د طالبانو له څو لویو ادعاوو څخه یوه یې دا ده، چې د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې د قدرت جزیرې ختمې شوي. «د قدرت جزیرې» په افغانستان کې یوه متنازع اصطلاح ده، چې مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني هم په ضدو نقیضه توګه کاروله. ځینې وخت یې خپل سیاسي مخالفان« د قدرت جزیرې» بللې او له واکه د هغوی لیرې بیول یې خپله لویه لاسته راوړنه ګڼله او ځینې وخت یې بیرته د همدغو څېرو د خپلولو لپاره جرګې مرکې استولې.
د طالبانو مشران هم «د قدرت جزیرو» د ختمولو زمزمه ډېره کوي. دا چې دوی هم لا د دغې زمزمې لومړۍ انترې وایي، لا وخت شته، چې ولیدل شي د زمزمې پای کې دغه ادعا شوې « د قدرت جزیرې» په کومو انترو یادوي.
په دې لیکنه کې به پر دې تم شو، چې د طالبانو د منطق او ادعا په اساس دوی ګواکې د څو ډلو له لوري د واک انحصار او خپلسري ختمه کړې او په اصطلاح« واحد شرعي نظام او عمري عدالت» یې تامین کړی.
د طالبانو د تحریک جوړښت او تاریخچې ته که وکتل شي، دا تحریک خپله په واقعیت کې د قدرت په جزیرې د بدلیدو لپاره یو رامنځته شوی تحریک و/ دی. د طالبانو تحریک په رامنځته کیدو کې که پاکستان اساسي رول درلود، خو د دغه تحریک له رامنځته کولو سره، د طالب مشرانو د لېوالتیا اصلي دلیل همدا و، چې د واک ترلاسه کولو لپاره «د قدرت جزیره» هم نه؛ بلکې « د قدرت سمندر» شي.
طالبان له رامنځته کیدو تر ننه، نه یوازې نور سیاسي لوري او ملت ردوي او ورباندې مطلقه او په پټو سترګو واکمني خپل الهي او طبیعي حق بولي؛ بلکې په خپل منځ کې یې هم چال چلند له استبداد، نفرت او یو بل نه زغملو ډک دی.
د طالبانو د لومړي رژیم له ارزونې که تېر او د دوی د لابيګرانو په توجیه، دوی هغه وخت بې تجربې، د مدرسو تازه دمه فارغان او ساده باده خلک وبولو، په اوسني رژیم کې یې هم دوی د « قدرت جزیرې» نه « د قدرت سمندرونه» را ته ښکاري.
اوسني طالب مشران، چې په شل کلنه جګړه کې یې له ډېرو هېوادونو او استخباراتي ډلو سره راشه- درشه لرله، د نړۍ بېلابېل هېوادونه یې ولیدل او تر اوسه یې د ډېرو کورنۍ لا هغلته ژوند کوي، د اوسني رژیم په ترکیب کې ډېر داسې څه کړي، چې له امله یې دوی خپل پروني مخالفان او واکمنان نقدوي.
د طالبانو رژیم که قانون او خلکو ته د ځواب ویلو له اړخه له پرونیو « قدرت جزیرو» سره پرتله شي؛ ګورو چې هیڅ د پرتلې وړ نه دي. له پرونیو « قدرت جزیرو» یا انحصارګرو څېرو جوړ شوي جمهوري نظام له ټولو ناکامیو سره اساسي قانون، مشروعیت، د خلکو رایو ته مراجعه، خلکو ته د ځواب ویلو لږ یا ډېر عملي شوی تعهد، نړیوالو میثاقونو ته ژمنتیا او لسګونه نور داسې ټکي لرل، چې د یوه متمدن او مشروع نظام ځانګړنې دي.
طالبان خو په روښانه یا لفافه کې وایي قانون ته اړتیا نشته، موږ تر نورو خلکو ممتاز او خپله د خدای له لوري پر دوی د واکمنۍ لپاره زیږول شوي او استول شوي وو، موږ چې څه وایوو او کوو همدا قانون، همدا شریعت او همدا د خدای خوښه ده.
له دې وراخوا، که د طالبانو رژیم د ترکیب له پلوه ولیدل شي، د نالیدل شوي مشر په ګډون یې نیږدې ټول واکمنان د محدودو څو سیمو قومي خاښونو او ملایي طبقې اړوند دي، چې د نورو سیمو او قومونو څو ملایان یې هم لکه د یوې کورنۍ په حجره کې د څو مېلمنو ځان سره کینولي دي.
