۸صبح، کابل: د دایکندي په سیوک کې د هغې قرباني شوې کورنۍ یوه غړي، چې د طالبانو له خوا برید پرې وشو د طالبانو له لوري د خپلې کورنۍ د وژلو د څرنګوالي له کیسې سره د یوه لیک په لیکلو له نړۍ څخه عدالت غوښتی دی.
د دایکندي د سیوک پېښې د قرباني امینالله مالي حکیمي ورور عبدالروف حکیمي جمعه د لیندۍ پر ۱۱ په یوه پرانیستيلیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دایکندي پېښه د طالبانو له خوا د هزارهوو د نسل وژنې یوه برخه ده او باید وغندل شي.
هغه په دې پرانیستيلیک کې ویلي، چې طالبانو د ده د کورنۍ اته غړي هر یو تر ۶۰ ګولیو زیات ویشتلي وو؛ داسې چې د مړیو مینځل یې ناشوني شوي وو.
د هغه په وینا مړي په وینو ککړو کفنونو سره خښ شول.
هغه د طالبانو د برید په پایله کې د قربانیانو شمېر د مهدي جعفري (۱۴ کلن)، محمد جعفري (۱۱ کلن)، عنایت الله جعفري (۱۲ کلن) په نومونو درې ماشومان، د مروارید په نوم یوه ښځه او د امینالله مالي حکیمي، ابراهیم یعقوبي، محمدعلم جعفري، شیرمحمد جعفري او امیر جعفري په نومونو څلور نارینه یاد کړی دی.
په همدې حال کې هغه وایي، چې لږترلږه د قرباني کورنۍ پنځه غړي اوسمهال د طالبانو په بند کې دي او که پام ورته ونه شي ښایي د طالبانو له خوا ووژل شی.
هغه زیاته کړې، چې د دغې کورنۍ یو بل غړی تر اوسه بېدرکه دی.
هغه پر سیوک کلي د طالبانو د هجوم له کیسې او دا چې د هغه پر کورنۍ څه تېر شوي له نړۍ غوښتي، چې طالبان د دې کړنې پروړاندې ځواب ویلو ته اړ باسي.
عبدالرووف حکیمي په خپل لیک کې ویلي، چې هېڅ قانوني او روڼ بنسټ نشته ترڅو هغه وکولای شي د خپلې کورنۍ لپاره د عدالت د پلي کولو په اړه مراجعه ورته وکړي.
په دې لړ کې هغه وايي، چې نړیواله ټولنه، د بشري حقونو سازمانونه او د مدني ټولنې ډلې دې په ټوله نړۍ کې په دایکندي ولایت کې ترسره شوی ظالمانه جنایت وغندي او پر طالبانو فشار راولي، چې د دغې کورنۍ نیول شوي کسان خوشي کړي.
هغه همداراز غوښتي، چې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنت باید د هغه څه په اړه، چې د دایکندي په سیوک کې شوي څېړنه وکړي.
د تېرې اونۍ په وروستیو کې طالبانو د دایکندي پر سیوک شیبر کلي برید وکړ او په بایله کې یې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اته غړي ووژل.
طالبانو وویل، چې په دې کلي کې یې پر یوې وسلهوالې ډلې برید کړی دی.