افغانانو پر هېواد د طالبانو تر بیا واکمنۍ لاندې دویم نوروز تېر کړ. څرنګه چې د طالبانو مشران د نوروز د نمانځلو مخالف دي، د دې ډلې غړو هڅه وکړه چې د هېواد په پلازمېنې او ځینو ولایتونو کې د نوروز د مېلو او د نوي لمریز کال د ځانګړو پروګرامونو مخه ونیسي. په ډیرو موردونو کې طالب جنګیالیو تفریحي پارکونه یوازې د ښځو او کورنیو پر مخ تړلي وو. دولتي ادارې د تېر نوروز په څېر رخصت نه وې او د دولتي کارکوونکو حاضري په جدي توګه څارل کېده. بلخ، چې د نوروز اصلي ټاټوبی بلل کېږي، سږ کال د «جنډې پورته کولو» د مراسمو او د زیارت کوونکو د ګڼې ګوڼې شاهد نه و.
د طالبانو ځايي چارواکو د دغه ولايت پر اوسېدونکو زيات محدوديتونه لګولي وو. طالبانو په مزارشريف ښار کې د «سخي جان» زيارت ته څېرمه هټۍ تړلې وې او ښار او تفريحي ځايونو ته يې د خلکو د تګ مخه نیوله. خو په پلازمېنه کې د جنډې پورته کولو مراسم د سخي او پنجه شاه په زیارتونو کې د تېرو کلونو په پرتله د کمو کسانو په ګډون سره ترسره شول. ډېری هېوادوال روان وضعیت له غمېزې ډګ بولي او د راتلونکي کال لپاره له شته ناخوالو د خلاصون هیله کوي.
عبدالله په کابل کې د یوې دولتي ادارې کارکوونکی دی. دغه دولتي مامور له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د ریاست مسوولانو یې د روانې اوونۍ په پېل کې ټولو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی و، چې د نوروز پر مهال غیر حاضري له دندې نه د هغوی د ګوښه کېدو لامل کېږي. دغه دولتي مامور زیاتوي: «په همدې نوروز کې یې هم پر موږ کار کاوه، حاضري یې ډېره جدي ګڼلې وه. په خپله عمومي رییس (د طالبانو غړي) څانګې کتلې، څو وګوري چې څو کسان غیر حاضر دي. دغه دولتي مامور نه پوهېږي چې د غير حاضرو دولتي کارکوونکو برخليک به څه وي، خو په نوروز کې کار کول د خواشینۍ وړ بولي.
طالبانو دغه راز پارکونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو د تګ مخه نیوله. د کابل د ديارلسمې ناحيې اوسېدونکى محمد نسيم چې غوښتل یې له خپلې کورنۍ سره د قرغې تفريحي بند ته ولاړ شي، وايي: «موټر مې را وایست او له ټولې کورنۍ سره قرغې ته ولاړو. قرغې ته نېږدې مې پام شو چې کورنۍ بېرته راګرځي، اجازه یې را نه کړه، راته ویې ویل، چې نن د کورنۍ تلل بند دي» د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي، چې جرئت یې نه دی کړی چې له طالبانو د دغه محدودیت لامل وپوښتي.
خو د کابل اوسېدونکي وايي، چې طالبانو د جنډې پورته کولو په مراسمو کې چاته مزاحمت نه دی کړی. د جنډې پورته کولو مراسم د پلازمېنې په دوو بېلابېلو ځایونو (د کارته سخي سیمې د سخي په زیارت او د شهدای صالحین د هدېرې پرغونډۍ د پنجه شاه په زیارت کې) ترسره شول. خو د دغو مراسمو د ګډونوالو شمېر د طالبانو تر راتګ د وړاندې کلونو په پرتله په ځلونو کم وو.
بلخ چې د نوروز د اصلي ټاټوبي په توګه یادېږي، سږکال پکې د طالبانو لخوا پر خلکو ډېر محدودیتونه لګول شوي وو.د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسېدونکي وايي، طالبانو په ښار کې تفريحي ځايونو او د سخي جان زيارت ته څېرمه سیمې ته د خلکو د تګ مخه نيوله. د هغوی په وینا، طالبانو په بلخ کې د جنډې پورته کولو د مراسم اجازه ورنه کړه.
