د ترکیې پر ټاکنو د ډوډۍ او پیازو سیوری
لیکوال: یونس نگاه

په استانبول کې د ټکنالوژۍ د فیسټیوال په درېیمه ورځ چې رجب طیب اردوغان د سټیج پر لور روان و، شاوخوا خلکو یې تود هر کلی وکړ او د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف چې تر ده مخکې یې وینا کړې وه، هم پر سټیج د هغه په انتظار ولاړ و او لاسونه یې ورته پړکول. علي اوف په خپل وار کې د سټيج په پوړیو په منډه وخوت، خو اردوغان په احتیاط سره پورته شو او له ګامونو یې څرګنده وه، چې اوږد مزل یې کړی او د سیاست ډګر ته د راتګ د لومړیو کلونو په څېر انرژي او خوځښت نه لري. خو په ټاکنیزو منډو ترړو کې هڅه کوي دغه ټکنۍ توب او د خپل سیاسي او فزیکي زړښت نښې د ګټلو په کارت بدل کړي. هغه د راتلونکي په اړه لږ غږېږي او تر ډیره د هغه څه په تړاو خبرې کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د نوموړي تر مشرۍ لاندې ترسره شوي دي. نوموړي په خپله وروستۍ وینا کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل، چې د ده نسل د دې پېر مېلمه دی او ډير ژر به له صحنې ووځي او ځوانان به د هېواد د اقتصاد او سیاست مشري پر غاړه واخلي. هغه په تېر یوه کال کې له ځوانانو سره په غونډو کې په ځلونو د خپل نسل د عمر د پای ته رسېدو خبره کړې ده. دا هم د ملاتړ ترلاسه کولو یو تاکتیک دی. اردوغان له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې هغه ته د وروستي ځل لپاره رایه ورکړي څو خپل نیمګړي پاتې کارونه بشپړ او راتلونکي نسل ته د خپل نسل ماموریت په سمه توګه ولېږدوي.
د اردوغان میراثونه، چې څومره هغه ته د مانورو او تبلیغاتو فرصت ورکوي او د سیاسي محافلو د جوړېدو د هڅونې سرچینه ګرځي، هومره د مخالفانو د توندو نیوکو لاره هم هواروي. په دغه فېسټيوال کې چې د ټیکنالوژیکو پرمختګونو او نوښتونو نندارتون دی، د لویدیځو میلمنو او سیالانو نشتوالی چې د نړۍ د ټیکنالوژۍ نبض په خپل لاس کې لري د پوښتنې وړ دي. د هغه منتقدینو او مخالف ټاکنیز ایتلاف ژمنه کړې چې دغه هیواد به په اروپایی ټولنه کې شامل کړي او له لویدیځ سره نږدې همکاري به بېرته پېل کړي. ښاغلي اردوغان د شنبې په ورځ د اپریل په ۲۹ په استانبول کې د ټیکنالوژۍ د یو پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې دوه جګپوړي بهرني میلمانه درلودل. د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف او د لیبیا لومړی وزیر عبدالحمید محمد الدبیبه. له لویدیځه لېرې پاتې کیدل او عربي او ترکي ژبو هیوادونو ته مخه کول د اردوغان یو مهم سیاسي میراث دی. هغه له اسلامپالو او سخت دریځو ملتپالو سره په یوځای کېدو سره له یوې خوا د هغه څه پر وړاندې چې لوېديځ ارزښتونه بلل کیږي، ټولنیز، ښوونیز، کلتوري او سیاسي اصلاحات تعقیبوي او له بلې خوا په عربي او ترکي ژبو هېوادونو کې د ترکیې د نفوذ د پراختیا لپاره هڅه او پانګونه کړې ده.
د ټکنالوژۍ په دغه پروګرام کې د اردوغان او د هغه د عدالت او پراختیا ګوند د اقتصادي – کلتوري تګلارې نچوړ کتلای شو. هغوی له کلتوري محافظه کارۍ سره یوځای د تخنیکي او اقتصادي پرمختګ غوښتنه کوي. د لویدیځ د صنایعو او تخنیکي تجربو هرکلی کوي او په صنعتي او ټیکنالوژیکو سیالیو کې ورسره د نږدې کېدو هڅې کوي، خو په عین حال کې یې په لویدیځ کې له فرد پالي کلتور، غیر مذهبي زده کړو او مدني آزادیو سره نه لګېږي او هڅه کوي، په دې هیله چې د هغې دورې سیمه ییز ځواک بیرته هیواد ته ورستون شي او ترکیه د یوه مهم کلتوري او سیاسي قطب په سر کې وي، د ترکیې ټولنه د عثماني دورې د میراث لور ته وروکاږي. اردوغان او د هغه متحدین د کورنۍ او دود په ملاتړ، د هغو مخالفینو پر وړاندې مبارزه کوي چې دموکراسي او مدني آزادۍ تبلیغوي.
