې د سړې هوا له امله تر ۳۰ ډېر روږدي کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button