غزني ښار کې د هټیوالو د کاربندیز دویمه ورځ؛ د زیاتو مالیاتو د لګولو له امله لسګونه هټۍ تړل شوې دي

۸صبح، غزني: غزني کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د هټیوالو کاربندیز دویمې ورځې ته غځېدلی دی.
سرچینو سه شنبه د سلواغې پر پنځهویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو له خوا د زیاتې مالیې د لګولو په اعتراض کې د غزني ښار د څو سوداګریزو مارکیټونو د هټیوالو د اعتصاب خبر ورکړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هغو اعتصاب کوونکو کې د غزني زرګر هم شامل دي، چې د طالبانو له خوا د لګول شوې ماليې پر ضد نیوکه کوي.
دوی وايي، په اوسني حالت کې د لګول شوې مالیې د ورکړې توان نه لري او له ناچارۍ یې خپلې هټۍ تړلې دي.
د غزني ښار هټیوال وايي، د ترلاسه شویو عوایدو په بدل کې باید مالیه ورکړل شي، خو طالبان د خپلې خوښې له مخې مالیه غواړي.
په ورته وخت کې په غزني کې د طالبانو د مستوفيت څخه سرچینې وايي چې دغې ادارې سږ کال له هر هټیوال څخه تر ۱۰۰ زرو نيولې تر ۲۰۰ زرو افغانیو ماليه غوښتي ده.
د افغانستان په بازارونو کې په ورځني کاروبار باندې د طالبانو له خوا د زیاتو مالیاتو لګول کومه نوې خبره نه ده. تر دې وړاندې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم هټيوالو د طالبانو له لوري د زياتې ماليې د لګولو پر ضد لاریونونه کړي دي.