د دولتي قضیو په اړه د پاکستان جوړې شوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او مرستيال مشر شاه محمود قريشي د بند موده د اکتوبر تر۱۰مې پورې غځولې ده.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور پر بنسټ، دا حکم د سې شنبې ورځ د سپټمبر په ۲۶مه د پټو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې صادر شوی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان ځانګړې محکمې په دې قضیه کې د عمران خان د نیولو امر د سپټمبر تر ۲۶مې پورې صادر کړی و.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اګست په ۵مه د پټو لیکونو په افشا کولو او د دولتي ډالیو د خرڅلاو په خاطر په درې کاله بند محکوم شوی و.
د روان کال د اګست په ۲۹مه د اسلام اباد سترې محکمې د اختلاس په قضیه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د درې کلن بند سزا وځنډوله او په ضمانت یې د خوشې کېدو وثیقه صادر کړه.
خو پاکستاني چارواکو د عمران خان د خلاصون مخه ونیوله او ویې ویل چې هغه د محرمو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې بندي دی.
په دې مقدمه کې په هغه تور دی چې په امريکا کې د پاکستان سفير له لوري را لېږل شوي محرم اسنادونه افشا شوي او د دغه هېواد د محرمو مسایلو د قانون خلاف کار کوي.
د عمران خان نږدې ملګری او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم په دې قضیه کې د رول په تور نیول شوی دی.
پخوانی لومړی وزیر، عمران خان تل دا ادعا د یو سند په توګه کاروي چې امریکا متحده ایالات د پاکستان په سیاست کې لاسوهنه کوي.