په غور کې د طالبانو د یوه قوماندان زوی یوه ځوانه نجلۍ وژلې ده

۸صبح، غور: په غور ولایت کې ځایی سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان زوی یوه ځوانه نجلۍ وژلې ده.

سرچينو نن شنبه (د غوایې په ٩مه)، له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د طالبانو د يوه قوماندان زوى د دې ډلې له يوه بل جنګيالي سره د پنجشنبې په شپه (د غوایي په ۷مه)، د غور ولایت د فيروزکوه ښار مرکز په صد سياه سيمه کې په یوه ځوانه نجلۍ د جنسي تېرى په کولو نه دي توانېدلي نجلۍ یې په ډزو وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه طالب قوماندان زوى له کلونو راهيسې د دغې ځوانې نجلۍ له کورنۍ سره ملګرتیا درلوده او د پنجشنبې په شپه د دغې ځوانې نجلۍ کور ته ورغلى او د جنسي تېري هڅه يې کړی، خو نجلۍ مقاومت کړی او بالاخره يې نجلۍ وژلې ده.

ويل کيږي چې د دغه طالب قوماندان زوى له يوه بل جنګيالي سره يوځاى د وژل شوي نجلۍ د پلار او روڼو له خوا وهل شوي، خو دا چې وژونکي طالبان وو، د هغوى له منګولو ژغورل شوي.

طالبانو په غور کې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې طالب قوماندانان او جنګیالي د جنسي تیري په تور نیول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ سره، دغې ډلې تل د غیر مشروع اړيکو له امله خلک په دُرو وهلي دي.

Back to top button