طالبانو پرهېواد له واکمنېدو وروسته، د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ له اوسېدونکو نه په دویم ځل عشر راټول کړی دی. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعاد لري، چې د طالبانو ځايي مسوولانو د کلیو د نفوس تناسب ته له پام پرته، له دوی نه د «عشر» په نوم ډېرې پیسې ټولې کړې دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د راټولو شویو پیسو د اخیستو سند نه دی ورکړل شوی چې له همدې امله د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي ډاډ من نه دي، چې راټولې شوې پیسې د طالبانو رژیم د افغانستان بانک ته ځي او که د دې ډلې د ځایي قوماندانونو جیبونو ته لوېږي.
محمدحسین ( مستعار نوم) د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د ګرماب سفلا کلي اوسېدونکی دی. ده او کلیواليو یې په دویم ځل د عشر په نوم طالبانو ته پیسې ورکړې دي. د ګرماب سفلا کلي دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« طالبانو په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې تر اوسه زموږ له کلي دوه ځلي عشر راټول کړی دی. هغوی پروسږکال واک ته له رسېدو یوه میاشت وروسته، زموږ له کلي نه د ۵۰ زره افغانیو عشرټول کړ او سږکال یې د تېر کال په پرتله له موږه دوه برابره زیاتې پیسې اخیستي دي. د طالبانو کسانو له دې پرته چې دلیل وایي، خلک اړ کړل چې ۱۲۰ زره افغانۍ ورکړي. هغه زیاتوي:« د کلي د شورا غړي مجبور شول چې دغه پیسې د کلي د کورنیو پر شمېر ووېشي او هغه پیسې چې طالبانو ټاکلې وې، پوره کړي.»
محمد حسین څرګندوي، چې طالبان د دې له ټولو شوراګانو عشر راټول کړی او د هر هغه کلي د اوسېدونکو پیسې یې د کمولو پر ځای زیاتې کړې دي، چې د عشر د اندازې پرسر یې چنې وهلې دي. د غور دغه اوسېدونکی زیاتوي:« د لعل او سرجنګل ولسوالۍ تر ۲۰۰ زیاتې شوراګانې لري. هرکلي او شورا چې اعتراض کاوه او طالبانو ته یې عذر او زارۍ کولې چې د پیسو اندازه کمه کړي، ځکه خلک واقعاً بې وزلي دي، طالبانو ضد کاوه او غوښتل شوې پیسې یې دوه برابره کولې. په دې توګه یې خلک وېرول چې بیا اعتراض ونه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولسوالۍ له بیلابیلو کلیو نه د راټولو شویو پیسو اندازې ته په پام سره لیدل کیږي، چې طالبان په دې برخه کې ځانګړې تګلاره نه لري او د دې ډلې د قوماندانانو چې څومره پیسې زړه وغواړي د کلیو اوسېدونکي یې ورکولو ته اړ کوي.
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، طالبانو د ښکته کُشک له کلي نه چې شاوخوا ۴۰ کورنۍ پکې ژوند کوي، ۲۳ زره افغانۍ عشر راټول کړی دی. دغه اندازه د قوزیغ په واړه کلي کې چې ۱۱ کورنۍ پکې ژوند کوي، ۱۱ زره افغانیو ته رسېږي. دې مسألې ته په پام سره لیدل کیږي، د ټولو کلیو لپاره د عشر اندازه یوشان نه ده او د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکو طالبانو ته د عشر په نوم په بیلابیلو اندازو پیسې ورکړې دي. په ګرماب سفلا کلي کې هرې کورنۍ نږدې ۳۵۰ افغانۍ عشر ورکړې. د ښکته کُشک کلي اوسېدونکو څه باندې ۵۷۰ افغانۍ عشر ورکړی دی، په داسې حال کې چې د دغو پیسو اندازه د قوزیغ په کلي کې د هرې کورنۍ لپاره شاوخوا زر افغانۍ وه.
د عشر د اندازې توپېر د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د اوسېدونکو له نورې نارضایتۍ سره مخ شوی دی. د قوزیغ کلي اوسېدونکی جمشید( مسعتار نوم) وایي: « خلک د ویلو لپاره څه نه لري. لنډه به یې ووایم چې اوسمهال خلک څه نه شي ویلای. زه له تاسو پوښتم، کله چې کلاشینکوف ستاسو سر ته نیول شوی وي، تاسو یې په ځواب کې د هرڅه له منلو پرته، نور څه کولای شئ؟»
عشر له کرنیزو محصولاتو لکه غنمو او اوربشو اخېستل کیږي او یوه اندازه یې په بې وزلو پورې اړوندېږي. که یو څوک په خپلې کرنیزه ځمکه کې غنم، اوربشې او ورته نورڅه وکري او که چېري یې کروندې د باران په اوبو او د اوبو په چینو خړوبیږي، مکلف کیږي، چې د خپلو محصولاتو یو پرلسمه برخه اړمنو ته ورکړي. که د کروندو اوبول د وسیلو او ماشین الاتو په مټ وي، بیا نو پرهغه نیمایي عشر لازمیږي، یعنې د حاصلاتو یو پرشلمه برخه یې په اړمنو پورې اړوندېږي. بل خوا د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي شیعه دي، چې د دغه مذهب د فقهې پر بنسټ، هغوی د خپلو حاصلاتو خمس (یوه پرپنځمه) ورکوي، نو شعیه وګړي مجبور دي، چې یوځل له خپل مذهب سره سم «خمس» ورکړي او بیا د طالبانو له امر سره سم«عشر» ورکړي.
طالبانو تر اوسه دا نه ده څرګده کړې چې ولې د عُشر شرایطو ته له پام پرته، له کلیوالو نغدې پیسې راټولوي. طالبانو په داسې حال کې د لعل و سرجنګل ولسوالیو پر اوسېدونکو د عشر ورکړه تحمیل کړې ده، چې د دغو کلیو اوسېدونکي له پراخې بې وزلۍ سره مخ دي. اوسمهال په دې ولسوالۍ کې د ډیری کورنیو اقتصاد د مرستندویو بنسټونو په مرستو تکیه دی.