د سویس دولت ویاند تایید کړې چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره د سویس د امانت صندوق مدیره پلاوي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې غونډه کړې ده.
رویټرز رپوټ ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمینو لپاره د سویس د امانت صندوق ناسته دوشنبې د نومبر په ۲۱مه ترسره شوې ده.
د رپوټ له مخې، د ناستې د بحث وړ مسایل تراوسه نه دي په ډاګه شوي.
د افغانستان د کنګل شویو شتمینو لپاره د سویس د امانت صندوق د «د افغانانو په ګټه د شتمنیو د خوندیتوب» په موخه جوړ شوی دی؛ خو دغه صندوق تراوسه د پيسو د ورکړې بڼه او وخت نه دی په ګوته کړی.