۸صبح، پکتیا: سیمهییزې سرچینې تاییدوي، چې طالبان د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتي دي.
سرچینې زیاتوي، چې دغه نښته سهشنبه د لړم پر څلورویشتمه د مازدیګر ۴:۰۰ بجې شاوخوا «خرلاسي» دروازې ته نږدې شوې ده.
سرچینې وایي، چې دغې نښتې تر یوه ساعت زیاته موده دوام کړی دی.
د سرچینو په وینا، له نښتې وروسته اوس د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ سرحدي سیمې ته د طالبانو له خوا تازه دمي ځواکونه لېږل شوي دي.
تر اوسه د دواړو لوریو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې شوي او د دې نښتې انګېزه هم روښانه نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ پر یکشنبې ورځ په سپين بولدک بندر کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنخ له نښتې راپورونه خپاره شول، چې په دې نښته کې اته پاکستاني پوځیان او درې طالبان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، هغه کس چې د دې هېواد پر پوله ساتو ځواکونو یې برید کړی دوی ته دې وسپارل شي؛ خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې برید د یوه ناپېژانده وسلهوال له خوا شوی دی.
په همدې حال کې پاکستاني پوځیانو نن غرمهمهال د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه کلي کې د پاکستان پولې ته نږدې پر یوه ملکي وګړي ډزې کړې دي او وژلی یې دی.