۸صبح، فاریاب: د فاریاب اوسېدونکي وایي، چې د تېلو د بوی خپرېدل د دوو تنو د مړینې او د ۲۵ کسانو د مسمومېدو لامل ګرځېدلی.
د چهلګزي سیمې یو شمېر اوسېدونکي، چې تازه د طالبانو له خوا په ولسوالۍ بدله شوې یکشنبه د سلواغې پر دویمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د تېلو د بوی خپرېدو خلک له تنفسي ناروغیو سره مخ کړي دي.
په چهلګزي او قیصار ولسوالیو کې ډاکتران هم وایي، چې له درېیو ورځو راهیسې نږدې ۷۰ تنه، چې ډېری یې زیات عمر لرونکي کسان دي د ساه لنډۍ لرلو له امله روغتیايي مرکزونو ته تللي دي.
د هغوی په وینا د ساه لنډۍ له امله د ۲ سپینږیرو پر مړینې سربېره په چهلګزي او قیصار ولسوالیو کې د ۱۲ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه مسموم شوي دي. د مسموم شویو له ډلې د ۱۷ تنو وضعیت نازک بلل شوی دی.
فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حمیدالله بتشکن ویلي، چې د تېلو د بوی خپرېدل د اندېښنې وړ نه ده او د وضعیت د څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته لېږل شوی دی.
په دې لړ کې ویل کېږي، چې د تېلو بوی د فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ په اسپلان کلي کې له یوه څاه څخه راوتلی دی.