په هېواد کې د کتاب لوستنې مخ پر ځوړ حالت

کتاب په اوږد مهال کې د انسان د بشري تجربو، فکري نوښتونو او زده کړو محصول دی او د کتاب لوستنې کلتور د ځوانانو د ذهني ودې، د کورنیو د کلتوري وضعیت د ښه والي او په بیلابیلو برخو کې د د خلکو د علمي روحیې د پياوړتیا او د پوهې د کچې د لوړېدو لامل ګڼل کیږي. بل خوا، په افغانستان کې د کتاب لوستنې کلتور لکه څنګه چې ټولنیز او کلتوري کارپوهان وایي، په ټيټه کچه کې دی او تر اوسه یې خپل اصلي ځای نه دی موندلی اوس د طالبانو د واکمنېدو له امله دغه کلتور د ځوړ په حال کې دی. که څه هم د وروستیو څوکلونو په لړ کې بیلابیلو ټولنیزو او کلتوري بنسټونو او د محصلانو او لیکولانو ټولنو په بیلابیلو بڼو هڅه وکړه چې په ټولنه کې دغه کلتور بنسټيز کړي، خو د جمهوریت نظام په ړنګېدو سره، د نورو برخو او د مغزو د تېښتې په څېر کلتوري او د کتاب لوستنې چارې هم مخ روانې دي. په وروستي یوه کال کې دې مهمې مسالې ته لږ پاملرنه  شوې ده.

پر اقتصادي ستونزو سربېره، د یوه مشروع سیاسي نظام نشتوالي، د لیکوالانو نه ملاتړ او پرکلتوري او څېړنیزو بنسټونو پانګونې ته د خلکو نه لېوالتیا د دې لامل شوې ده، چې د افغانستان ټولنه د کتاب لوستنې د کلتور د دودېدو په برخه کې مخ پر ځوړروانه وي. نالوستي، تنګسه او اقتصادي ستونزې په هېواد کې د کتاب لوستنې د کلتور د نه بنسټيز کېدو له نورو لاملونو ګڼل کیږي. دا هغه ستونزې دي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان تر بل هر وخت ورسره ډيرمخ دي.

د کتاب لوستنې د کلتور پياوړتیا دولتي پانګونې او دغه راز د کتاب د چاپ او خپراوي په برخه کې د خصوصي پانګونو ملاتړ ته اړتیا لري، خو له بده مرغه اوسني رژيم د کلتوري تګلارو جوړولو ته لږ پاملرنه هم نه ده کړې او دا چاره د دې لامل شوې ده، چې په وروستي یوه کال کې د کتاب د خپراوي لسګونه مرکزونه له فعالیته پاتې شي.

په کابل ښار کې د جوی شیر د کتاب پلورلو بازار، د کتابونو د پلور یو له مهمو بازارونو دی، چې هره ورځ  لسګونه تنه د کتاب د پېرلو لپاره ورځي او د کتابونو ډیری خپرندوی مرکزونه هم په همدې ځای کې استازولۍ لري، څو خپلو پېرېدونکو ته خدمتونه وړاندې کړي. خو دغه مرکز د تېرو کلونو ګڼه ګوڼه نه لري. په جوی شیر کې د کتاب پلورونکو په باور، د دوی کارو بار پنځوس سلنه کم شوی دی او کتابونه نور د پخوا په څېر پېرېدونکي نه لري. ذبیح الله د جوی شیر هغه کتاب پلورونکی دی، چې شاوخوا لس کاله د کتاب پلورنې تجربه لري. د ده په وینا، اوس یې د ورځې په لړکې پېرېدونکي د ګوتو په شمېر دي. هغه کتاب پېرلو ته د خلکو د لېوالتیا د کمېدو په هکله ۸صبح ورځپاڼې ته وایي:«

په تېرو کلونو کې ښوونځي فعال وو، ډیر خلک پوهنتونونو ته تلل، خلکو له کتاب لوستنې سره ځانګړې مینه او شوق درلود، پیسې هم وې. خو اوس خلک پیسې نه لري، د ډوډۍ پیسې په سختۍ پیدا کوي، بیا هم همدا محصلان او هغه هلکان چې ښوونځي ته ځي یو یونیم کتاب اخلي» دغه کتاب پلورونکي زیاتوي،چې په ګاونډ کې یې د کتاب څو خپرندویو مرکزونو د خامو توکو د لوړېدو او د بازار د نشتوالي له  امله خپل کارونه ځنډولي دي او د دغه کار په پایله کې  لسګونه تنه وزګار شوي دي.