د اردوغان اصلي سیال کمال کلیچدار اوغلو څو ورځې وړاندې په یوه ویډیو کې خلکو ته په خطاب کې وویل، چې د ده له بریا سره به په دغه هیواد کې ډیموکراسي راشي او په ډیموکراسۍ سره به نور ډیر شیان په اتومات ډول بدل شي. هغه د پيازو بيې ته په اشارې سره وويل، چې په دې ورځو کې تر ٣٠ ليرو (څه باندې ۱٫۵امريکايي ډالره) ته رسېدلې وه او ويې ويل، چې د ډيموکراسۍ په راتګ سره به د پيازو بيه هم راټيټه شي. هغه پوهیږي چې د هغه هیواد د لوی نفوس لپاره، ترټولو مهمه مسله د پیاز او ډوډۍ بیه ده. د نړۍ په هر ګوټ کې خلک د ډوډۍ، اوبو او پیازو د بیې په اړه ډېر حساس دي او د لومړنیو توکو بیې او اقتصادي هوساینه د هېوادونو د ټاکنو برخلیک ټاکي. خو سږکال په ترکیه کې د ډوډۍ او پیاز د بې ساري پړسوب او د بیو د بې ثباتۍ له امله پر ډېرو اندېښنو سیوری غوړولی دی. اردوغان د خپل سیال په ځواب کې هڅه کړې چې هغه په لنډ فکرۍ تورن کړي او ووایي چې هغه د کوچنیو شیانو په اړه فکر کوي. اردوغان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زیربناوې، د موټرو صنعت، مشهورې الوتکې او بې پیلوټه جنګي الوتکې چې د ده په دورې کې جوړې شوې دي، د خپلو سیالانو مخې ته کړي او ویلي دي، چې د ده حکومت د هېواد سړکونه او زیربناوې داسې رغولي دي چې پیاز په خورا چټکۍ سره د هېواد ګوټ ګوټ ته ولېږدول شي او د ترکیې خلک پر دې پوهېږي چې پیاز څنګه پر میز کیږي او په سوک یې میده کړي او ویې خوري. هغه غواړي رای ورکوونکو ته ووایي چې د هغه حکومت د سیمه ییز او نړیوال واک او رهبرۍ لپاره مبارزه کوي او خلک باید په اقتصادي وده کې څپڅاپنده حالت او د توکو بیې په لویې هیندارې کې وګوري.
خو له ټکنالوژۍ سره د ډيرو بلدو خلکو لپاره بې پيلوټه جنګي الوتکې، ډرون، جنګي کښتۍ او په لیبیا او آذربایجان کې نفوذ د کور د کرایې، عاید او لګښت، د شپې د ډوډۍ او په رخصتیو کې د سفر د لګښت په اړه ورځنیو اندېښنو ته ځواب نه وایي. د دوار ورځپاڼې د شنبې ورځې( د اپریل ۲۹مې) د راپور له مخې، د بې وزلۍ کرښه د کارګرانو له ترټولو کم میاشتني معاشه څو برابره لوړه ده او د یوې څلور کسې کورنۍ لپاره د لوږې کچه هم ۱۰۱۳۵ لیره ده، په داسې حال کې چې د یوه کارګر لږ تر لږه معاش ۵۰۶ ۸ لیره ټاکل شوې دی. د پورتني راپور له مخې، په ترکیه کې په اوسط ډول یوه څلور کسیزه کورنۍ د روان کال په اپریل میاشت کې د جامو او د کور د کرایې، د بریښنا او اوبو د بیلونو، ټرانسپورت، زده کړو او روغتیا د لګښتونو په ګډون د سالم او مناسب ژوند لپاره ۳۳ زره لیرو ته اړتیا لري. که د دې کورنۍ دوه غړي په لږ معاش کې کار وکړي، نو په میاشت کې به ۱۷۲۰۰عاید ولري، چې د بې وزلۍ لپاره د ټاکل شوې کچې تر نیمایي لږ ډیر دی. د دې راپور له مخې، د سختې بې وزلۍ یا لوږې د مخنیوي لپاره، یوه څلور کسیزه کورنۍ لږترلږه ۱۰۱۳۵ لیرو ته اړتیا لري. باید یادونه وکړو چې د ژوند لګښت په ټول هیواد کې یو شان نه دی او لګښتونه په لویو ښارونو کې لوړ دي، په ځانګړې توګه د لوړې کرایې او ترانسپورت له امله لګښتونه لوړېږي. خو په بدل کې یې د استانبول په څېر په لویو ښارونو کې د کار فرصتونه ډېر دي او د دې احتمال چې یو کارګر وکړای شي، ټول کال کار ولري او له تر ټولو کم میاشتني معاشه زیات عاید ترلاسه کړي، د کوچنیو ښارونو او کلیو په پرتله خورا لوړ دی.