د بې وطنۍ کړاو، له پاکستانه د وتلو د ضرب الاجل پای او د افغان کډوالو ناچاري

د بې ځایه کېدو او کډوالۍ کړاو د هر چا لپاره له درده ډک او نه هېرېدونکی دی. افغانانو د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د بې کوره کېدو او بې وطنه کېدو په ګډون بې شمېره ناخوالې او مصبتونه زغملي دي. د ۱۴۰۰لمریز کال د زمري میاشتې له ۲۴ وروسته چې طالبان یوځل بیا پرافغانستان واکمن شول، د دغه هېواد زرګونه وګړي له افغانستانه په ډله ییزه توګه کډه کولو ته اړ شول. په دې لړ کې څه باندې درې میلیونه هېوادوالو پاکستان ته پناه یوړه او ډیری یې تر اوسه په دغه هېواد کې ژوند کوي. دغه راز زرګونه تنه نور د ځينو هېوادونو د لېږد د پروګرامونو له لارې د وېزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

خو په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزار ت په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو له میشتو وګړو، په تېره بیا هغو افغانانو چې وېزه نه لري، غوښتې دي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال تر ډسمبر میاشتې پورې له دغه هېواده ووځي، یعنې تر شاوخوا ۴۰ ورځو. د خبرپاڼې پربنسټ، هغه کسان چې له یوکاله ډیر په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېدلي وي، د دغه هېواد په تور نوملړ کې شامېلېږي او دغه راز به په دغه هېواد کې د دغو کسانو تر دې زیات پاتې کېدل هغوی ته د درې کاله زنداني کېدو په بیه پرېوځي. د پاکستان دغه اقدام د افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر خپلې رسمي ویبپاڼه یوه اعلامیه خپره کړې چې له مخې یې، د نورو هېوادونو هغو وګړو ته، چې په دغه هېواد کې یې یو کال وخت تېرکړی وي او د وېزې د مودې له پوره کېدو وورسته، له پاکستانه ولاړ شي، د ډسمبر تر ۳۱ د وتلو بې جرمي جواز ورکول کیږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په خپلې خبرپاڼه کې دغې طرحې ته بهرنیو وګړو ته د بښنې د طرحې نوم ورکړی دی او ویلي یې دي، چې هغو بهرنیو وګړو ته چې په دغه هېواد کې یو کال اقامت ولري او اوس یې د وېزو د اعتبار موده پای ته رسېدلې وي، د وتلو بې جرمې جواز ورکول کیږي او هغه کسان چې له وېزې پرته یې په دغه هېواد کې تر یوکال ډیروخت تېر کړی وي، له جرمي سره د وتلو جواز ورکول کیږي.

دغه وزرت ټينګار کړی دی چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۳۱مې له پای ته رسېدو وروسته به، له هغو بهرنیو وګړو سره چې د بښنې له دغې طرحې ګټه واخلي، هېڅ ډول چلند ونه شي. د دغې طرحې په یوه برخه کې راغلي دي، چې« د ۱۹۴۶کال د قانون له مخې، هغو بهرنیو وګړو ته چې له ټاکل شوي وخته ډير وخت تېر کړي، د درې کاله زندان سزا ورکولای شي.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي دي:« د ۲۰۲۲ د ډسمبر له ۳۱ وروسته به د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې اقدامات پېل شي، چې تر یو کال ډير اقامت ولري. پر دې سربېره به پاکستان ته د هغوی د بیا راتګ د مخنیوي لپاره د دغو کسانو نومونه په تور نوملړ کې شامل شي.»

یو شمېر افغانان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې وروسته، پاکستان ته تللي دي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په دغه هېواد کې د ژوندانه پرلسګونه نورو ستونزو سربېره، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وروستۍ خبرپاڼې لا ډير اندېښمن کړي دي. دغه کډوال تاییدوي، چې د پاکستان د پولیسو له لوري د بېرته اړولو او بندي کېدو له وېرې هڅه کوي، چې خپل ډير وخت په کور کې تېر کړي او لږ د باندې ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کابل په هوایي ډګرکې د لېږد د پروسې له پای ته رسېدو وروسته، زرګونه هېوادوال د پاکستان له لارې بهر ته د تګ لپاره دغه هېواد ته تللي دي. اوس چې د لېږد بهیر ډير وخت اخلي، په پاکستان کې افغان کډوال له پراخو ستونزو سره مخ دي او په ډله ییزه توګه د زنداني کېدو له خطر ورته پېښ دی.

نجیبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه له زرګونو افغان کډوالو ده، دغلته څه موده وړاندې د دغه ښار د پولیسو له لوري تر زرو زیات افغانان بندیان شوي وو. نجیبه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبروکې وایي:« وېرېږم، درې پرلپسې ورځې کیږي چې له کوره نه یمه وتلې. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر اعلان مخکې وتلم. اوس د سهار له خوا پولیس خورا زیات شوي دي. زموږ له جامو او څېرو ښکاري چې افغانان یو. درې ورځې کیږي چې له کوره نه یمه وتلې. له زوی نه مې چې بهر ته ځي پوښتنه کوم، وایي پولیس زیات شوي او خلک نیسي.»
نجیبه زیاتوي:« د وېزې د غځولو لپاره هېڅ امکانات نشته. که مې نوې وېزه اخیستلای باید له پاکستانه وتلې وای، چې دا کار شونی نه دی. آنلاین وېزه په تور بازار کې په یوزرو پنځوس امریکایي ډالرو ورکوي، چې ډیره ګرانه ده. د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کډوالو وضعیت خواشینوونکی دی، پولیس یې ګام په ګام تعقیبوي.»

بل خوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د کمېشنکارانو بازار هم ګرم کړی دی. یو شمېر افغان کډوال ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د خپلو وېزو د تمدید لپاره د پاکستان له کورنیوچارو وزارته هېڅ ځواب نه ترلاسه کوي او د دغه هېواد د پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېري اړکیږي، چې د هرې وېزې د تمدید لپاره کمېشنکارانو ته څه باندې ۳۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکړي، چې په همهمالي توګه د کورنیو د څوغړو د وېزې تمدیدولو کار ورته سخت کړی دی.

بل خوا په پېښور کې یو شمېر میشت افغان کډوال هم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي، چې افغان کډوال له خورا ډيرو ستونزو سره مخ دي او د دغه هېواد د پولیسو له لوري ځورول کیږي. مېرمن حیدري یوه له افغان کډوالو ده، چې اوسمهال په پېښور کې ژوند کوي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« درې نیمې میاشتې کیږي، چې له افغانستانه راغلې یم. په ډېروستونزو سره وتوانېدم چې روغتیايي( مېډيکل) وېزه واخلم. کورمې په سختۍ ونیوه. درې ماشومان لرم، یو یې شاوخوا یوه میاشت وړاندې ناروغ شوی و، پلار یې په درملو پسې تللی چې له کوره لږ لېرې د پولیسو له لوري ونیول شو. پولیسو یې له لاسه موبایل واخیست. هغه په زاریو له هغوی وغوښتل چې ماشومان یې سرپرست نه لري. کله چې پولیسو موږ ولیدو په عذر او زارۍ یې پرېښود اوس ۴۵ورځې کیږي چې په کور کې دی.»

دغه راز په پېښور کې یو بل افغان کډوال چې د خبریالانو، مدني ټولنې د فعالانو او بشري حقونو د فعالانو د یوې ډلې په استازیتوب له۸صبح ورځپاڼې سره خبرې کوي، وایي:« د کډوالو رواني او روحي وضعیت ډير خراب دی. د پېښور پولیس خلک ډيرځوروي. د چا وېزه نه تمدیږدي، که وېزه ونه لرې، څوک کور په کرایه نه درکوي، اقتصادي ستونزې خورا ډيرې دي، که څوک ناروغ شي، ډاکټر ته د تللو وس نه لري. دلته د کډوالو وضعیت ډير خراب دی.»

بل کډوال چې نه غواړي په دې رپوټ کې یې نوم واخیستل شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، د پولیسو او د وېزې د نه تمېدېد کېدو پر ستونزو سربېره، د کورونو ډير خاوندان هغه پیسې چې مخکې له مخکې یې د تضمین په توګه اخلي، کله چې څوک کور پرېږدي، بېرته یې چاته نه ورکوي او که څوک د خپلو پېسو پر ورکړې ټينګار وکړي، ګواښي يې.

