پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت نه یوه اوونۍ تېرېږي د هرې ورځې په تېرېدو په هېوادوالو د دغې ډلې له لوري محدودیتونه لا پسې ډېرېږي. هېڅ ځوان چمتو نه دی چې دغه وضعیت ومني او دغه راز د هېواد راتلونکي ته هم هېڅ ډول هیله نه لیدل کېږي. د نظام د سقوط له امله د ښوونځیو، پوهنتونونو او ټولو بنسټونو دروازې تړل شوې دي او ځوانان له ټولو ټولنیزو فعالیتونو بې برخې دي. یو شمېر ځوانان د غوره راتلونکي لپاره د مرګ ګواښ پر ځان مني او هڅه کوي چې له هېواد څخه بهر ولاړ شي. ځوانان یا د هوايي ډګر په لوري درومي یا هم په قاچاقي ډول د افغانستان له پولو ځانونه بهر ته رسوي.
فهیم ۲۲ کلن ځوان او د غزني ولایت اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د کابل پوهنتون د ادارې او پالیسي پوهنځي محصل دی او د کتاب خونې جوړونې، د محصلینو لپاره د درسي ځای جوړولو د فعالیتونو سربېره یې په وروستیو کې رسنیز فعالیتونه هم درلودل. د طالبانو له حاکمیت او د زده کړو په اړه له ناهیلۍ وروسته، اړ کېږي چې ټول پرېږدي او کډوالۍ ته مخه کړي.
نوموړی له خپلو اوو تنو ملګرو چې هر یو یې د پوهنتون د درېیم او څلورم کال محصلین دي، په غیر قانوني ډول د ایران پولو ته ځانونه رسوي ترڅو د هېواد له ناورین ډک وضعیت څخه ځانونه وژغوري. هغوی د دې کار لپاره دوه لارې ټاکي. د پاکستان له لارې ایران ته تګ او دغه راز د نیمروز له لارې. پایله کې د ټولو د پرېکړې له مخې نیمروز لاره ټاکي.
فهیم چې تر دې وړاندې یې هېڅکله د قاچاق د ستړې کوونکې او زغم څخه وتلې لاره تجربه کړې نه ده او ټول ژوند یې له کتاب او قلم سره تېر شوی و، خوښ دی چې لږ تر لږه یې له هېواده د وتلو لاره ومونده. نوموړی له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای له هغه قاچاقبر سره خبرې کوي چې غواړي هغوی د نیمروز له لارې د ایران تر پولې ورسوي چې له تللو مخکې یو څه پیسې هم ورکوي. قاچاقبر هم هغوی شپه مهال د ماښام له ۵ بجو تر ۴ بجو د ایراني سرتېرو او د طالبانو له ډلې په پټه د ایران په لوري لېږدوي. دا چې دوی پلی سفر کوي اړ دي چې اوږدې او اغزي لرونکې دښتې وزغمي دوی سره دا وېره هم شته چې خدای مکړه د طالبانو یا هم د ایران د پوله ساتونکو له لوري ونیول شي.
پایله کې فهیم او ملګري یې د لارې د سختیو په زغملو، ځانونه د ایران له پولې هاخوا رسوي؛ خو له هغې وروسته چې د ایران له پولې څو کیلومتره لیرې کېږي، د یاد هېواد د سرتېرو له لوري نیول کېږي او د څو ساعتونو لپاره د پوله ساتونکو په قید کې ساتل کیږي. دغه موده چې فهیم او ملګري یې د ایراني پوله ساتونکو په قید کې تېروي، هغوی لپاره هره ثانیه د اونیو او میاشتو په څېر وي؛ ځکه په دې موده کې ایراني پوله ساتونکي له هغوی سره بد چلند کوي. له دې ځایه نه تر خلاصېدو وروسته، ایراني سرتېري هغوی بېرته د نیمروز په لوري لېږدوي او په داسې حال کې چې د فهیم پښه هم ژوبله شوې ده او د ټپ لپاره مرهم هم نه لري، اړ دی په هماغه وضعیت بېرته ستون شي.
