په افغانستان د طالبانو مذهبي ډلې بیا واکمنېدل، له یو لوی انساني ناورین څخه کمه پېښه نه ده؛ خو دا چې کله به افغاني ټولنه له دې لوی ناورینه خلاصېږي، ښکاره ده چې وخت ته اړتیا ده، ترڅو د هېواد د هرې برخې وګړي پوه شي، چې د اسلام په نامه د جګړو کولو، د انسانانو په وژلو، ویر او وحشت خپرولو، ملي شتمنیو په لوټلو او د ملت په غاړه په پښو اېښودلو سره، ځان د یوه هېواد سیاسي واک ته رسول، د ریښتیني او محمدي اسلام تګلاره نه ده، بلکې دا ټولې جګړې او قتلونه د هغه سیاسي اسلام یوه نوې لوبه او تازه بڼه ده، چې د نړۍ لوی قدرتونه یې خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو په موخه کاروي.
له بده مرغه د دین او مذهب په نامه یو شمېر مذهبي لېونیانو، ددې جګړو قربانیان او د سونتوکي یې یوازې هغه خلک او هغه ملتونه وي، چې د دین لپاره یې، د خپل ژوند او خپلو ټولو ارزښتونو قربانۍ ته آماده وي او په عامه اصطلاح، په دین سر ورکوي؛ خو سر پرې نه خلاصوي، چې له بده مرغه د افغان وطن په دین ولاړ ملت هم ددې لویو نړیوالو لوبو قربانیان بلل کېدای شي او له سلو کلونو راپدېخوا یې ترخې تجربې بیا بیا پرې تکرارېږي، هره ډله یې په نوې بڼه د مسلمانولو او اسلامي ټولنې جوړولو هڅه او تجربې کوي.
د افغانستان ملت او خلک تل د دین په نامه د ژوند له ټولو انساني نعمتونو او بشري حقونو محروم شوي، چې کله هم هر لوی قدرت غوښتي خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې دین خپله وسیله ګرځولې او بیا یې په دې طریق، د ولس له منځه ځینې داسې مهرې د خپل هدف لپاره ټاکلي او په هغو یې پانګونه کړې، چې تل په ټولنه کې د واک او قدرت تږي پاتې شوي، محرومیت ځپلي او د خلکو په منځ کې د ځان ځلولو په هلو ځلو کې یې ناکام شوي او په پایله کې، د هغو نړیوالو لوبو ښکار شوي، چې لوبغاړي یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، د انسانانو له هر ډول احساساتو ناوړه ګټه اخلي، په انسانانو لوبې کوي، بشري حقونه او نړیوال انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، په دې لار کې هر ډول پانګونې، قربانۍ او دغه راز له هر راز بشري تعهده تېرېدو ته هم چمتو وي.
افغانستان هم حتی له خپلې سیاسي خپلواکۍ وروسته په لنډه موده کې، د خپل ملت د ځواکمنو دیني احساساتو له امله، څو څوځله د دین له آدرسه، ددې لوبو ښکار شوی او د نړۍ لویو قدرتونو له لوري د ټاکل شویو او روزل شویو مهرو او ددې مهرو په وسیله، د ملت له دیني احساساتو څخه د ګټې اخیستنې له لارې یې کله د خپلواکۍ له ترلاسه کولو لنډه موده وروسته او کله هم له لنډمهاله سیاسي ثبات وروسته ټولې لاسته راوړنې او هرڅه یې له خاورو سره خاورې شوي، چې دادی دا ترخه تجربه یې اوس یو ځل بیا هم تکرار شوه او ترڅو چې دا تریخ واقعیت د ملت له لوري و نه منل شي، چې په دین سر خلاصول له سر ورکولو څخه ډېر ګټور وي، تر هغه به بیا بیا ددې ترخو تجربو د تکرار وېره موجوده وي او بیا به هم دا ملت د خپلو بچیانو د وینې بهېدو او د نړیوالو لوبغاړو د لوبو میدان ګرځي.
