طالبان او د هغوی مخالف سیاستوال

افغانستان له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د یوې داسې ډلې تر ولکې لاندې دی چې د ځانمرګو بریدګرو کنډکونه لري. دا ډله په رسنیو کې په ویاړ سره د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو په تړاو خبرې کوي او د داعش وحشت د خپلو کړنو په پرتله صفر ګڼي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې داعش «کله ناکله په پټه او په مهارت سره» بریدونه کوي، خو «د هغو تجربو په پرتله چې موږ یې لرو او افغانانو لیدلي دي» نېږدې یو سلنه دي. په دې وروستیو کې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو مسوول کس هم په یوه امریکايي مستند کې د پخواني حکومت پر ضد د ځانمرګو بریدونو او د امریکايي ځواکونو د وژلو په هکله خبرې کوي، چې ځینې برخې یې د «افغانستان اینټرنشنال» ټلویزیون خپرې کړې دي. د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدونو مسوول سمیع الله محمدي په «امریکا او طالبان» مستند کې وايي: «د پاکستان پوځ موږ روزلو چې افغان حکومت ړنګ کړو او امریکایان ووژنو.» دغې ډلې پر افغانستان د خپلې ولکې په لومړیو ورځو کې د ملي ټلویزیون له لارې د هغو ځانمرګو وسایلو، تجهیزاتو او ځانمرګو بریدګرو د کنډکونو تصویرونه خپاره کړل، چې په مټ یې زرګونه کسان وژلي او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي. له دې هاخوا، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ کلیزه کې د خپلو ځانمرګو کنډکونو پریټ نندارې ته وړاندې کړ او په ویاړ یې د څو زره کسیز ځانمرګي ځواک د لرلو خبره وکړه. له سیاسي تېروتنو او ترهګریز کړنو سره سره، دغه ډله چې اوس په زور پرهېواد واکمني کوي، د ټولې نړۍ په مخ کې تر ځانمرګو بریدونو ښکاره د تاوتریخوالي او د خلکو د وژلو خبرې کوي. دې ډلې تر خپل کنټرول لاندې رسنیو نه د کرکې پارونې او تاوتریخوالي پالنې درېځونه (تربیونونه) جوړ کړي دي.

د طالبانو تر کړنو له دغې ډلې سره د نړۍ چلند ډير خواشینوونکی دی. هغه ډله چې د نړیوالې ترهګرۍ د جبهې د پیاوړتیا ترڅنګ په ښکاره د ځانمرګو، چاودنو او د خلکو په ځانګړې توګه د امریکایانو د وژلو خبرې کوي، خو د نړۍوالو له لوري پرې نیوکه نه کېږي. داسې ښکاري چې طالبان د فعالو او متحدو سیاسي بهیرونو په نشتوالي کې د رسنیو نبض په واک کې لري. لکه څرنګه چې پخوا په وژنو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو سره د کورنيو او نړۍوالو رسنيو په سرټکو کې وو، اوس د هېوادوالو په ځانګړې توګه پر ښځو د بنديزونو په لګولو، وهلو، شکنجه کولو او په ځانمرګو بريدونو په ویاړ کولو سره د رسنيو د پاموړ ګرځيدلي دي. طالبان هڅه کوي د ځانمرګو بریدونو او د هغو د کولو د لارو چارو په بیانولو سره عامه افکارو تر فشار لاندې راولي او خلک دې ته اړ کړي چې غوښتنو ته یې غاړه کیږدي. دا ډله په رسنیو کې په ځانمرګو بریدونو او ښکاره تاوتریخوالي په ویاړلو سره غواړي ووایي، چې که یې غوښتنې بابېره وګڼل شي، نو  ډېر تاوتریخوالی او وحشت به رامنځته شي او نړۍ به له یوه جدي ناورین سره مخ شي، ځکه چې دې ډلې د سیاسي بهیرونو د کمزورتیا له امله ځان ته ډګر پراخ کی دی، داسې تاریخي فرصت ورته برابر شوی دی چې په هممهالي توګه د سیاست او واک ډګر په خپل واک کې ولري.

