روسيي پوځ، په بیلاروس کې د خپلو اټومي وسلو تمرینات پیل کړل

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې په بیلاروس کې یې د زرگونو سرتیرو په گډون، د «یارس» په نوم د لویو وچو تیريدونکي اټومي وسلو، پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د ټي آر ټي چینل، تلیګرام چېنل کې د روسیې دفاع وزارت خپور شوي بیان په حواله، نن چهارشنبه (مارچ ۲۹) خبر ورکړ، چې په دې منورو کې ۳۰۰۰ پوځی پرسونل د ۳۰۰ قطعې له تجهیزاتو سره ګډون کوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین اراده لري چې نوموړي کې شامل د «یارس» توغندیو سیسټم، چې د «نه ماتېدونکي وسلو » یوه برخه او د هغه هېواد د اټومي وسلو ملاتیر جوړوي، هلته ځای پرځای کړي.
د روسیې د دفاع وزارت ددغو منورو خبر په داسې حال کې ورکوي چې پوټین د روانې اونۍ په پیل کې په بیلاروس کې د خپل هیواد د تاکتیکي اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو اعلان وکړ.
امریکا په بیلاروس کې د روسیې لخوا د اټومي وسلو ځای پرځای کول غندلي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن له خبریالانو سره په خبرو کې، په بیلاروس کې د اټومي وسلو د نصبولو په اړه، د خپل روسي سیال څرګندونې، خطرناکې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې د روسيې دغه نوي مانورې د هغه هېواد د اټومي ځواک ښودلو يوه هڅه ګڼل کېږي.