په وروستيو کلونو کې د افغانستان په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

محمد عزيز پردېس

په وروستيو کلونو کې د افغانستان په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه د تېر په پرتله زیاته شوې ده. له عادي بستونو نیولې تر رياست، معینیت، وزارت او همداراز پارلمان پورې د ښځو ونډه پراخه شوې ده.
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني واک ته ورسېد نو د ښځو ډېری فعالينې دې ته هیله منې وې چې د نوموړي په راتګ سره به په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه ډېره شي، نو ځکه يې په پراخه کچه د نوموړي له ټیمه ملاتړ وکړ.
ولسشمر غني د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په نوم غونډې ته په وینا کې وویل چې، افغان مېرمنې ښه استعداد لري خو ستونزه یې مارکېټ ته نه لاسرسی دی. ولسمشر دغې غونډې ته د وينا پر مهال په ټینګار سره وويل چې د ښځو ونډه د ملي یووالي حکومت لپاره حیاتي ارزښت لري.
د ملي یووالي حکومت په لومړۍ دوره کې ښځې په بېلابېلو او مهمو برخو کې وګمارل شوې. حسنی جليل لومړنۍ افغان مېرمن وه چې د کورنيو چارو وزارت د مرستیالې په توګه وګومارل شوه، د نوموړې ګومارنې که څه هم ځینې غبرګونونه له ځان سره لرل، خو د ډېری ښځينه فعالينو او د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو بنسټونو له خوا ددې کار ستاینه وشوه.
اوسمهال درې وزارتونه د ښځو له خوا اداره کېږي، د ډېری وزارتونو مرستیالانې هم ښځې دي، پر دې سربېره د ځينو خپلواکه ادارو په ګډون د ګڼ شمېر وزارتونو مهم پوستونه د ښځو له لوري اداره کېږي. څه موده مخکې ولسمشرغني د ټولو ولايتونو لپاره د ښځينه مرستیالانو د ګمارنې فرمان صادر کړ.
ددې ترڅنګ په ګڼو هېوادونو او بهرنيو کونسلګریو کې د افغان حکومت له خوا ښځې ګمارل شوې دي چې غوره بېلګې يې په امريکا کې د سفيرې په توګه د رويا رحماني او د هندوستان په ممبيي کې د افغان کونسلې په توګه د ذکيې وردک ګمارل دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کميسيون په يوه راپور کې راغلي چې د ملکي خدماتو په برخه کې د ښځو ونډه ډېره شوې ده. ددې راپور په اساس د امنيت او بهرنيو اړيکو په برخه کې د ښځو ونډه ۵.۸ سلنه ده.
د دغې ادارې له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د ښځو ونډه د حکومتولۍ، د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو په برخه کې ۵.۲ سلنه، د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې ۳۳.۲ سلنه، د پرمختګ او ودې او کرنې برخه کې ۴.۹ سلنه، په عدلي او قضايي برخه کې ۱۴.۹ سلنه، په روغتیايي چارو کې ۲۴.۱ سلنه، په مراقبتي برخه کې ۴۴.۴ سلنه، په اقتصادي او مالي برخه کې ۹.۷ سلنه، د رغونې او بنسټیزو برخو کې ۹ سلنه او په کلتوري، مذهبي او ورزشي برخو کې هم ۵ سلنه ښودل شوې ده. که څه هم د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په دورو کې د ښځو د ونډې په اړه کره معلومات نشته خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ د ملي یووالي حکومت په تېرو کلونو کې د ښځو ونډه زیاته شوې ده.
په وروستيو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ظرفيت لوړولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته شوي دي. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د احصايې د ملي ادارې د رسمي سروې پر بنسټ له ۸۸ زرو زیاتې نجونې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دولتي او خصوصي مرکزونو کې په زده کړو بوختې وې او همدارنګه له ۲۰۰۰ زیاتې ښځينه ښوونکې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې په دندو بوختې دي.
د حکومت له لوري په افغان مرکچي پلاوي کې څلورو ښځو ته ونډه ورکړل شوې ده او دا دې ښودنه کوي چې افغان حکومت په حکومتولۍ کې د ښځو ونډې ته ژمن دی، خو د طالبانو له خوا په مرکچي پلاوي کې د ښځو نه شتون هغه څه دي چې تل يې د ښځو له حقونو د ملاتړو بنسټونو نيوکې له ځان سره لرلې دي.

ورته لیکنې

Back to top button