فهیم ناچاره دی چې بیاځلي په کابل کې د حاکم نظام تر حاکمیت لاندې ژوند غوره کړي. نوموړی د قاچاق د سختې او له کړاو ډکې لارې تر زغملو وروسته، پرېکړه کوي چې په افغانستان کې پاتې شي او خپلو درسونو ته دوام ورکړي. د هلکانو پر مخ د پوهنتونونو له بیا پرانېستلو وروسته، هغه بیا ټولګي ته حاضریږي. خو له بدلون وروسته، پوهنتون کې هم ځیني د نه باور بدلونونه رامنځته شوي دي. ډیری محصلینو زده کړې پرېښي او د نوموړي په څېر یې کډوالۍ ته مخه کړې ده. ډیری ښوونکو هم خپلې دندې پرېښي او نور نه درس شته او نه هم د تېر په څېر هیجان او د محصلینو هڅه او شور. څوک چې پاتې هم دي راتلونکي ته هیله نه لري.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې د هرې ورځې په تېرېدو نه یوازې ژوند په ښه کېدو دی، چې ورځ تربلې خلک له بد وضعیت سره مخ کيږي. فهیم وايي: «احساس مې کاوه چې کابل نور د ژوند کولو لپاره مناسب ځای ندی، اړ شوم ترڅو ټولې لاسته راوړنې، هڅې او کورنۍ پرېږدم او په داسې یوې خوا لاړ شم چې معلومه نه ده زما لپاره یې څه ډول برخلیک ټاکلی دی. کېدای شي په دې لاره کې خپل ځان هم له لاسه ورکړم.» دغه وضعیت هغه نور هم اندېښمن کړ او د بیاځلي لپاره یې د سفر تکل وکړ.
په کابل کې له څو اونیو تېرولو او د پاسپورت د سایټ له تړل کېدو وروسته، نوموړی له افغانستان څخه د تېښتې لپاره بېلابېلې لارې لټوي؛ خو هېڅ لاره نه موندي. هغه بیا هم پرېکړه چې داځل به هرومرو په غیر قانوني توګه ایران ته ځان رسوي. نوموړی بیا د نیمروز له لارې ځان د ایران پولې ته رسوي خو دا ځل له یوې ژرغونې او له غم ډکې پېښې سره مخ کېږي.
دا ځل یوازې فهیم او د هغه ملګري نه بلکې په زرګونه ځوانان د ایران له پولې سره ولاړ ترڅو له پولې هاخوا چې معلومه ده څه برخلیک یې په تمه دی، واوړي. «دغو ځوانانو ته به دې چې کتل، له زړه به دې وینې راتلې، داچې په کلونه کلونه یې زده کړې کړې وې او اوس اړ دي د شاقه کارونو د ترسره کولو لپاره ایران ته لاړ شي، په داسې حال کې چې هر یوه یې په افغانستان کې زده کړې کړې وې او ځانونو لپاره یې یو شخصیت جوړ کړی و.» فهیم د طالبان له حاکمیت نه د تېښتې په موخه په دوهم ځل هم ونشوای کړای، د ایران له پولې واوړي او او له وهلو ټکولو او د سختو لارو له زغملو وروسته، اړ کېږي چې بېرته کابل ته ستون شي.
نوموړی په قاچاقي لارو د سفر له تجربو وروسته داځل صبر کوي او څو مېاشتې د پاسپورت ریاست د سایټ پرانېستلو ته په تمه پاتې کېږي. پایله کې د پاسپورت ریاست سایټ پرانېستل کېږي او نوموړی د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره شپې شپې د پاسپورت ریاست دروازې تر شا تېروي چې له څوارلس شپو او ورځو وروسته، پاسپورت ترلاسه کوي. نوموړي په دې موده چې د هېوادوالو په وړاندې د طالبانو په چلند کې هېڅ ډول مثبت بدلون نه ویني او د طالبانو تر بیرغ لاندې ژوند کول ورته هم ستونزمن کیږي. دا چې نوموړی نه پوهیږي چې له افغانستان څخه له تللو وروسته څه ډول برخلیک یې په تمه دی، بیا هم پرېکړه کوي، خو دا ځل په قانوني ډول ایران ته سفر کوي.
یاد هېواد ته له رسېدلو وروسته، نوموړی اړ کیږي چې شاقه کارونه وکړي ترڅو له دې لارې له ایران نه د وتلو پیسې برابرې کړي. نوموړی څلور میاشتې د ډبرو د ماتولو په یوې کارخونه کې چې دروند کار دی، شپه او ورځ کار کوي او په پای کې ډېره کمه تنخوا ترلاسه کوي. دا څلور میاشتې د نوموړي لپاره چې په ټول ژوند کې یې پرته له درس ویلو بل کار ندی ترسره کړی، له کړاو ډکې میاشتې وې او د کار د دروندوالي ترڅنګ، د ایرانیانو له لوري توهین او ښکنځل نوموړی ترټول زیات ځوراوه.
دغه ځوان وړاندې وايي: «سره له دې چې ما زده کړې وې او هغوی ټول نالوستي وو، خو بیا هم زه تر ټولو ډېر ځورول کېدم او ماته د یوه مزدور او برده په سترګه کتل کېدل. څومره چې ایران کې افغانان ځورول کېږي، اصلا د ویلو نه دي او په کلیمو نه راځي.» له څلورو میاشتو وروسته نوموړی پرېکړه کوي چې په یوه داسې لوري لاړ شي، چې د مړینې احتمال یې موخې ته د رسېدو په پرتله زیات دی.
