۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځایی سرچینې وایي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په دغه ولایت کې د نجونو یو ښوونځی جوړ کړی دی.
سرچينو د چهار شنبې په ورځ د لیندی پر۹مه نېټه، وويل چې دغه ښوونځى د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د شمال ختيځ زون د کليو د پراختيا پروګرام له لوري د يو ميليون او ۴۰۰ سوه زره افغانيو په لګښت د کشم ولسوالۍ د نوآباد وخشي په کلي کې جوړ شوى دى.
د دغه ښوونځي ودانۍ شپږ درسي ټولګي، د کمپيوټر خونه، يو کتابتون، دوه دفتري خونې، د لس زره ليټرو په ظرفيت سره د اوبو یوه زیرمه او د ۲۰۵ مټرو په اوږدوالي سره ترې راچاپېر دېوال لري.
تر دې وړاندې په دغه کلي او شپږو ورڅېرمه کليو کې ماشومانو په پرانستې او د ژمي په سړې فضا کې زده کړې کولې.
د دغه ښوونځي د جوړولو چارې د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې پیل او د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې بشپړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.