د سالنګ د تونل غمیزه؛ د یوه سړي مېرمن او ماشومان د هغه په مخکې سوځېدلي دي

۸صبح، کابل: د سالنګ په تونل کې د پرله‌پسې چاودنو پر دویمه ورځ سرچینې د پېښې له ځایه زړه بوږنونکې کیسې کوي.

یوه سرچینه دوشنبه د لیندۍ پر اته‌ویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي یو سړی یې لیدلی، چې د کورنۍ غړي یې د سترګو په وړاندې په موټر کې دننه سوځېدلي دي.

د سرچینو په وینا د دغه سړي مېرمن او دوه ماشومان په موټر کې وو، چې لېږدوونکي موټر یې اور اخیستی دی.

دغه سړی د دې پوښتې لپاره، چې کولای شي له سیمې لیري شي یا نه له خپل موټره ښکته شوی و.

سرچینې وایي، چې د افغانستان له شمال څخه ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورنیو د غړو د موندلو لپاره د پېښې ځای ته ورځی.

په همدې حال کې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې اور مړ شوی او ډلې د سیمې د پاکولو په حال کې دي.

اخوا د پېښې له ځایه سرچینې د دغې لارې مسافرانو او قربانیانو ته د مرستې رسولو له بهیر څخه شکایت لري.

د سرچینو په وینا د مرستې رسوونې بهیر پڅ دی او د ژغورنې ډلې د امکاناتو د نشتون او لوګي له امله په تونل کې دننه کار نه شي کولای.

اوسمهال د سالنګ تونل تړلی دی او طالبانو له دې لارې تګ راتګ منع کړی.

د تازه شمېرو له مخې په دې پېښه کې نږدې ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button