متقاعدینو چې د افغانستان په بېلابېلو سیاسي نظامونو کې یې د خلکو د ژوند او حکومتولۍ د ښه والي لپاره یو عمر خولې تویې کړي دي، اوس د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره په عام محضر کې اوښکې تویوي. د لوږې له امله د هغوی د ژړا غږ د ناورین ځپلې ټولنې روح او روان ځوروي. بوډاتوب، ناروغي، لوږه او اوږدمهالې وزګارتيا ځينې متقاعدین سوالګرۍ ته اړ کړي دي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په ټولیزو رسنیو کې د متقاعدینو د ژوند په اړه ګڼ تصویري او غږیز کلپونه خپاره شوي چې د هغوی د بې وسۍ او له کړاوونو د ډک ژوند ښودنه کوي. طالبانو له دوو کلونو راهیسې د کورناستو حقوق نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې د تقاعد حقوق معاش نه دی. متقاعدین ټینګار کوي چې د تقاعد د پیسو ورکړه د دوی قانوني حق دی چې د خدمت پرمهال یې له معاشه کمې شوي دي. هغوی وايي، په ځلونو یې د تقاعد د خزینې ریاست او نورو اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو ناهیلي بېرته کور ته راستانه شوي او د خپلو ماشومانو پر خالي دسترخوان یې اوښکې تویې کړې دي. متقاعدین وايي، که د دوی وضعیت ته پام ونه شي، په راروان ژمي کې به ډیری هغوی له لوږې ومري.
په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین د هېوادوالو د ژوند پر نورو اړخونو هم سیوري غوړولی دي. ګڼې ټولنیزې ډلې وايي چې د بشري ناورین تر سیوري لاندې د دوی کړاوونه هیر شوي دي. په همدې حال کې د هېواد متقاعدین چې له دوو کلونو راهیسې یې د تقاعد حقوق نه دي ترلاسه کړي، له سختې لوږې او د ژوند له سختو شرایطو شکایت کوي. هغوی وايي، چې د ګڼو ناورینونو په ترڅ کې هېر کړای شوي او مرستندوی بنسټونه هم ورته لازمه پاملرنه نه کوي.
په هېواد کې یو شمېر متقاعدین وايي چې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي. هغوی ټینګار کوي، چې بې روزګارۍ، ناروغۍ، لوږې او بې برخلیکۍ ژوند ورته په یوه داسې ناسور ټپ بدل کړی، چې هره شیبه یې روح او روان ځوروي. د هغوی په خبره، که څه هم د تقاعد حقوق یې د ژوند لپاره کافي نه دي، خو د ژوندي پاتې کېدو لپاره که دغه کمه اندازه پیسې په دوامداره ورته ورسېږي، نو له مرګه به وژغورل شي.
شکيلا (مستعار نوم) وايي چې اوس زړه شوې او څوک يې لاسنیوی نه کوي. نوموړې وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې يې د خپل مېړه د تقاعد د پیسو په ترلاسه کولو ژوند تېراوه، خو دوه کاله کېږي، چې د ژوند د دوام توان یې له لاسه ورکړی او د خپل عمر په پای کې له يوه سخت او ناوړه حالت سره مخ ده.
دادالله چې له څلویښتو کلونو راهیسې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کړی، د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې تقاعد شو. هغه وايي:« موږ ته څوک خيرات نه راکوي. زموږ له معاشه پیسې اخیستل شوي او د دولت په خزانه کې زیرمه شوي دي. موږ خپل حق غواړو. زموږ پیسې دې بیرته راکړي.»
په تېر حکومت کې د غور د والي ویاند او یوه اوسني کورناستي عبدالحی خطیبي پر خپله فېسبوک پاڼه د تقاعد د حقوقو له نه ورکول کېدو شکایت کړی دی. هغه لیکلي، چې متقاعدین د فزیکي کار توان نه لري او یوې مړۍ وچې ډوډۍ او یو پاکټ ګولیو ته احتیاج دي. هغه زياته کړې چې پخوا به د دولتي مامور د نوم وروستاړی «خان» و خو اوس «خان په سوالګر او وږي» بدل شوى دى.
له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې د متقاعدینو ویډیوکلپونه خپاره شوي چې ښيي، یو شمېر یې له سختې بې وزلۍ او لوږې شکایت کوي او خپل ماشومان یې پلورته وړاندې کړي دي. دغه متقاعدین وايي چې د بې روزګارۍ او بې وزلۍ له امله سوالګرۍ ته اړ شوي دي. هغوی ټینګار کوي، چې د خدمت پر مهال د دوی معاشونه کم شوي څو د بوډاتوب پرمهال خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي، خو طالبان د دوی د قانوني حق له ورکولو ډډه کوي.
