په هلمند ولایت کې تېرې اوږدې جګړې، درې کاله پرلهپسي وچاکالۍ، د کرنیزو محصولاتو پیکه بازار او وزګاري هغه لاملونه ګڼل کیږي، چې په هلمند ولایت کې یې ګڼ ولسي وګړي له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په یوه څنډه کې یو شمېر بېوزله کورنۍ په یوه پخواني سوداګریز مارکېټ کې اوسېږي. سمیعالله له خپلې کورنۍ سره د دغه سوداګریز مارکېټ په هټیو کې د ژمې سړې شپې ورځې تېروي. هغه وایي، د سړې هوا له امله یې یوه ماشومه لور پر موسمي ناروغۍ اخته شوې او د درملنې وس یې نه لري.
نوموړی وایې، چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوی د ژوند سړې او سختې شپې په بې دروازو هټیو کې تېرې کړي.
سمیعالله وایي: «ماشومان او لویان مو ټول د سړي هوا له امله پر ناروغۍ اخته شوي دي، زه د کور د کرایې د ورکولو وس نه لرم، نو له همدې امله دلته اوسېږم. دوې ورځې مخکې مې یوازي دوه منه اوړه واخیستل چې هغه هم خلاص شول.»
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یو شمېر نورې کورنۍ هم له ورته ستونزو سر ټکوي. دغه کورنۍ وایې، مرستې راځي خو د طالبانو کورنیو ته ورکول کیږي.
د نبې جان په نوم یو کس وایې چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري او د بېوسۍ له امله اړ شوی چې په هټيو کې ژوند وکړي.
نبي جان زیاتوي، چې د کورونو لوړې کرایې، بېروزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له خورا ډيرو ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ دې ته اړ شوو چې په دغو زړو دوکانونو کې واوسېږو، ځکه مرستي راځي خو موږ ته یې څوک نه راکوي، غږ مو څوک نه اورې او د دې ترڅنګ ځينو مرستندویو موسسو ته طالبان خپل کسان معرفي کوي.»
خلیل هم چې له خپلې کورنۍ سره په دغو زړو هټیو کې اوسېږي وایي، چې پخوا په کرایي کور کې اوسېده، خو کرایه ورباندې زیاته شوې او د کورڅښتن له کوره اېستلی او اوس مجبور شوی دی، چې د دغه مارکېټ په هټيو کې و اوسي. د ده په وینا، تر اوسه هېڅ مرسته نه ده ورسره شوې.
خلیل وایي: «د یوه کور کرایه پنځه یا شپږ زره افغانۍ ده، زموږ وس ورته نه کیږي. همدا اوس د کور د کرایې څو زره افغانۍ پوروړی یم. له کله چې مو دلته اړولي هیڅ چا مو پوښتنه هم لا نه ده کړې.»
هلمند کې د اقتصادي چارو کارپوهان وایې که چېري حساب وشي، کیدای شې په هېواد کې تر ۹۵ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ولري. د هغوی په وینا، دغهراز ناوړه اقتصادي وضعیت په ټولنه کې د بېلابېلو ستونزو لامل کیدای شي.
د هلمند د دولتي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد اسدالله اندیال وایي: «په هېواد کې پر روان وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده، چې اقتصادي برخې ته پام وشي او له کورنیو سرچینو ګټه واخیستل شي، ترڅو د بېوزلۍ او وزګارۍ کچه راټيټه شي.»
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، چې د دغه ولایت د مشرتابه له لوري له بېلابېلو دولتي ادارو څخه یوه جوړ شوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې په لښکرګاه ښار او نورو سیمو کې مستحقې او اړمنې کورنۍ په نښه او له مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ مرستې ورسره وکړي.
مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «د ولایت د رهبرۍ له خوا له بېلابېلو دولتي ادارو څخه یوه رامنځته شوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې اړمنې کورنۍ تثبیت او پر اړتیاوو یې غور وکړي. دغه کورنۍ به له دې کمېسیون سره په اړیکه کې وي.»
د یادونې وړ ده، چې په دې وروسیتو کې د بېوزلو او اړمنو کورنیو په نوم ډيرې مرستې راغلي دي، خو ډیری کورنۍ یې د وېش پر بهیر نیوکه کوي او دغو مرستو د بېوزلۍ پر کمېدو هم کوم مثبت اغېز نه دی لرلی.