د ۱۴۰۱ لمریز کال له لومړیو څو ورځو وروسته نوموړی دا ځلي پرېکړه کوي چې په قاچاقي ډول له ایران نه ترکیې ته ولاړ شي. سره له دې چې ملګري یې په دې لاره کې د مرګ ګواښ ورکوي، خو هغه دا مهال په یوه داسې وضعیت کې دی چې نه یې راتلونکی روښانه دی او نه هم تېر ته د ورګرځېدو تکل لري. له همدې امله، دا ځل مرګ یا ژوند ټاکي او د دې کار لپاره له یوه ایراني قاچاقبر سره بلدېږي. دغه قاچاقبر ترکیه ته د رسېدو په بدل کې له فهیم نه د ۲۲ میلیونه تومان غوښتونکی دی او ډاډ ورکوي چې نوموړی به خامخا د ترکیې استانبول ته رسوي.
په سبا ورځ ایرانی قاچاقبر له فهیم سره یو ځای له غرمې وروسته دوه بجې د ایران له ازادۍ ډګر څخه د ترکیې پولې په لوري حرکت کوي او نوموړی د ایران او ترکیې ترمنځ وروستۍ پولې چې د ارومیه په نومژاغچج یادېږي، رسوي. هتله فهیم د بېلابېلو هېوادونو له اتیاو تنو ځوانانو سره چې ټول ترکیې ته د تللو تکل لري، د سفر د لارې ملګری کیږي. دا ځل فهیم یوازې دی او هېڅ یو د کابل ملګری یې ورسره په سفر کې نه دی.
قاچاقبر هغوی ته وايي چې د وضعیت د خرابېدو له امله، هغوی باید څو ورځې په لیلیه کې پاتې شي. فهیم او د سفر ملګري یې اړ ترڅو په هغو خونو کې چې په هر یوه کې څلوېښت تنه ځای پرخای شوي، شپې او ورځې تېرې کړي په دې موده کې هغوی ته داسې خواړه ورکول کېږي چې اصلا په خوړلو نه ارزي. له یوې اونۍ وروسته هغوی ته خبر ورکول کیږي چې نن شپه کېدای شي له پولې واوړي.
د شپې ۹ بجې دي او فهیم له خپلو نویو ملګرو سره سفر ته چمتو کېږي. قاچاقبر د هغوی د لېږدولو لپاره کوچنی موتر چمتو کوي، دا موتر د پینځو کسانو ځای لري خو قاچاقبران ۲۰ تنه په هغه کې ځای پر ځای کوي. له څو تم ځایونو او د موترو له بدلېدلو رابدلېدو وروسته، هغوی د ایران او ترکیې ترمنځ د پولې تر وروستي ځای پورې رسېږي. له هغې وروسته د لېږدلو لپاره بله وسیله نشته چې هغوی له پولې واړوي له همدې امله هغوی اړ کېږي چې په پلي توګه د ترکیې په لوري حرکت وکړي.
له څو ساعتونو پلي تګ وروسته، فهیم او د سفر ملګري یې له یوه لوړ غره سره مخ کېږي. څوک انرژي هم نه لري چې په دغه غره پورته شي، خو اړ دي. له دغه غره څخه له اوښتو او له اوږدې لارې وروسته، ټول داسې فکر کوي چې نور به په لاره کې دومره لوړ غر نه وي. خو د غره وروستي نقطې ته په رسېدو، ټول متوجه کېږي چې له هغه څخه نور لوړ غرونه هم په مخکې لري. فهیم چې هم ستری دی او هم د بېرته تګ لپاره بله چاره نه لري، په همدغه وضعیت کې خپلې لارې ته دوام ورکوي.
هر څومره چې ترکیې ته نېږدې کېږي، هومره هوا سړېږي او د هوا سړېدا هغوی نور هم ځوروي . کله کله د هوا د سړېدا له کبله په یوه ځای کې کښیني او په خپلو لاسونو خپلې پښې څه نا څه تودودي او بیا خپلې لارې ته دوام ورکوي.
پایله کې، فهیم او د سفر ملګري یې د ترکیې پولې ته نږدې رسېږي هوا هم له حد نه زیاته سړه ده او واوره ورېږي. دغه ستړي مسافر، د هوا د سړېدا له کبله ټولې هغه جامې یې چې له ځان سره وړې وې، اغوندي، خو هېڅ اغېز نه کوي ځکه هوا ډېره سړه وه.