پر دې سربېره، په پاکستان کې یو شمېر نور افغان کډوال وایي،چې د دغه هېواد پولیس د اسلام آباد او راولپنډۍ په بیلابیلو سیمو کې د کډوالو کورونه په نښه کوي او په بیلابیلو پلمو پیسې ترې اخلي. د دوی په وینا، کله چې پولیس د کور قرارداد ګوري، پلمه کوي، چې ولې په دغه تړون د یوه کس نوم لیکل شوی دی. دغه کډوال تینګار کوي، چې له دغې ستونزې د خلاصون لپاره باید پولیسو ته پیسې ورکړي.

یوه خبریاله چې د پاکستان په راولپېنډۍ سیمه کې ژوند کوي، وایي:«۹ میاشتې کیږي، چې په پاکستان کې یو. هغه کسان چې وېزه نه لري، یا یې پاسپورټ ستونزه لري، له ډيرو ستونزو سره مخ دي. زموږ سړي حوزې ته بایي او مېلمستون مو پلټي او په دغه ښار کې د نجلۍ لپاره خوندي فضا نشته. ورور مې یې بوته، پیسې واخیستې او جریمه یې کړ، موږ اندېښمن یو، چې تر کله به دا وضعیت دوام ولري. د (UNHCR) په دفتر کې مو نومونه ثبت کړي، هېڅ ځای نه نیسي او پولیس وایي،چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دا ګڼه دوسیه موږ ته د اعتبار وړ نه ده»

یو بل کډوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« یوازې هغو کسانو ته چې پاکستان ته قاچاقي راغلي، پلمې جوړوي، ان پیسې یې هم اخیستې دي، خپله نن آوان مارکیټ ته چې په راولپېنډۍ کې دی، تللی وم. ډیر بې ویزې افغانان پولیسو بیولي وو او جریمه کړي یې وو. خو له هغو کسانو سره چې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې یې ځانونه ثبت کړي او په وېزې پاکستان ته راغلي دي، کار نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې ډیری افغان کډوال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم شکایت لري. د دوی په وینا، هغه کسان چې تېرکال یې د ملګرو ملتونو په دغې استازولۍ کې لومړۍ مرکې کړې وې، تراوسه د دویمې مرکې لپاره نه دي غوښتل شوي. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کوي، چې په دغه دفتر کې مرکه یا انټرویو هم د کمېشن کارانو کار شوی او هرڅوک چې وغواړي مرکه یې ژر ترسره شي، باید تور بازار ته مراجعه وکړي.

امید یو له زرګونو کډوالو دی، چې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په دفتر کې یې خپله لومړنۍ مرکه تېر ميلادي کال ترسره کړې ده. هغه اوس د یوکال په تېرېدو سره، له ډيرو هڅو سره سره، نه دی بریالی شوی چې په دغه دفتر کې خپله دویمه مرکه ترسره کړي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، کله چې افغان کډوال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورځي، د ( UNHCR) دفتر ستونزه د پاکستان د دولت پرغاړه ور اچوي او کله چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له مسوولانو سره خبرې کیږي، هغوی ستونزه د ) UNHCR) دفتر پرغاړه وراچوي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې یې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مسوولانو له خولې وایي، چې دغه بنسټ د هر افغان کډوال پرسر د پاکستان دولت ته په ورځ کې درې ډالره ورکوي. خو د دغه هېواد دولت په ورځ کې د پنځو ډالروغوښتنه کړې چې د دغه سازمان له لوري نه ده منل شوې او دا چاره د کډوالو د چارو د ټکنۍ کېدو لامل هم شوې ده. د یادونې وړده، چې ۸صبح ورځپاڼه له ډېرو هڅو سره سره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ( UNHCR) د دفتر له لوري د دغو اطلاعاتو پر تاییدولو بریالۍ شوې نه ده.

دا په داسې حال کې ده،چې څه موده وړاندې د پاکستان پولیسو په سند ایالت کې تر زرو زیات افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، نیولي وو. د پاکستان د پولیسو دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شو،خو په پاکستان کې یې د افغان کډوالو پر وضعیت مثبت اغېز ونه کړ.

ورته لیکنې

Back to top button