له شک پرته چې دیني سیاست په زوړ او دوامداره ناورین کې خپله تګلاره پرمخ وړي. دغه ناورین هغه مهال لا نور هم خپل ځان رسوا کوي چې دیني سیاست په ظاهر ډول هژمونیک ځای ولري او مذهبي مشران د واک پر څوکۍ تکیه وهلې وي. دا هغه موضوع ده چې دیني حکومت چلونکي له هغه نه ناخبره دي او فکر کوي په ښه وضعیت کې دي او له همدې امله، د ناورین په اړه خبرې کول د ماتې خوړونکو دښمنانو له لوري بې ځایه خبرې ورته برېښي. طالبانو ته وګورئ. دغې ډلې ناورین ته ډېره لمن وهلې ده چې هېڅکله خپل وجود په رسمیت نه پېژني: د دیني سیاست ناورین. طالباني دین راغلې ترڅو ټولنه له ناورین نه وژغوري او واکمني چلوي، نو بیا څنګه کولای شي پخپله ناورین کې وي؟
د ژغورلو فکر
طالبان د نورو اسلام پلوو په څېر د ټولنې د ژغورلو په هڅه کې دي چې د هغوی په باور سره له دې چې اسلامي ده، خو کفري او سکولار ارزښتونو پر نیتونو او ایمان یرغل کړی دی. تاسو چې کله له یو طالب اسلام پلوي یا غیر طالب نه د اسلامي ټولنو د وروسته پاتې والي د اصلي لامل په اړه وپوښتئ، تل ساده او چمتو ځواب درکوي او هغه دادی چې د پام وړ ټولنو، اسلام هېر کړی دی. حل لاره هم ډېره ساده ده: که چېرې اسلام بېرته راشي او شریعت پلي شي، هرڅه به سم شي. خو آیا یوازې د اسلام بېرته راتګ او د شریعت پلي کېدل په بې وزله، نابرابره، فساد او ناورین کې ډوپې ټولنې لپاره کافي ده؟
زما په نظر پر افغانستان د طالبانو دوه کلن حاکمیت دغې پوښتنې ته قانع کوونکی ځواب ورکړی دی. دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د اسلام د پلي کېدو په اړه ډېرې هڅې وکړې او تر هغه یې چې وکولای شول شریعت یې په هېوادوالو جاري او پلي کړ او دغه بهیر لا هم دوام لري. خو طالبان چې هرڅومره د اسلام د شریعت په پلي کېدو ټینګار کوي، په هماغه ډول د تېر په پرتله د بې وزلۍ، فساد او وروسته پاتې والي کچه ډېریږي. طالبان د شریعت له پلي کېدو خوښ دي او خلک له لوږې، لارورکۍ او ناورین سره مخ دي. دغه پارادوکس د هغه ناورین په اړه کیسه کوي چې د طالباني په نظم کې د هرې ورځې په تېرېدو مزی کیږي.
ښځې د طالبانو په آرماني ټولنه کې له ژوند نه بې برخې کیږي. او نه هم باید شي؛ ځکه حتی طالبان هم ښځو ته اړتیا لري. خو ښځې په طالباني ټولنه کې باید دومره وځپل او کنترول شي چې په پایله کې شاتګ ته اړې شي او یوازې د طالبانو د نظر وړ اسلام چې کوم رول ورکړی، ومني: د نارینه وو د شهواني اړتیاو پوره کول او د کور کار. دا هغه څه دي چې حتی د افغانستان په شان اسلامي ټولنه کې د ټولو لپاره د منلو وړ ندي. ښاري ښځې خو اصلا هغه نه مني او لا هم مقاومت کوي. د طالبانو تر کنترول لاندې په افغانستان کې ښځینه مقاومت یو له درناوي وړ ولسي مقاومتونو نه دی چې که چېرې نور هم پراخ شي، کولای شي د طالبانو د رژیم پاېښت له جدي ننګونې سره مخ کړي. ښځینه مقاومت حتی په کوچني مقیاس کې هم هیله بخښونکی دی، او طالبان د هغه له دوام نه اندېښمن دي او له همدې امله، د هغه د ځپلو لپاره له هېڅ راز هڅو ډډه نکوي.
