۸صبح، کابل: د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا په موخه ناسته جوړه کړه.
کابل کې د پاکستان مخکیني سفیر منصور احمد خان ویلي، چې دغه ناسته دوشنبه د وږي پر ۲۸ د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې شوې ده.
منصور احمد خان زیاته کړې، چې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان پر اصلي ننګونو خبرې اترې شوې دي.
افغانستان کې د پاکستان مخکینی سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ننګونو حللاره رسمي تعامل بولي.
خان ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید د رسنیو او مذهبي محققینو په فکري تعامل سره رامنځته ش.ي
تېر یوه کال کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ ګڼې نښتې شوې، چې په ترټولو تازه مورد کې درې پاکستاني سرتېري د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي.