طالبانو او پاکستاني پوځیانو یو ځل د پکتیا په ډنډ پټان سیمه کې نښته وکړه

۸صبح، پکتیا: په پکتیا ولایت کې ځایي سرچینې د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښتې خبر ورکوي.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې دا نښته د شنبې ورځې مازدیګر په ۳:۳۰ بجې ددې ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاسي دروازې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شوې ده.

له بلې خوا په پکتیا کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني پوځیانو د تفرقې اچولو په موخه د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکو پر یوه موټر ډزې وکړې.

طالبانو زیاته کړه چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو په وینا، دغې نښتې نیم ساعت دوام وکړ.

دا په داسې حال کې دي چې څلور ورځې مخکې هم طالبانو د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره نښته وکړه.

د ویلو ده چې د یکشنبې په ورځ، په سپين بولدک دروازه کې له پاکستاني پوځیانو سره د طالبانو د نښتې خبر ورکړ شو چې په دغه نښته کې اته پاکستاني پوځیان او درې طالبان ووژل شول.

پاکستاني چارواکو ددوی پر پوله ساتو پوځیانو د برید کوونکي په ورسپارلو ټینګار کړی؛ خو طالبانو، په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا برید د ناپېژانده کسانو له خوا شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button