د رپوټونو له مخې، اوسمهال په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره متقاعدین شته چې له دې منځه ۱۰ زره او ۵۸۶ یې ښځې او پاتې یې نارینه دي. دغه راز د متقاعدینو ټولنې ویلي، چې ۹۲ زره او ۲۵۴ متقاعدین د ملکي برخې پخواني کارکوونکي دي او ۵۶ زره او ۶۲۷ تنه یې پخواني امنیتي ځواکونه دي.
دغه متقاعدین په داسې حال کې د خپلو حقوقو له نه ورکول کېدو شکایت کوي، چې د طالبانو رژیم په تیرو دوو کلونو کې د هغوی پر وړاندې بیلابیل دریځونه نیولي دي. د دې ډلې تر کنټرول لاندې د مالیې وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې د روان کال په بودجه کې یې د تقاعد د حقوقو لپاره څلور میلیارده افغانۍ شاملې کړي او د هغوی غوښتنې یې د دغې ډلې له مشر سره شریکې کړې دي، خو د طالبانو کابینې د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې په خپلې پریکړه کې ویلي دي، چې د تقاعد حقوق معاش نه ګڼل کیږي.
د دې ډلې د کابینې په پریکړه لیک کې راغلي: «پریکړه وشوه چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کیږي، خو ټول امارتي ارګانونه کولای شي هغه کسان چې د کار د ترسره کولو وړتیا لري، په بالمقطع ډول او معلولان په رسمي ډول استخدام کړي.»
په همدې حال کې معلولین هم له بېکارۍ او بې وزلۍ شکایت کوي. يو متقاعد چې د طالبانو له لوري د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې معلول شوی دی، وایي: «زه له بېلابېلو ستونزو سره مخ يم. زه نه پر لاره تللی شم او نه کار کولای شم. معاش مې چې زما قانوني حق دی، نه راکوي او هره ورځ یوه پلمه کوي، خپله هیله مې له لاسه ورکړې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت د کار د قانون له مخې د مامورینو د تقاعد حقوق خوندي دي او هغه کسان چې د دولتي بستونو مشري کوي، مکلف دي چې د متقاعدینو قانوني حق ادا کړي. خو طالبان وايي چې د تقاعد حقوق معاش نه ګڼل کېږي او هغه کسان چې د کار کولو وړتيا لري، بايد کار کار وکړي. طالبان په داسې وضعیت کې د دا ډول پلانونو خبره کوي چې زرګونه لوستي ځوانان او متخصصان وزګار دي. د طالبانو د ځوانانو د چارو د معینیت د شمېرو له مخې، تر یو نیم میلیونو زیات لوستي ځوانان وزګار دي.
د هېواد متقاعدينو په تېرو دوو کلونو کې څو ځلي په کابل او يو شمېر ولايتونو کې اعتراضونه کړي دي. هغوی د طالبانو له رژیمه غوښتي دي چې د تقاعد پیسې یې ورکړي، خو د دې ډلې چارواکو د متقاعدینو برخلیک د خپل مشر پرېکړې ته سپارلی دی. اوسمهال د متقاعدینو سترګې کندهار ته دي او څرګنده نه ده، چې د طالبانو مشر د دغو متقاعدینو وضعیت ته پام کوي او کنه.
له بلي خوا سرچيني وايې چې د متقاعدینو د ټولنې مشر او د متقاعدينو يو شمېر استازي کندهار ته تللي او هڅه کوي چې خپل غږ د طالبانو د غایب مشر تر غوږونو ورسوي. خو دا څرګنده نه ده چې ایا دوی به بریالي شي او کنه.
په تېر حکومت کې هم د متقاعدینو د حقوقو پر وضعیت غور نه کول یوه له جدي اندېښنو وه. ناوړه ګټه اخیستنه او اختلاس هغه ادعاوې وې چې د تېر حکومت پر وړاندې د خلکو او متقاعدینو له خوا په پرلپسې ډول مطرح کېدې. خو له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې (میک) اعلان کړی و۸۰ سلنه ملکي او نظامي متقاعدین بایومټریک شوي چې کولای شي د تقاعد د خزینې په اړوند ادارو کې د فساد کچه راټيټه کړي.