که څه هم په وروستۍ یوې لسیزه کې د ټکنالوژۍ  د چټکې ودې او په آسانۍ سره د انټرنټ له لارې کتابونو ته د خلکو د لاسرسي له امله، نه یوازې په افغانستان بلکې ټوله نړۍ کې د کتابونو د پلور بازار پیکه شوی دی. داسې بیلابیلې ویبپاڼې شته چې په دې برخه کې فعالیت کوي. وړیا کتابونو ته لاسرسی او د انټرنټ په فضا کې په آنلاین کتابتونونو کې د لوستونکو د خوښې وړ کتابونو شتوالی، د دې لامل شوی دی چې چاپي کتابونو ته لېوالتیا کمه شي او ډيری هغه کسان چې د کتاب پېرلو وس نه لري، هڅه کوي پي ډي اف بڼه یې په کمه بیه وپېري او ولولي.

اوس په افغانستان کې ډیری ځوانانو د الکترونیکي کتابونو لوستو ته مخه  کړې ده او دغه چاره د کتابونو د بازار د پیکه کېدو لامل شوې ده. اخوا چټک او ارزانه انټرنټ ته د افغانستان د خلکو نه لاسرسی، په ویبپاڼو کې د معتبرو سرچینو نشتوالی او د معیاري بریښنا نشتوالی هغه نورې ستونزې دي، چې د مطالعې دا بڼه یې هم تر یوه بریده له هېوادوالو اخیستې ده.

احمد فرزان ۲۱ کلن ځوان او د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد څانګي د وروستي کال محصل دی. هغه وایي چې د خپلو درسي موادو د ترلاسه کولو لپاره له دواړو بڼو، چاپي کتابونو او انټرنیټي کتابونو ګټه اخلي:« انټرنيټي کتابونه پيدا کیږي، خو ستونزه دا ده چې زموږ انټرنټ او بریښنا باوري نه ده. زه هم کوښښ کوم چې چاپي کتاب واخلم، ځکه غوره دی او هر وخت راسره وي»

دغه ځوان محصل د اقتصادي ستونزو له امله په روان کال کې لږ کتابونه پېرلې دي. هغه وایي:« د پوهنتون په لومړي تو دویم کال  کې مې د سمسټر تر پایه ډیر کتابونه لوستل، خو سږکال چې د سمسټر پای دی، یوازې همدا دوه ورځې وړاندې مې د منوګراف په پار دوه/ درې کتابه واخیستل.»

د کتاب لوستنې ناستې، د کتاب لوستنې سیالۍ او د کتابونو نندارتونونه او د شعري او ادبي غونډو جوړېدل نورهغه پروګرامونه وو، چې په وروستیو کلونو کې په پلازمېنه او ولایتونو کې د کلتوري مرکزونو له لوري د مطالعې د کلتور د دودېدو په موخه ترسره کېدل، خو په تېر یو کال کې د دغو بنسټونو د ځينو مسوولانو له هڅو سره سره، په دغه راز پروګرامونو کې د ګډون لپاره د خلکو لېوالتیا د اړین ملاتړ د نشتوالي او پر هېواد د واکمنې سیاسي فضا له امله پیکه شوې ده.

احمد نظري (مستعار نوم) په غزني ښار کې د یوه کلتوري بنسټ مسوول دی. هغه وایي:« د طالبانو تر راتګ مخکې،زموږ بنسټ معمولاً په هره اونۍ کې یوځل شعري او ادبي غونډه کوله او په اونۍ کې به مو یو کتاب معرفي کاوه او د زده کوونکو او محصلانو په ګډون به د غونډې ګډونوالو پرې له بیلابیلو زاویو خپل نظر څرګنداوه او په بله اونۍ کې به همدا کتاب کره کتنې ته وړاندې کېده. دغه کار د کتاب لوستنې ښه فضا رامنځته کړې وه، خو د محدودیتونو د لګول کېدو له امله زموږ پروګرامونه وځنډېدل. ښاغلی نظري زیاتوي، چې د دغه بنسټ ډيری فعال غړي اوس نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په بیا راتګ سره، اکاډمیک بنسټونه، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه چې له کتاب او مطالعې سره سرو کار لري، د دغې ډلې د منفي کړنو تر سخت اغېز لاندې راغلي او په پوهنتونونو کې پر نجونو سخت محدودیتونه او د نجونو د منځنۍ او لیسې دورې د ښوونځیو نه پرانېستل کېدل د دې لامل شوي دي چې هېوادوال له کتاب لوستنې سره خپله لېوالتیا له لاسه ورکړي.

Back to top button