د نوي ښوونیز کال پیل؛ لوګر کې زده کړیالان د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي

۸صبح، لوگر:د نوي ښوونیز کال له پیل سره هممهاله، په لوګر ولایت کې یو شمېر زده کړیالان او ښوونکي د ګټې اخیستنې وړ د درسي کتابونو له کمښت شکایت لري. په دې ولایت کې زده کړیالان ادعا لري چې ۶۰ سلنه خپل درسي کتابونه له بازار نه پيري؛ ځکه د هغوی په وینا، دولتي ښوونځي زاړه او له کاره لویدلي کتابونه په هغوی وېشي چې ډېری یې د ګټې اخیستنې وړ نه دي. لوګر کې د دولتي ښوونځیو زده کړیالان او ښوونکي د طالبان تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د ګټې اخیستنې وړ درسي کتابونو په ساتلو کې په بې پروایۍ تورنوي. لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي هم د درسي کتابونو ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال کې د نویو کتابونو په وېش سره به تر ډېره دا ستونزه حل شي.

مصطفی چې د لوګر ولایت پلازمینې پل علم ښار کې د دولتي لېسو یو تن زده کړیال دی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د درسي کتابونو نشتون او ددې ولایت په ډېری دولتي لېسو کې د کتابونو له حد نه زیات زړښت تازه ستونزه نده، بلکې زده کړیالان له کلونو راپدېخوا له دغې ستونزې سره مخ دي. مصطفی دغه راز وايي چې زده کړیالان ډېری مهال اړ دي له کاره لوېدلو او زړو کتابونو نه ګټه واخلي او یا هم ۵۰ تر ۶۰ سلنه د اړتیا وړ کتابونه د ښار له کتاب پلورنځیو وپیري.

د لسم ټولګي زده کړیال عبدالرحیم وايي: «مونږ په کلني ډول ډېری درسي کتابونه د بازارونو له کتاب پلورنځیو پیرو. کوم کتابونه چې له بازار پیرو، ډېری یې د چاپ په برخه کې ستونزې لري او حتی یو یا دوه ځلي اړ کیږو چې تبدیل یې کړو.» دغه زده کړیال وايي: «مونږ د پوهنې وزارت له چارواکو غواړو چې زمونږ دغې ستونزې ته پام وکړي ترڅو په ښوونځي کې د کتاب د زړښت او په بازار کې د پېرېدلو ستونزه حل شي.»

په لوګر کې د دولتي ښوونځي یوتن ښوونکی محمد کریم (مستعار نوم) وايي چې په دې ولایت کې د دولتي ښوونځیو زده کړیالان له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي. د نوموړي په خبره، د هېواد د پوهنې وزارت په تېرو څو کلونو کې ددغه ولایت په دولتي ښوونځیو کتابونه ندي وېشلي. دغه ښوونکی دغه راز وايي چې د پوهنې وزارت هر کال له ۱۴ تر ۱۵ درسي مضمونونو له ډلې، یوازې شپږ یا اوه مضمون کتابونه وېشي او پاتې نور یې زده کړیالان له بازار نه پېري.

محمد کریم وړاندې وايي چې د دغو ستونزو سربېره، دولتي ښوونځي هڅه کوي زاړه او له کاره لوېدلي کتابونه په ښه ډول وساتي ترڅو زده کړیالان وکولای شي له هغو نه ګټه واخلي.

لکه څنګه چې دغه ښوونکی وايي، له یوه درسي کتاب نه نهایت تر درېیو کلونو پورې ګټه اخیستل کیږي وروسته له هغه استهلاک کېږي او باید نوي کتابونه خپاره او د ښوونځیو زده کړیالانو ته ووېشل شي، خو زده کړیالان د کتاب د نشتون له امله او د مجبوریت له مخې او همداراز د بې وزلۍ له امله د تېرو کلونو له زړو او استهلاک شویو کتابونو نه ګټه اخلي.

په لوګر کې د زده کړیالانو او ښوونکو سربېره، د ښوونځیو د زده کړیالانو کورنۍ هم د دولتي ښوونځیو له لوري د درسي کتابونو له نه وېش نه شکایت لري.

د لوګر ولایت اوسېدونکی عبدالباسط چې زامن یې په یوه دولتي ښوونځي کې درس وايي په خبره یې چې په روان کال کې یې یوازې د پینځه زره او ۸۰۰ افغانیو په لګښت د خپلو زامنو لپاره یې درسي کتابونه پېرلي دي. نوموړی د هېواد د پوهنې وزارت له چارواکو غواړي چې د دولتي ښوونځیو زده کړیالانو ته د درسي کتابونو د وېش په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د لوګر ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د ۲۰۳ زره او ۸۱۹ جلده درسي کتابونو د وېش له بهیر نه خبر ورکوي. لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب، وايي چې دا کتابونه تازه خپاره شوي او شامل پر د ښوونځي په ټولو مضمونونو یعنې له لومړي ټولګې تر لسم ټولګي پورې دي. د نوموړي په خبره، دا کتابونه په پښتو او دري ژبو د پوهنې وزارت له لوري خپاره شوي دي. ښاغلی عرب وړاندې وايي چې د درسي کتابونو د وېش بهیر تازه پیل شوی او تر یوې اوونۍ پورې به په ډیری ښوونځیو ووېشل شي. لوګر کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند څرګندوي چې ددغو کتابونو په وېش سره به، په دولتي ښوونځیو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شي.

په دولتي ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت په داسې حال کې د زده کړیالانو، د زده کړیالانو د کورنیو او ښوونکو شکایتونه راپارولي دي چې په تېرو نېږدې دوو کلونو کې اقتصادي او د بېکارۍ ناورین ډیری شمېر کورنۍ له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي. ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو لپاره د کتابونو د پېریدلو وس نه لري.

Back to top button