نړیوالو په تېرو شلو کلونو کې، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان کې بېلابېلو اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي، نظامي، ورزشي او داسې نورو برخو کې پانګونه وکړه، دا شل کاله هم افغانستان ورته مهم و، هم د افغانستان خلک ورته مهم ول، هم د افغانستان پېغلې او ځوانان ورته مهم ول، هم دې ځای کې د بشري حقونو تأمینول ورته مهم ول، نو هم یې نظامي ملاتړ کاوه او هم ددې وطن خاوره برکتي او مهمه وه؛ خو اوسمهال د شلو کلونو تر تېرېدو وروسته، د نړیوالو قدرتونو د اړوند لوبو د مسیر په بدلېدو یا هم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې، د یو نوي مسیر په پیدا کولو سره، هرڅه په لوی لاس له صفر سره ضرب کړل، نور نه د افغانستان خلک مهم دي، نه بشري حقوق تأمینول دلته مهم دي او نه هم دا مهمه ده چې دا ملت به د دوی له لوري د پیل شوې لوبې له امله، کوم برخلیک سره مخ کېږي. نو له همدې امله لازمه ده چې خپله دا ملت په دې هرڅه پوه شي او نور نه د نړیوالو په دې درناویو او سخاوتونو وغولېږي، نه هم خپل هېواد کې د دین په نامه د دوی د روزل شویو کسانو د قدرت نیولو اړوند جنون لپاره وکارول شي او بیا بیا یې خپل مذهبي احساسات ددې لامل نه شي، چې له ټولو انساني حقوقو او بشري ارزښتونو څخه یې بې برخې کوي، بلکې په دې پوه شي چې دا سیاسي اسلام یې د دین له اصلي سرچینې څخه نه، بلکې د همدې نړیوالو لوبو څخه راپیدا او په مختلفو بڼو پرې حاکم او تحمیل شوی دی.
د دې ترڅنګ د تاریخ جوړېدو او له سختدریځه دیني حکومتونو، د خلاصون لپاره افغانستان هم د ګاونډي هېواد په اصطلاح د یوې متوسطې دورې دیني حکومت پوروړی دی، که څه هم دا پور یې څو څو ځله په مقطعیي بڼه پرې کړی، خو په بشپړه توګه ددې حکومتونو له وچې دیکتاتورۍ د خلاصون لپاره لازمه ده چې یوه متوسطه دوره یې پوره او خلک ترې ستړي او بېزاره شي، په دې توګه به د تاریخ دا پور په پوره توګه ادا شي؛ لکه ګڼ شمېر اروپایي یا غربي هېوادونو چې د مذهبي حکومتونو دا پور په منځنیو پېړیو کې ادا کړ، تر ډېره د ولسونو او ملت له لوري ړنګ شول او بیا تر ننه هم زیاتره دې ملتونو د مذهبي حکومتونو شوق ونکړ. ایران هم دا پور ادا کوي او تر اسلامي انقلاب وروسته یې اوسمهال ملت له مذهبي حکومته ستړی او ورځ تر بلې بېزاره کېږي.
تر شل کلن جمهوریت وروسته پر افغانستان هم د طالبانو د واکمنېدو یو مثبت اړخ دادی، چې افغانستان هم د خپل تاریخ د مذهبي حکومت اړوند پور ادا کولو دا پروسه تکمیله کړي، ترڅو ددې بڼې حکومتونو مدعیان او پلویان یې عملاً وګوري، ملت یې تجربه کړي او بالاخره ملت د خالص مذهبي حکومتونو په خوند او اصلیت پوه شي، ترې ستړی شي او بیا له دې مذهبي قدرت غوښتونکو څخه خپلې لارې جلا کړي.
له تېر یو نیم کال راهیسې چې د طالبانو ډله په افغانستان حاکمه شوې، تر ډېره هرڅه شاتګ کوي، یوازې د خلکو فقر، بېوزلي او بېچارهګي، د پرمختګ! په لور روان دي. د ټولنې اقتصادي، ټولنیزه، سیاسي او فرهنګي وده په ټپه ولاړه ده. قومي، مذهبي او سمتي ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي. په ټوله کې د حاکمې ډلې له غړو پرته، افغانستان او دې وطن کې هر موجود افغان په سخت او ستونزمن حالت کې دی، چې ښایي دا ستونزې او سخت حالات په نېږدې راتلونکي کې د ملي بیدارۍ لامل شي او رښتیا هم ټول ملت د خپلو انساني حقونو ترلاسه کولو لپاره راپورته شي!