د کابل پوهنتون محصلانو د الهې دلاورزۍ د خوشي کېدو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوی (یوناما) او د بشري حقونو دفتر ته لیک لېږلي او د الهې دلاورزۍ د خوشي کېدو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په یوه ویډیو کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي یوه زده‌کړیاله نجلۍ وایي، چې د کابل پوهنتون له درېیو پوهنځیو ۴۰ تنو زده‌کړیالانو شنبه د لیندۍ پر ۲۶ یوه لیک لاسلیک کړی او یوناما او بشري حقونو ته یې لېږلی دی.

په دغه ویډیو کې راغلي، چې د دې بهیر د پیلولو موخه د طالبانو له زندان څخه د الهې دلاورزۍ خوشي کېدل ده.

الهې دلاورزۍ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکینی ویاند سعید خوستی پر تېري تورن کړی و.

هغه له یوې میاشتې راهیسې له پاکستانه بې‌درکه شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button