د ډېرو واورې ورېدلو له امله د مسافرینو ټولې جامې لمدې او یخ ووهل شوې بل لوري ته، څو ساعتونه کیږي چې هغوی په یو متر واوره کې بند پاتې دي او هېڅ ډول حرکت او حس یې په پښو کې هم پاتې ندی. فهیم کله داسې احساس کوي چې د ژوند وروستي پړاو ته رسیدلی او کېدای په دغو واورو کې یې یخ ووهي او هغه هدف ته چې غواړي ونه رسیږي.
د شپې ۹ بجې دي، سړې هوا ټول بې صبره کړي بل لوري ته داسې هېڅ پناه ځای نشته چې هغوی د واورې ورېدلو او سړې هوا څخه خوندي کړي. خو قاچاقبر سربېره پر دې هم هغوی له پولې نه اړوي او هغوی ته ویل کېږي چې څو ساعتونه باید همدلته پاتې شي ترڅو د واورې کچه څو برابره شي او ګرد ټول ځایونه ونیسي.
دغه ډله د سهار له 5بجو د ماسپیښین تر ۲ بجو پورې په واورو او باران کې پاتې کیږي. سړې هوا او د کافي خواړو نشتون ټول بې وسه کړي دي خو د بېرته تګ لاره هم نه لري؛ تر دې د ماسپیښین ۳ بجې کېږي او هغوی ته اجازه ورکول کیږي ترڅو له هغه دیوال نه چې دوه متره لوړوالی لري، واوړي.
سره له دې چې د هغوی پښې او لاسونه یخ وهلي او له حرکت نه پاتې دي، خو فهیم د خپل ځان ژغورلو لپاره له وروستي ځواک نه کار اخلي او له دېوال نه اوړي. له هغې وروسته ایرانی قاچاقبر هغوی سره نه نه مل کېږي او ورته وايي چې له پولې هغې خوا یو بل غر دی، له هغه واوړئ او بیا همداسې لاندې په لوري حرکت وکړئ هغوی ته یو بلدي کس معرفي کوي چې مخې ته به یې راشي.
فهیم او ملګري یې د قاچاقبر په خبرو عمل کوي او له غره څخه له تېرېدو وروسته په پلي ډول درې ساعته نور مزل کوي. د هر ساعت په تېرېدلو د بلدي کس په تمه وي، خو له هغه څخه خبرنشته. هوا هم مخ په تیاره کېدو ده. مسافرین خپله هیله له لاسه ورکوي او فکر کوي چې قاچاقبر هغوی ته دوکه ورکړې ده. تر دې چې د واتساب د پیغام رسوونکي له لارې یو لاره موندي چې د هغه پربنسټ باید مخکې لاړ شي.
هغوی له غره څخه ښکته کېږي او ترکیې پورې اړوند یوه کلي ته رسېږي. خو خبر لا نه دي چې ددې هېواد د سرتېرو یوه پوسته هم په هغه کلي کې ده. د ترکیې پولیس د هغوی له غیر قانوني راتللو څخه خبرېږي او د هغوی د نیولو لپاره لاس په کار کېږي.
نور نو هرڅه ختم شوي او هغوی د تېښتې لپاره بله هېڅ لار نه لري. که وغواړي وتښتي نو باید په غرونو واړوٍي. بل لور ته، هېڅ یوه مسافر کې د بېرته تګ توان نشته او د ځینو خو د سړې هوا له کبله حتی پښې له حرکت نه پاتې دي.
د ترکیې سرتېري هغوی نیسي او په یوبل سوړ زندان کې یې چې هېڅ شی پکې نشته، یوه شپه زنداني کوي چې ځیني مسافر د هغوی له لوري وهل ټکول کیږي. فهیم د ترکیې د سرتېرو له سوکانو او لغتو خوندي پاتې شو، خو سړې هوا او لوږې د هغه وضعیت خراب کړ او تر سهاره پورې یې ځان درد کاوه او پښې او لاسونه یې له حرکت نه پاتې وو. ددغو کړاوونو وروسته، په سبا یې هغوی ټول بېرته د ایران پولې ته واستول. له دغو ټولو بدبختیو سره – سره د فهیم او نورو ځوانانو بخت ښه و چې ایران ته د بېرته راتګ پر مهال له غلو سره مخ نشول.
فهیم د ترکیې له پولې څخه له بېرته شړل کېدو وروسته وکولای شول د روسیې په یوه پوهنتون کې تحصیلي بورسیه ترلاسه کړي او دا مهال په دغه هېواد کې مېشت دی. یوازې فهیم نه دی چې د طالبانو د رژیم په راتګ یې پرېکړه کړې چې افغانستان پرېږدي او بېرته راتګ ته زړه ښه نه کړي. په زرګونه نورو ځوانانو د فهیم او ملګرو په پرتله له دې هم بد وضعیت تجربه کړی او د ښې راتلونکې جوړولو لپاره یې د قاچاق له ګواښ ډکه لاره غوره کړې ده.