له زېږونه تر مړینې د یوې افغان نجلۍ د ژوند کیسه

وجیهه احمدي

د یوې معصومې افغان نجلۍ د ژوند کیسه داسې پيل شوه او پای ته ورسېده: کله چې نړۍ ته راغله او لومړنۍ ژړا یې وکړه، پلار یې په غوسه نارې کړې چې ولې نجلۍ ده؟

کله یې چې د مور په لور لومړنۍ ګامونه پورته کول، مور یې په غوسې ورته وکتل او وې ویل: که ته زوی وای پلار به دې زیات ارزښت راکاوه ولې نجلۍ یې؟

کله چې ښوونځي ته تله، د کتاب او قلم پیسې یې کوچني ورور ته د فوټبال بوټان او بایسکل وپېرل، ځکه هغه هلک و.

کله چې پر دسترخوان د ډوډۍ لپاره کیناسته، د هغې د قوي خوړو برخه یې تر نوموړې مشر ورور ته ورکول، ځکه هغه کار کاوه.

کله چې کوڅې ته ولاړه چې له خپلو همځولو سره لوبې وکړي، لاسونه یې ونیول او واده یې کړه ترڅو کورنۍ له بې وزلۍ وژغوري؛ ماشومتوب یې وپلوره او د اولاد خاونده شوه.

کله چې د خاوند پر کور ځوانه شوه، د هیلو خلاف یې په دې کم عمر کې مور شوه.

کله چې لویه شوه او پوه شوه شاوخوا یې څه تېرېږي، شا ته یې وکتل چې ګوري لاسونه او پیښې یې ماشومانو نیولي او مور ورته وايي.

هغه وخت یې چې غوښتل ټیټه شي او خپل بچیان له ځمکې راپورته کړي، د هېواد د اوښکو سېلاب یې مخ خړوب کړ او غمجنه یې کړه.

کله چې ناروغه شوه ډاکتر ته ورغله، ډاکتر ترې پوښتنه وکړه څو کاله کېږي  چې مور یې؟

ډاکتر ته یې وویل: ماشومتوب مې نه درلود، ځواني مې یې وپلورله او بیه یې د نن ورځې ناروغۍ راته راکړه. ته اټکل وکړه چې څو کلنه یم. ځوانه نه شوم، زړه شوم او د مرګ کومي ته ولوېدم. د قبر پر ډبره یې ولیکل: د فلاني مور.

ورته لیکنې

Back to top button