د روژې نیولو ساینسي او طبي ګټې
لیکنه: ډاکټر زین الله زرغون

• روژه د اضافي وزن او شحم له منځه وړلو آسانه او چټکه لار ده.
• روژه انسان ته روحي او فزیکي ډاډ او سکون وربښي.
• روژه نیول د اضافي لګښت مخه نیسي او د پیسو سپما رامنځته کوي.
• د روژې په نیولو سره د بدن داخلي پاکوالی رامنځته کېږي.
• روژه د وجود غړو ته د استراحت زمینه برابروي.
• روژه نیول انسان ته د ځوانۍ احساس ورکوي او پرځان یې متقي کوي.
• روژه نیول د مزمنو او عامو ناروغیو د مخنیوي غوره لار ده.
• روژه د ویني لوړ فشار او ویني غوړ ( کلسټرول) کموي.
• روژه د وجود داخلي سیستم تنظیموي او د ګډوډیو مخه نیسي.
• روژه د انسان داخلي جوړښت آراموي او د ښه خوب او استراحت سبب کېږي.
• روژه د هضمي سیستم دندې پیاوړې او ښه هضم رامنځته کوي.
• روژه د کولمو او هاضمې سیستم د پاکوالي لامل کېږي.
• روژه نیول دماغي پیاوړتیا او چټکتیا رامنځته کوي.
• روژه نیول د انسان حواس تیزوي.
• روژه د خوړو وخت تنظیموي، دا چاره د معدې د ښه فعالیت سبب کېږي.
• روژه نیول د خوښۍ او سکون لامل کېږي.
• روژه انسان د فحشاوو او بدو کارونو څخه ساتي.
• روژه نیول انسان ته پرځان د حاکیمیدو او کنټرول ځواک ورکوي.
• روژه نیول د اجتماعي اړیکو د غښتلتیا سبب کېږي.
• روژه نیول انسان د سګرټ، نصوار او نورو نشه یې توکو له روږدي کېدو ژغوري.
• روژه د مغفرت میاشت ده، انسان په معنوي لحاظ د پاکوالي احساس کوي.