طالبانو له پوهنتونو سره هممهاله د کابل ښار ښوونځیو ته د ښځینه ښوونکو او زده‌کوونکو د ننوتو مخه هم ونیوله

۸صبح، کابل: کابل کې سرچینو له شپږم ټولګي ښکته زده‌کوونکو پرمخ هم د ښوونځیو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل ښار په ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو له منځه سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه وایي، چې سهار وختي ښوونځي ته د تلو پرمهال د ښوونځیو د مدیریت له خوا پیغام ورته لېږل شوی چې دندې ته له تلو ډډه وکړي.

د ښوونځیو مدیریتونو په دغو پيغامونو کې دندې ته د ښځو د تلو د منع کولو لامل د طالبانو له خوا د ښوونځیو تړل بللی دی.

په همدې حال کې د نجونو زده‌کوونکو ځینې کورنۍ هم کابل ښار کې ښوونځیو ته د دوی د اولادونو د ننوتو منع کېدل تایید کړي دي.

د هغوی په وینا نجونې زده‌کوونکې نن (چهارشنبه د لیندۍ پر ۳۰) د کلنیو ازموینو د پایلو د ترلاسه کولو لپاره ښوونځیو ته غوښتل شوې وې، خو وسله‌والو طالبانو د ښوونځیو په دروازو کې د هغوی د ننوتو مخه نیولې ده.

تراوسه د طالبانو له خوا د ښوونځیو د پوځي وضعیت لامل نه دی اعلان شوی.

د ویلو ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې وې او اوس داسې برېښي چې د پوهنتونونو د تړل کېدو له فرمان وروسته یې، له شپږ ټولګي ښکته ښوونځي هم د هغوی پرمخ تړلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button