د کاج دوهمه ټپي شوې نجلۍ د درملنې لپاره ترکیې ته ولاړه

۸صبح، کابل: د کاج ښوونیز مرکز د برید یوه ټپي نجلۍ زینب عطايي د درملنې لپاره ترکیې ته ولاړه.

د خواله رسنیو کاروونکو سه شنبې د لیندۍ په ۲۹مه لیکلي چې پر کاج ښوونیز مرکز د پېښې یوه بله ټپي نجلۍ چې په هېواد کې یې درملنه ناشونې وه، ترکیې ته تللې ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لیکلي: «له نېکه مرغه د پاسپورت او وېزې د اخیستو لپاره له هڅو وروسته چې د کاج ټیم له لوري ترسره شوې، نن نوموړې له خپل پلار سره ترکیې ته ولاړه.»

دا په داسې حال کې دي چې د روان کال د لیندۍ په ۲۲مه د کاج ښوونیز مرکز د پېښې یوه بله ټپي نجلۍ فاطمه امیري ترکیې ته تللې وه.

ورته لیکنې

Back to top button