د دې تر څنګ، د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو له خوا د نوروز پر نمانځلو او نوروزي مېلو بندیزونه لګول شوي وو. د هغو ویډيوګانوله مخې، چې مخاطبانو ۸صبح ورځپاڼې ته رالېږلې دي، په غزني کې د «سخي زیارت» د زیارت کوونکو د حضور د کموالي شاهد و. د غزني يوه اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې طالبانو د سخي زیارت ته غځېدلې لارې تړلې وې او هېچا ته يې اجازه نه ورکوله، چې دغه زيارت او تفريح ځاى ته ولاړ شي. په داسې حال کې چې د نوروز، اختر او رخصتیو په ورځو کې به د غزني اوسیدونکي دغه ځای ته تلل او تفریح به یې کوله.
خو اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو د محدودیونو پر وړاندې د اعتراضونو په لړ کې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړل او طالبان يې يوه ترهګره ډله وبلله. یوه اعتراض کوونکې نجلۍ پروانه ابراهیم خېل نجرابۍ د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې وايي: «موږ نوروز د خپل کلتور، دود او د خپلو نیکونو د میراثونو د درناوي په پار نمانځو. موږ نوروز نمانځو او د ترهګرو او افراطي ډلو په خوله د کلک سوک ګواز کوو.» دغه راز د ښځو د خود جوشه غورځنګ غړو د طالبانو د بنديزونو پر وړاندې په اعتراض کې سمنک پوخ کړ او د دغه محفل يوه ځانګړې سندره وويله. د دغه حرکت غړې په کابل کې په یوه ځای کې سره راټولې شوې او د هفت سین د دسترخوان په غوړولو سره یې دا ورځ ونمانځله.
طالبانو په داسې حال کې د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی چې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نوروز یو غیر اسلامي جشن بللی او ویلي یې دي، چې د نوروز نمانځل د اسلام له دایرې بهر دی.
د نوروز مبارکۍ
د نوي لمریز کال له پیل سره سم، د هېواد د مطرحو سیاسي څېرو تر څنګ، د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونونو چارواکو هم د نوروز مبارکي ویلې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن په یوه پیغام کې د نوروز مبارکي ویلي ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ هم د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې تر ټولو لویه هیله یې ښوونځیو او کار ته د افغان نجونو او ښځو راستنېدل دي.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «نن د نوروز نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دغه لرغوني کلتور د تمدني حوزې د هېوادونو په ګډون سره ونمانځل شوه.» پر دې سربېره، د «ګوګل» لټونکي د نوروز په مناسبت خپله لوګو بدله کړې ده . د ۱۴۰۲ لمریز کال د پیل په لومړیو شیبو کې، د ګوګل لوګو د پسرلي موسم لپاره په ګلونو او رنګونو ښکلې شوه. دا بدلونونه یوازې د یوې ورځې لپاره دي او په ډیری مناسبتونو کې د ساعتونو لپاره بدلېږي.
دا هر څه په داسې حال کې دي، چې نوروز د خوښۍ یو پخوانی دود دی او د ژوندانه د تاندوالي او تازه توب یادونه کوي. نوروز د لمریز کال له لومړۍ ورځې د نوروز د کلتور په تمدني حوزه کې په بېلابېلو ډولونو نمانځل کېږي. د نوروز مخینه ۳۶۰۰ کاله پخوا وخت ته ورګرځي. اوس مهال دولس هېوادونه د نوروز په تمدني حوزه کې شامل دي او دا ورځ په بیلابیلو بڼو نمانځي. افغانستان، ایران، عراق، هند، قزاقستان، پاکستان، قرغزستان، ترکمنستان، ازبکستان، اذربایجان او ترکیې نوروز په یونیسکو کې د یوې ګډې دوسیې په توګه ثبت کړی او له همدې امله دغه هېوادونه د نوروز حوزې د هېوادونو په نوم یادېږي.