د سویډن موسسې په غزني کې د دوو سړکونو د بیارغونې کار پیل کړ

۸صبح، غزني: په غزني ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت په مقر او خواجه عمري ولسوالیو کې د دوو کلیوالي سړکونو د بیارغونې چارې، د سویډن موسسې په مالي مرسته پیل شوې دي.
په غزني کې د طالبانو د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي په ١٦مه)، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ددغه ولايت د مقر ولسوالۍ د (خوزي) سړک د بيارغونې چارې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت او د سويډن موسسې په مالي مرسته پيل شوې او په دې پروژه کې ٢٠٠ ځايي اوسېدونکي په کار بوخت دي.
په ورته وخت کې د خواجه عمري ولسوالۍ له مرکز سره د (برکت) کلي د مواصلاتي سړک د بیارغونې چارې هم د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
په غزني کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د بیارغونې له پیل سره شاوخوا ۱۰۰ ځايي اوسیدونکو ته د ۳۵۰ افغانیو د ورځني معاش په بدل کې، کار برابر شوې دی.
په ورته وخت کې د سویډن موسسې په مالي مرسته د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د اوبو د دوو کاریزونو د پاکولو کار روان دی.