د طالبانو د رژیم کابینه ښایي د اوسنۍ نړۍ په کابینو کې یوه استثنایي کابینه وي، چې دوه ترونه او دوه وریرونه(ملا عبدالمنان عمري + ملامحمد یعقوب مجاهد او خلیل الرحمان حقاني + سراج الدین حقاني) پکې هم مهاله د څلورو وزارتونو واکداران دي.
طالب مشران ملت د دې وړ نه ګڼي، چې د دوی په ژوند لیکونو خبر شي، کنه خامخا به د د دغو ترونو او وریرونو په شان لسګونه نورې بېلګې هم پيدا شوې وای.
له دې ټولو سره، جالبه دا ده چې طالبان خپل نامشروع او په مرموزو استخباراتي معاملو واک ته رسیدلی رژیم« ټول شموله او د ټولو قشرونو استازی نظام» بولي او ادعا کوي، چې « اسلامي شریعت او عمري عدالت» یې حاکم کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالباني« اسلامي شریعت او عمري عدالت» په دې ممثل رژیم کې د « فحشا خوریدو او مباح والي» په تور د میلیونونه افغان نجونو او ښځو پر مخونو د ښوونځیو، پوهنتونونو او ادارو دروازې تړل شوي، هره ورځ د هېواد له بېلابېلو سیمو د سیاسي، شخصي، قومي او سمتي مخالفت په اساس د مخکینیو دفاعي او امنیتي ځواکونو، سیاسي – مدني فعالانو او عامو خلکو د وژلو، ربړولو او بندي کیدو خبرونه ورکول کیږي.
برعکس، د طالبانو د پاسپورټ د مخکیني رئیس عالم ګل حقاني ورور، چې خپله طالبانو یې د پاسپورټونو د اته سوه ډالري پلور او په پیسو یې د عیاشۍ ویډیويي اعتراف خپور کړی و، لا ازاد ګرځي او چا پرې « اسلامي شریعت او عمري عدالت» تطبیق نه کړای شو.
همداسې د طالبانو د حقاني شبکې ویاند قاري سعید خوستی، چې د یوه پخواني جنرال پر لور یې، د هغې د ادعا پر اساس جنسي تېری کړی و او له رسوایۍ وروسته یې مجبوراً نکاح کړې او بیا شکنجه کړې وه، لا همداسې ازاد ګرځي او په رسنیو کې د طالبانو د « اسلامي شریعت او عمري عدالت» د نفاذ مدافعت کوي، خو شکنجه کړې او په زوره نکاح کړې مېرمنه یې الهه دلاورزۍ د هغې د کورنۍ د ادعا له مخې، تراوسه د حقاني شبکې سره یرغمله ده او نه پوهیږي، چې څه پرې تیریږي.
له واکه د ناوړه او غیر انساني استفادې او په وسیله یې د یوه ملت د یرغمل کولو او په برخلیک یې د عجیبو غریبو لوبو په اړه پر طالبانو ډېرې نورې خبرې هم شته، چې نورو ته د دوی پېغور ورکول او تر نورو د ځان غوره ګڼلو ادعاوې مسخره کوي.
طالبان دې نه هېروي، چې خلک د دوی او څو سیاسي څېرو د مقابلې د میدان څاروي نه دي. خلکو ته هغه او دغه سیاسي څېره او ځان ورسره پرتله کول نه؛ دا مهم دي چې چا یې د خولۍ مړۍ تر خپلو پښو لاندې کړې، د دوی په ږیرو او لباس کې یې کار لرلی، له مېرمنې یې د کار او له لور یې د زده کړو حق اخیستی او د ټولو خولې یې تړلي او لکه په یوه لوی هېواد کې د بندیانو په څېر چلند ورسره کوي.
دا کړنې بې حسابه او بې غبرګونه نه پاتې کیږي او نه اوس پاتې دي. دا اوس، چې د افغانستان له مختلفو سیمو د دوی خلاف د مدني او وسله وال مقاومت کومه څپه را ټوکیدلې او په پياوړې کیدو ده، دا عادي نه شي ګڼل کیدای. طالبان باید یا د ملت ارادې ته تمکین وکړي او له نور ناوخته کیدو مخکې ژر انعطاف وکړي او ملت ته د تعظیم او ندامت سر ښکته کړي، کنه په کاذبو خبرو، وېره اچولو، شکنجو او وژنو د یوه لوی ملت قهر او خپله نابودي نه شي مهارولای.