نور محدودیتونه او د خلکو پر ژوندانه طالباني قید او بندونه هم په ټولنه کې د منلو وړ ندي او یوازې د څپړې او د ټوپک په زور پلي کیږي. هرکله چې د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر سیوری د خلکو له سر نه لیرې شي، ژوند خپل عادي وضعیت ته راګرځي او څوک د طالبانو امر او نهې ته ارزشت نه ورکوي. دا یعنې، د افغانستان په شان په وروسته پاتې ټولنه کې حتی دیني سیاست له واقعیت نه لیرې پاتې دی او نشي کولای زمونږ د ننۍ زمانې اړتیاوې پوره کړي، او یا هم ځان له روان واقعیتونو سره یوځای کړي. طالبان هڅه کوي چې د کفر او بې دین له شر نه د ټولنې د ژغورنې لپاره باید څو پېړۍ وروسته لاړ شو. دغه فکر « د ټولنې ژغورل» تر ټولو بد او ناورین راوړنکی حماقت دی چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې له زرګونه انسانانو قرباني اخیستې ده.
واک ته د طالبانو له بیاځلي راتګ وروسته چې د دین سوداګري تازه رنګ پیدا کړی، د ژغورلو فکر د تېر په پرتله ویجاړونکي فاز ته ننوتلی دی؛ ځکه یوازې په جومات او مدرسه کې محدود ندی پاتې شوی او له ټینګ دولتي ملاتړ نه برخمن دی. له همدې امله، د اسلام صدر ته د بېرته تګ لپاره د طالبانو هڅې چې په واقعیت کې په تیارې ایدیولوژۍ کې د اوسني زمان د ژوند د واقعیت لمینځه وړل دي، حتی د مسلمانانو د منلو وړ ندي، نور خو لا پر ځای پرېږده. ډیری مسلمانان، د طالباني ژوند د سبک تحمیل د کلیوالي جاهلانه لجاجت یو ډول بولي چې په پایله کې، به د « اسلامي امارت» په شان په دیني سیاست کې ناورین د غیر کنترول هغه ټکي ته ورسوي چې د طالبانو لپاره به بده پایله ولري.
د لومړنۍ زمانې سیاست
طالباني سیاست په ډېرې ځیرکتیا د لومړنۍ زمانې سیاست پلي کول غواړي؛ کوم سیاست چې زمونږ له زمانې سره هېڅ همغږي نلري. دیني سیاست تر ټولو بد او انعطاف منونکی سیاست دی چې له وضعیت نه په ړانده او غیر واقعي روایت تکیه، هڅه کوي مونږ د بیعت زمانې ته یوسي. طالبان له مونږ غواړي د نیولیبرال دموکراسۍ په زمانه کې، د هغوی له امیرالمومنین نه اطاعت وکړو؛ کوم امیرالمومنین چې یوازې د شا له خوا له خلکو سره خبرې کوي او هېچا ته هم ځواب ورکوونکی ندی. دا د دیني سیاست تر ټولو بد وضعیت دی.
نو، هرڅومره چې طالبان ډېر سیاسي عمر ولري د دیني سیاست ناورین پلي کېدو لپاره هڅې کوي. خلک د هرې ورځې په تېرېدو لا ډېر به په عمل کې وویني چې د طالبانو د نظر وړ « خوږ اسلام» څومره وروسته پاتی، ناورین وهلی او له ماتې سره مخ شوی دی.
طالباني دیني سیاست چې له سخت فکر د کفر، فساد، بې چاره توب او ناورین « د ټولنې ژغورلو» نه رنځ وړي، تر ټولو نه پخپله له دغه وضعیت نه ژغورلو ته اړتیا لري. خو د طالبانو په مینځ کې د پوهې د فکر کچه دومره ژوره ده چې په اړه یې هېڅ هیله نشته، او یوازې سکولار غیر دیني سیاست کولای شي دغه فکر ته د پای ټکی کېږدي.