سیمې ته له افغانستانه د ترهګرۍ خپرېدل؛ د شانګهای سازمان خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: د شانګهای همکارۍ سازمان له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز (RATS SCO) رییس یوګني سیسویف افغانستان کې د وضعیت له خرابوالی او سیمې ته له دغه هېواده د ناامنۍ له خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

هغه چهارشنبه د لړم پر ۱۸ د «عصري امنیت: ننګونې او حل‌لارې» په ناسته کې چې د دغه سازمان له خوا په تاشکند کې جوړه شوه، افغانستان کې د وضعیت له لا خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې هغه په دې ناسته کې ویلي: «افغانستان کې د وضعیت خرابېدل په ټوله سیمه په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي.»

هغه جوته کړه، چې له افغانستان څخه د ګډو ګټو لرونکو حوزې(CIS)  او د شانګهای همکارۍ سازمان(SCO)  هېوادونو ته د بې‌ثباتۍ د پراختیا احتمال هم موجود دی.

هغه زیاته کړه: «مخ په خرابېدو اقتصادي ـ ټولنیز وضعیت، بهرنیو هېوادونو ته د ګڼ شمېر افغانانو وتل، زیاتېدونکي قومي اختلافونه، له پولو اخوا جنایتونو زیاتوالی او د نشه‌یي توکو قاچاق په منځنۍ اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر څو برابره زیاتوي.»

سیسویف اندېښنه څرګنده کړې، چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو په صورت کې به د افغانستان د پام وړ برخه په جګړه کې ښکېله شي او د ځایي جهادیانو او نړیوالو ترهګریزو سازمانونو تر ولکې به لاندې راشي.

د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز رییس څرګنده کړې، چې افغانستان کې د وضعیت د کنټرول لپاره د طالبانو وړتیا د دې ډلې د خپلمنځي اختلافونو له امله ډېره محدوده ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر هم مسکو ته په یوه سفر کې افغانستان کې د ترهګرو له فعالیت او سیمې ته له دغه هېواد څخه د ناامنۍ له خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

ورته لیکنې

Back to top button