د طالبان مقابل لوري ته مات شوي سیاستوال دي چې په جلا وطنۍ کې هم پخواني تقدس مآبانه خوبونه ویني، ان رسنۍ یې هم طالبانو ته سپارلي دی. هغوی په سیمه او نړۍ کې له نوي بدلون او تحوله ترلاسه شوي فرصتونه له لاسه ورکوي. لاهم په تېر کې اوسي او قضیو ته د جمهوريت د مهال د کلیشه یي نظریاتو په اډانه کې ګوري. په داسې حال کې چې د راپاڅېدو او مقابلې لپاره فرصت کم دی. که وخت ونه پېژندل شي، له ځيرتیا کار وانخیستل شي او ریالیسټیک لید لوری رامنځته نه شي، نو زوال او پراخ سقوط  به پرلاره وي.

د طالبانو مخالف مشران باید بیا غلطه محاسبه ونه کړي. دا تېروتنه چې فکر یې کاوه، له طالبانو سره روغه کولای او ورسره ګډ حکومت جوړولای شی، که بیا تکرار کړي، او لا هم له طالبانو سره د تعامل او د دې ډلې د بدلون په فکر کې وي، یوځل بیا بایلونکي دي، ځکه چې سیاسي راتلونکی د سیاسي بهیرونو د تعامل او تحول د څرنګوالي محصول دی. د دغو بهیرونو د سیاسي ژوند پوهه د اوسني وضعیت د سم درک کولو او تحلیل کولو او په نويو چوکاټونو او عواملو سره د راتلونکي د اټکل کولو په ګورت کې ده. د طالبانو مخالف سیاستوال د اوسني وضعیت د سم درک او تحلیل ترڅنګ باید هغه سیاسي کلتور چې د فرد محورۍ، دیکتاتورۍ، انحصار او تقدس ښودنې لامل شوی دی، له منځه یوسي. ځکه چې دا په یوې متکثرې او ډیموکراټیکه ټولنه کې د سیاست افتونه دي او د تیاره فکر دودېدو او د ولسواکۍ له منځه وړلو ته لاره پرانېزي.

د طالب پر ضد سیاسي بهیرونه باید په سازماني قاعدې او ډیموکراټیکه لوبه باور ولري. د سیاست ډګر د رهبر او پیروانو کچې ته راټيټ نه کړي او د خلکو د رمه یي اطاعت په فکر کې ونه اوسي. که دا سیاستوال په دې ډول د چارو د ترسراوي په لټه کې وي، طالبان په دې برخه کې تر ځانه ښه بېلګه نه ویني. نوی سیاست باید د ټولیز تړون او په هېواد کې د ټولنیزو اړیکو او شته واقعیتونو د نوي تعریف پربنسټ جوړ شي، داسې یوه تړون چې پکې د هېوادوالو ګډې غوښتنې او ارمانونه منعکس شوي وي. دا سیاست باید د قومي او قبیله يي نظم د ټینګښت په لټه کې نه وي. هر هغه جوړښت او سیاست چې د قومي مشرانو، د هغوی د اولادونو، لمسیانو او کړوسیانو د تلپاتې واک لپاره فرصت برابروي، پر له منځه تلو محکوم دی.

که سیاستوال بیا راځي، نو باید پر خپلو تېرو تېرونو اعتراف وکړي، د سیاسي زیانونو او انفرادي تصمیمونو په اړه چې د یوې ډلې د استازي په توګه یې نیول، بیا کتنه وکړي او د خپل سیاست بڼې ته وګوري چې څه پایلې یې لرلې دي. په داسې یو حالت کې چې په سیمه کې د لوبې عناصر بدل شوي او نوي فعالان میدان ته راوتلي دي، په هیواد کې پر سیاست او سیاست کولو بیاکتنه تر بل هر وخت ډیره مهمه ده. طالبانو د افغانستان د سیاست د یوه تریخ او ټکان ورکوونکي واقعیت په توګه، فعال او ځواکمن حضور پيدا کړی دی او ډېر فرصتونه لري. نو که د دوی مخالف سیاستوال متحد نه شي، د نړۍ په کچه د تصمیم نیونې په مرکزونو کې د دې ډلې د دوامداره حضور خطر ونه مني او د طالبانو پر ځای بدیل رامنځته نه کړي، نو د خلکو بدې ورځې به پای ونه مومي.

ورته لیکنې

Back to top button