زندان یوازې د لوړو دېوالونو تر شا په بند کې اوسېدل نه دي؛ زندان یعنې جبر او زور، کله چې یو څوک خپل واک ونه لري، په بند کې دی. مهمه نه ده چې دا دېوالونه تر کومې کچې ټیټ او لوړ وي. ازدي یوازې دا نه ده چې یو څوک په بند کې نه وي. کله چې یو څوک نه شي کولای په خپله خوښه ژوند وکړي، ازاد نه دی او نه به وي. ۱۰ میاشتې مې د هغو دېوالونو تر شا تېرې کړې؛ هغه دېوالونه چې هره ورځ زما تر سترګو لوړ لوړ کېدل. زندان و او زه زنداني؛ د زنځیر جبر او زما لاس او پښې. تړلي لاسونه او پښې، ستونی تړلی، خوله تړلې، سترګې خو خلاصې، سترګې مې درلودې چې له دېوالونو نه د تېرېدو په حال کې له بند نه ازادېږم. سترګې مې درلودې خو یو خوب و.
سړی له وېرې او د بدو خوبونو د لیدلو ډکې شپې په کیسو او خوبونو سبا کوي؛ کیسه او خوږ خوب. هلته یوازې زه زنداني وم. یوازې زه په بند کې وم. فکر مې کاوه که د ازادۍ ورځ راورسېږي، له سترګو، له یاددښتونو مې د زندان یاد او خاطره ورکېږي؛ خو هممهاله له کوچني زندان نه د ازادۍ په ورځ لوی زندان ته ولېږدول شوم. د دېوالونو هاخوا هم زندان و او د دېوالونو دېخوا هم زندان دی.
هلته زه وم او درې –څلور نور وهل ټکول شوي، دلته بیا زه د ۳۰ میلیونو نورو زندانیانو تر منځ، د زور او جبر په بند کې زندانیان! په دې ورځو کې چې دېوالونو مې صبر له منځه وړی، حق لرم چې شاته یې پرېږدم. سهار، غرمه، مازیګر، شپه هر ساعت کې مې نفس بندېږي او د هرات کوڅې مې ځانته ورغواړي. ایا زه د لوی زندان په کچه هېواد کې، ازاد یم؟ په لاره کې روان یم او ننداره کوم. د زندان د دېوالونو په بند کې د خپل د له لاسه تللي عمر د ورځو د جبران لپاره قدم وهم. د ښار له هغې خوا نه تر دې ځای پورې، د هر ځای، هر یوه، کورونو، هټیو ننداره کوم، قدم وهم. د ښار له هغې برخې نه تر دې ځای پورې. هر یوه ته، هر چاته، ټولو کورونو ته، هټیو ته، په زنځیر او کلپ تړل شویو ښوونځیو ته ګورم.
غواړم د دغه کلپ او زنځیر لرغونتیا وشمېرم، په یاد مې نه راځي. یاد کې مې نه دي چې څو سوه ورځې تېرې شوې دي. یوازې پوهېږم له هغو ورځو نه زیاتې دي چې زنداني وم؛ ډېرې زیاتې. د ښوونځي د دېوالونو لوړوالی مې په سترګو کې ژور ننوځي او یاددښت مې پخوانیو ورځو ته ورګرځي. ډېرې پخوانۍ، هغه ورځې چې لا هم دغه ښار خپلې سپینې کوترې لیدلې. لا هم د ښار زړه د خندا ټوپونه وهل. لا هم هېواد یو ځای و د ژوند کولو لپاره او لا هم د خوبونو لوړوالی له دېوالونو لوړ و. لا هم او لا هم…. لا هم ژوند ساه درلوده.
