۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې وویل، چې د هغې ښځې د نیولو خبر، چې ادعا یې کړې د کورنیو چارو وزارت د مخکیني ویاند له خوا په جبري توګه نکاح ته اړ او شکنجه شوې سم نه دی.
د طالبانو د سترې محکمې ټویټرپاڼې پنجشنبه د وږي پر ۱۰ په یوه ټویټ کې ویلي، چې د الاهې دلاورزۍ د نیولو حکم د دغې محکمې له خوا نه دی صادر شوی او د نیول خبر یې هم سم نه دی.
که څه هم چهارشنبه ماښام ټویټر کې د طالبانو د سترې محکمې په نوم یوې پاڼې د الاهې دلاورزۍ له نیولو خبر ورکړ، خو د طالبانو سترې محکمې نن په خپله خبرپاڼه کې دغه ټویټرپاڼه جعلي بللې ده.
د ویلو ده، چې د الاهې دلاورزۍ ویډیوګانې تېرو دوو ورځو کې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، چې په اوښلنو سترګو ادعا لري د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند سعید خوستي پرې جنسي تېری کړی دی. خو سعید خوستي له اغلې دلاورزۍ سره هرډول ناوړه چلند رد کړی دی.