طالبان او د بغاوت ټرمینولوژي

طالبان خپل مخالفین باغیان بولي او د دې ډلې له واکمنۍ سره هر ډول مخالفت تر کفره  بد ګڼي، لکه څنګه چې دا خبره د دې ډلې له واليانو او مفتیانو په ځلونو اورېدل شوې ده. تر دې مخکې د دې ډلې امیر المومنین هم د دغې ډلې له مشرانو سره هر ډول مخالفت او پر هغوی نیوکې منعه اعلان کړې وې. د خپلو مخالفینو باغي بلل او په مذهبی توجیه سره د هغوی ځپل د اوس خبره نه ده او زموږ په تاریخ کې اوږده مخینه لری او استبدادی رژیمونو له ډیر پخوا راهیسې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره ترې کار اخیستی دی. په دې لړ کې د مذهبي استبداد پر بنسټ جوړ شوي نظامونه د دین او مذهب په وسیلې سره د ځپلو ډېر مهارتونه لري.

بغاوت له اطاعته د سرغړونې او نافرمانۍ په مانا دی او په پخوانیو وختونو کې د هغو بلواګرو ډلو عمل ته ویل کېده چې د شته او مشروع نظم پر وړاندې یې  بلوا کوله ​​او د ټولنې  نظم یې ګډوډاوه او د بلوا او ناامنۍ لامل کېدې. دا اصطلاح تر ډېره یوه فقهي اصطلاح ده چې د لرغونې نړۍ کې د ټولنیزو  مناسباتو پر بنسټ رامنځته شوې ده او له واکمنو نظامونو سره یې د  بلوا ګرو ځواکونو د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې ده. هغه مهال چې دا نظریه وړاندې شوې وه، یوازې یوه مسأله مهمه وه او هغه د ګډوډۍ مخنیوی و؛ ان که د ظالم نظام په رامنځ ته کولو سره وای چې په فقه کې یې ورته «امام جائر» ویل. په هغې فکري فضا کې لکه بشري حقونه، د هېوادوالو حقونه، مدني ارزښتونه، اساسي قانون، د قوا تفکیک، د قانون حاکمیت، تنوع او کثرت پالنه، د لږکیو حقونه، خپلواکه قضایه قوه او ډېر نور مفاهیم چې د معاصرو سیاسي نظامونو د پایښت او دوام بنسټ دی، نه وو.

د طالبانو ډله چې د منځنیو پېړیو په فقه کې له مطرح شویو مسایلو پرته بله کومه سیاسي فلسفه نه لري، د نننۍ ټولنې د ستونزو د هواري لپاره له هماغو وسایلو کار اخلي. د دې ډلې مشران پر دې نه پوهېږي چې له سیاسي نظام سره مخالفت د هېوادوالو حق دی او هغه حاکمیت چې د خلکو د رایو  پر بنسټ جوړ شوی نه وي، مشروعیت نه لري او په پایله کې یې ورسره مخالفت هېڅ بدي نه لري. نه یوازې له دې، بلکې  له هرې هغې ډلې سره چې د یوې خاورې خلک له خپلو اساسي حقونو محروموي او د اکثریت وګړو غوښتنو ته بې پامي کوي، نړیوالو کنوانسیونونو ته درناوی نه کوي او د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې د ټولنې د اړتیاوو پروا نه ساتي، مخالفت پر هغه فضیلت بدلېږي چې هر ازاد انسان ځان ورته مکلف ګڼي.

هغه څه چې طالبان يې بغاوت بولي، د نننيو بشري حقونو د قوانينو له نظره د هېوادوالو ښکاره حق دى، او له مذهبي اړخه د «امام جائر» پر وړاندې درېدل دي، چې د افضل‌الجهاد په ليکو کې راځي. د همدې شهودي درک پر بنسټ خلک په بې صبرۍ سره د خپلواکۍ غوښتنې د یوه داسې ځواک په تمه دي چې طالبان وننګوي. د هغو مفاسدو او رذایلو ټولګه چې د طالبانو په څېر استبدادي نظامونه یې لري او په پایله کې یې یوه ټولنه له تالان سره مخ کوي، هر ازاد او هر مسؤل وګړی دې ته اړ باسي چې د وضعیت د بدلون په فکر کې شي او د دې بدلون لپاره هلې ځلې وکړي. خلک جګړه او ناامني نه غواړي، خو کله چې د وضعیت د بدلون لپاره سوله ییزې لارې بندې شي، خلک اړ دي چې پر ټولو ممکنو لارو فکر وکړي، که یې د طالبان او د هغوی ملاتړي وغواړي او که ونه غواړي. په افغانستان کې کړکېچ د طالبانو تر سیوري لاندې ژورېږي او د دې هېواد ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي او نوي اړخونه خپلوي.

ورته لیکنې

Back to top button