چېرې وګورم چې درد ونه وینم؟ سره له دې چې یو کال مخکې لکه اوس، د سپینو شالونو نسل د تورې له سپینې سره د اغوستلو په تمه، د سر ویښتان یې سپینېدل، خو د پوهنتونونو پرانیستل پاتې کېدل په زړونو کې هیلې ژوندۍ ساتلې وې. درس و او مونږ د زړه کړیالانو نسل درلود. نجونې پوهنتون ته تللې، ښځو د کار حق درلود، ښځو په رسنیو کې کار کاوه او اړتیا نه وه چې خپل مخونه پټ کړي. ښوونیز مرکزونه خلاص ول، کتاب خونې خلاصې وې، ښځې حق درلود کار وکړي، زده کړې وکړې، په لاره روانه شي، ساه وکاږي. اوس وینم چې له یو کال وروسته ټولنه ړنده شوې ده. په دې ټولنه کې ښځه نور رول نه لري. له خپل ځان نه پوښتم یو انسان په کوم حق، خپل ځانته حق ورکوي چې د بل انسان حیاتي او اساسي حقونه سلب کړي؟ له ځواب ورکولو او له فکر کولو او نه کوم کار له نه کولو تښتم. له دغه لوی زندان نه تښتم! خو ایا دا امکان لري؟!
د هرات ښار په مرکز کې، د مستوفیت او د نندارتون د چوک د واټن تر منځ او بیا د ګلونو چوک او وروسته د شهرنو چوک، د ټولنې له ټولو پرګنو نه خلک روان دي او شاهد دي. ګام په ګام هغه ماشوم ته ځیر یم چې د سړي پښو او لاسونو باندې ځان کلک نیسي. باید ډېر پیاوړی اوسې څو وکولای شې هغه ته وګورې. چې ورته وګورې، د خپل ځان د سړیتوب او له ټولو هغو چې د یاد ماشوم په برخلیک کې یې ونډه لري، کرکه کوې. ایا ممکنه ده انسان د هرات په منفي ۲۵ درجه کې د هغو ماشومانو لوڅې پښې وویني او ونه ژاړي؟ کوچنیو لاسونو ته یې ګورم چې تش دي او چاودې شونډې یې لا هم خندا په یاد لري. هر ګام چې اخلې یو له دغو ماشومانو سره مخ کېږې او خلاصون نه لرې.
څومره چې وړاندې لاړ شې، درد ډېرېږي د هرات د حوزوي روغتون د دېوال تر څنګ، د یو شمېر معتادینو د اوسېدو ځای دی؛ شپه او ورځ په ګرمي او یخني کې، د کارتن په یوې ټوټې اوږده غځېدلي دي؛ یو شمېر لوڅ پر ځمکه. شال، پټو، بړستن یې په خپل مخ اچولي دي او کولای شم د هډوکو لړزېدل یې د پوست له لاندې ووینم. د شاملو یو شعر مې ذهن ته راځي: «کاش چې په کار کې په کار کې قضاوت، قضاوت، قضاوت وای.»
نه شم کولای ځانته ځواب ورکړم چې په کوم جرم له ژوند نه زمونږ برخه همدا ده. یوې ښځې خپل ځان په چادري کې پېچلی او نوی زېږېدلی ماشوم یې په په غېږ کې نیولی، ساړه مې په مخ په څپېړه وهي او وینه مې منجمده کېږي. یو کاغذ په لاس کې لارې او د هغو کلیمو له منځ نه چې له خولې یې نه دي راوتلي، ورکېږي. یوازې کولای شم دومره واورم «د خدای لپاره» بیا مې ذهن د تحلیل په خوا روان دی.
که دې ښځې د زده کړې لپاره فرصت درلودی، وروسته یې کار درلودی او عاید او اوس به اړ نه وه له خپل ژوند نه اواره شي؛ یعنې د زرګونو نجونو برخلیک چې سترګې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو خلاصېدو خواته په تمه دي، دا وي؟! غواړم یوه شېبه فکر وکړم، یو کال زندان ستونزمن یا سخت و یا د دې اوضاع لیدل؟! ډلییز او ټولنیز درد سړی نه شي کولای په یوازې ځان وزغمي او په هېڅ کیسه او خوب هم تریخوالی او شدت نه کمېږي. دا ازادي نه ده. نه ازاد یم نه مې هېوادوال او نه مې خاوره. دلته زندان دی، په لویه کچه.